په اسلام اباد کې پولیسو تر دې مهاله له زرو ډېر افغان کډوال نیولي دي

د جمعې پر ورځ د (مرغومي په ۲۱مه) هم د پاکستان پوليسو ګڼ افغان کډوال نیولي او د نیولو لړۍ لا هم روانه ده.

نن سهار وختي‌ پولیسو د راولپنډۍ ښار په عوام مارکېټ کې یو شمېر افغان کډوال نیولي دي.
یو افغان کډوال د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د کور په کور عملیاتو په لړ کې پاکستاني پولیس د راولپنډۍ ښار په عوام مارکېټ کې هم یو شمېر هغه افغانان نیولي چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه درلودل.
درې ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په رسمي توګه اعلان کړه چې ۸سوه افغان کډوال په دغو عملیاتو کې نیول شوي؛ خو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دا شمېر اوس له زر کسانو هم اوښتی دی.
بل لوري یو شمېر هغه افغان کډوال چې په اسلام اباد کې د بهرنیو هېوادونو له سفارتونو سره ثبت دي او ویزې یې پای ته رسیدلي د پولیسو له لوري تر نیول کیدو وروسته بېرته خوشې شوي دي.
د معلوماتو له مخې په اسلام اباد کې د پاکستان حکومت پولیسو ته لارښوونه کړې چې د هغو افغان کډوالو له نیول کیدو دې ډډه وکړي چې د بهرنیو هېوادونو د بیا میشتیدنې پروګرامونو بهیر ته پراته دي؛ خو پولیس بیا هم پر دغو لارښوونو عمل نه کوي.
د اسلام ايي ایلیون کې یو افغان چې د امریکا د مهاجرتي پروګرام لپاره ثبت شوی او د بیا میشتیدنې لپاره یې مرکې هم بشپړې کړي افغانستان انټرنشنل ته وویل،‌ چې پولیس یې د پنجشنبې مازیګر کور ته ورغلي او د سفارت له لوري د پولیسو اړوند ورکړل شوی لیک یې هم وروښوده، خو سره له دې یې هم له خپلې کورنۍ سره ونیو.
هغه زیاته کړه: «حاجي کمپ ته یې یوړو، هلته یې په یخه یخنۍ کې سره له خپلو ماشومانو شپږ ساعته کینولی وم، خو یو مشر یې راغلو او زما د اسنادو تر کتلو وروسته یې بېرته راخوشې کړو.»
د دغه کس په خبره، د افغان کډوالو پر ضد په روانو عملیاتو کې ښکیل پولیس د ویزه لرونکو کډوالو سره هم ناسم چلن کوي او ډېری مهال د ویزو له ډولونو سره هم بلدتیا نه لري چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ کېږي.
په اسلام اباد کې «بي ۱۷، فیصل ټاون، ګلبرګ ګرین، بهاره کهو، ايي ایلیون او ای ټین » هغه سیمې دي چې د جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته ورته افغانان راکډوال شوي چې د طالبانو له لوري یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.
د انساني حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو او افغان سیاستوالو له لوري هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کیدو په تړاو روان عملیات غندل شوي او له دغه هېواده غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې دغه لړۍ بنده کړي.