سرکوزي له قذافي څخه د میلیونونو یورو د اخیستو په تور محاکمه کېږي

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي د دوشنبې په ورځ محاکمې ته وړاندې شو. په هغه تور دی، چې د ۲۰۰۷ کال د بریالۍ ولسمشرۍ مبارزې لپاره د لیبیا له پخواني واکمن معمر القذافي څخه په ناقانونه توګه میلیونونه یورو ترلاسه کړي و.

سرکوزي د ځان په وړاندې دغه تورونه رد کړي دي.

د مالي څارنوالۍ دفتر وویل، چې د فرانسې د محافظه کار ګوند پخوانی مشر د عامه بودیجې د غلا، د ناقانونه ګټو ترلاسه کولو، په ناقانونه توګه د کمپاین تمویل او د جرم د ترسره کولو لپاره په جنایي توطیې، تورن دی.

د سرکوزي محاکمه به درې میاشتې دوام وکړي او دا به د فرانسي په سیاسي مشرانو او سیاستوالو باندې د خلکو باور نور هم کم کړي.

پلټونکي ادعا کوي، چې سرکوزي د لیبیا له حکومت سره له فساد څخه ډک تړون کړی او قذافي د سرکوزي کمپاین ته میلیونه یورو په بکسونو کې پاریس ته لېږدولي دي.

د یادولو ده، چې معمر القذافي د لیبیا پخوانی واکمن او سیاستوال و او له ۱۹۶۹ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې پر لیبیا حکومت وکړ.

قذافي د نړۍ د جنجالي رهبرانو له ډلې څخه و او د خپل ځانګړي سیاسي او اقتصادي نظام لپاره مشهور و.

د سرکوزي وکیل ویلي، چې د پخواني ولسمشر پر وړاندې دغه دوسیه جعلي ده او د کمپاین لپاره لیبیا هېڅ ډول مالي مرسته نه ده کړې.

کریسټوف انګرین وویل، چې له لسن کلن هر اړخیزو تحقیقاتو وروسته په ښکاره ډول د دغه تورونو په اړه شواهد نه لیدل کېږي.

که چیرې سرکوزي مجرم ثابت شي، په لس کاله بند محکوم کېږي او ۳۷۵ زره ایرو جریمه به هم ورکوي.