ضیاالحق امرخیل: د جوماتونو ملایان دې د جمعې لمانځه پر مهال د نجونو زدهکړو پر اړتیا وغږیږي
د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار او د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخیل ویلي، چې په افغانستان کې د جوماتونو ملایان دې نن د جمعې لمانځه پر مهال د نجونو د زدهکړو پر اړتیا خبرې وکړي. شاوخوا درې کاله کیږي، چې طالبانو د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی.
د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار او د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخیل نن جمعه د (مرغومي ۲۱مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ټول هیواد ملایان دې نن د لمانځه پر مهال په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر اړتیا خبرې وکړي او په دې اړه دې خپل مسوولیت ترسره کړی.
هغه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د دې مبارکې ورځې له امله په امام صاحبانو غږ کوم چې د خويندو تعليم او تحصیل اهمیت او ضرورت په اړه په واضح ډول د جمعې د لمانځه پر مهال پرې بحث وکړي.»
هغه وړاندې په خپل ایکس یادښت کې لیکلي: «ويريږم، که د خويندو تعليم دروازې همداسې تړلې پاتي شي، څو کلونه وروسته به نه ډاکټره ولرو، نه نرسه او نه هم قابله، دا ويره مو هم تجربه کړې، چې بيا به د ناروغ د علاج لپاره نور هېوادونه څه چې ان ګاونډيان به هم ويزه نه را کوي.»
تر دې وړاندې هم د افغانستان د پخوانیو ولسمشرانو په ګډون ډیریو سیاستوالو د نجونو د زدهکړو په اړه پر طالبانو غږ کړی چې پرې لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي.
د طالبانو مشر ملا هبتالله د یوه فرمان له لارې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو او په پوهنتون کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز لګولی چې شاوخوا درې کاله کیږي دغو بندیزونو له کورنیو او نړۍوالو فشارونو سره، سره دوام کړی دی.