د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: م.م دې له پاکستانه‏ وغواړي، چې د کډوالو له ځورولو لاس واخلي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد له ملګرو ملتونو غوښتي، چې «د خپل نفوذ په کارونې سره له پاکستانه‏ وغواړي، د کډوالو له ځورولو لاس واخلي.»

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ چهارشنبه (د مرغومې په ۱۹مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان مرستیال توماسو دیکاتیلدو سره په لیدنه کې کړې دي.
ښاغلي راشد دارنګه په اسلام اباد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوليسو چلند «خواشینوونکی» وباله.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې ښاغلي دیکاتیلدو په دغې لیدنه کې ښاغلي راشد ته د دغه وزارت د مخکیني وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې له امله تسلیت وړاندې کړ.
له بل پلوه د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او په زور افغانستان ته د ستنولو په غبرګون کې پر دغه هېواد غږ کړی، چې د افغان کډوالو نیول، بنديانول او ځورول ودروي.
وړمه ورځ په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشرې فلیپا کاندلېر ویلي و، هغه کسان چې نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري باید له پاکستانه ونه اېستل شي.
نوموړې دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د پاکستان حکومت له تېرو څو ورځو راهیسې په دغه هېواد کې او په ځانګړې توګه په پلازمېنې اسلام اباد کې یې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو ته زور ورکړی.