طالبان: غزني کې مو تېره میاشت د ښځو اړوند د تاوتریخوالي او جبري ودونو ۶۰ قضیې څېړلې دي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وایي، چې په غزني ولایت کې یې تېره میاشت د ښځو اړوند د تاوتریخوالي او جبري ودونو ۶۰ قضیې څېړلې دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف رییس محمدعالم ناصح وایي، چې په تېرو شلو کلونو کې د میراث، مهر او د ښځو نور شرعي حقونه چې د ناوړه دودونو له امله له هغو تروړل شوي وو؛ د دغه ولایت د محتسبینو د هڅو په پایله کې په بشپړه توګه بېرته ورکړل شوي دي.
هغه وایي، دغه ۶۰ شکایتونه یې د ښځو له‌خوا ترلاسه کړي وو.
د هغه په وینا، لاهم په دغه ولایت کې ځینې مېرمنې له خپلو شرعي حقونو بې برخې دي.
هغه زیاته کړې، چې دوی هڅه کوي د «اسلامي شریعت» له مخې د ټولو ښځو شرعي حقونه ورکړي.
هغه وړاندې ویلي، په دغو ۶۰ شکایتونو کې ۴۷ یې د تاوتریخوالي، ۹ یې د میراث او یوه د جبري نکاح قضیه وه، چې ټولې څېړل شوې دي.
طالبان د ښځو د حقونو په اړه داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې واک ته له رسېدو وروسته یې پر ښځو سلګونه بندیزونه لګولي او هغوی یې له ډېرو بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي.