پر مېرمنو طالبي بندیزونه؛ افغانې مېرمنې په تېر کال کې له سختو بندیزونو سره مخ شوې دي
ادیبې هیله درلوده، چې ډاکټره شي او د افغانستان د کمزوري روغتیايي نظام په بیا رغونه کې مرستندویه تمامه شي، خو دا خوب په دویم ځل له هغې واخیستل شو.
لومړی هغه وخت چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان واک ته ورسېدل، هغې خپلې حقوقي زده کړې پرېښودې.
ادیبه هغه مهال په ډېپرېشن اخته شوه او هر وخت به یې ژړل، خو له یوه ارواپوه سره تر څو ناستو وروسته یې رواني حالت څه نا څه ښه شو او کورنۍ یې هغه دوه کلنو طبي زده کړو ته وهڅوله. خو د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په امر ښځې له طبي زده کړو څخه منع شوې، ۲۳ کلنه ادیبه اوس خپلې ورځې په کور کې د چوپتیا په حالت کې تېروي.
د هغې مور په ستومانوونکي غږ وویل: «هغه نه څه خوري او نه خبرې کوي».
د ادیبې مور چې په ښوونځي کې د شپږمو ټولګیو د ساینس ښوونکې ده، وایي، دا دویم ځل دی چې لور یې د زده کړو په برخه کې ضربه ویني او هغه په اروایي ناروغۍ اخته کېږي.
په تېرو دریو کلونو کې طالبانو یو منظم پلان پلي کړی چې له زده کړو او کار څخه تر حرکاتو او حتا خبرو کولو پورې د افغان ښځو د ژوند هره برخه هدف ګرځوي.
په کابل او یوشمېر هېوادونو کې افغان فعالانې او لوستې مېرمنې په دې اند دي، چې طالبان له لوستو او پوهو ښځو وېره لري او له دې امله پر دوی بندیزونه لګوي څو د دوی غږونه ډب کړي.
د ښځینه و کارکوونکو د تنخوا کمول
د طالبانو د چارو ادارې د ۲۰۲۴ کال (د جون په ۵مه) خپلې مالي برخې ته په یوه لیک کې لیکلي و، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله د دولتي ادارو د ټولو ښځینه کارکوونکو تنخوا پنځه زره افغانۍ ټاکلې ده.
په دغه ليک کې د طالبانو د چارو ادارې د عمومي مشر نورالحق انور له قوله ليکل شوي و، چې (د غبرګولي ۱۵مې) څخه به د ټولو ښځينه کارکوونکو تنخواوې په مساوي ډول ورکول کېږي.
د طالبانو دې کړنې یو وار بیا د ښځو د حقونو فعالانو توند غبرګونونه راوپارول.
دغه ګام هغو ښځینه و کارکوونکو ته ستونزې راولاړې کړې، چې د کورنۍ یوازینۍ روزي راوړونکې دي او اوس یې اقتصادي ستونزې لا ډېرې شوې دي.
په ځیرکو مبایلونو بندیز
په کندهار ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست محتسبینو (د سپټمبر په ۱۴مه) په جوماتونو کې ملا امامانو ته لارښوونه کړې وه، چې په خپلو سیمو کې دې مېرمنې د ځیرک مبایل له کارولو منع کړي.
طالبان په دې اند دي، چې د ځیرکو مبایلونو او خواله رسنیو کارول ښځې د «فحشا» پر لور بیایي.
له هغه وروسته بیا طالبانو (د ډسمبر پر ۱۸مه) د ننګرهار ولایت په ښار او بازار کې د ښځو او نجونو د ځیرکو مبایلونو د پلټلو بهیر پیل کړی و.
په ننګرهار ولایت کې ښځې او نجونې شکایت کوي، چې ورځ تر بلې د طالبانو له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ کېږي او اوس له وېرې خپل ځیرک موبایلونه له کوره بهر له ځان سره نه شي ګرځولی.
دغه مېرمنې وایي، چې ورځ په ورځ نړۍ د ټېکنالژۍ له اړخه مخ پر وړاندې روانه ده خو دغه ډله هڅه کوي، چې د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه ښځې د پرمختګ پرځای شاتګ وکړي.
د ښځو پر تور عربي حجاب بندیز
طالبانو د روان میلادي کال په پیل کې څو ځله په بېلابېلو ولایتونو کې خبر ورکړی، چې د ښځو لپاره د تورو عربي حجابونو پر اغوستلو یې بندیز لګولی دی.
په پکتیا ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست چارواکو په جنورۍ میاشت کې د جوماتونو له لارې خبر ورکړی و، چې ښځو ته د تور عربي حجاب اغوستل منع دي، ځکه چې سترګې یې ترې ښکاري.
دغې ډلې ویلي و، چې ښځې د تور حجاب پر ځای د بورقو پر اغوستلو مکلفې دي.
له بلې خوا د بامیان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست محتسبینو د دولتي او خصوصي ښوونځیو زدهکوونکو او ښوونکو ته (د جولای پر ۴مه) سپارښتنې کړې وې، چې «شرعي حجاب» له پامه ونه غورځوي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د (چنګاښ په ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د بامیان ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دولتي او خصوصي ښوونځیو ته ورغلي او هلته یې ښوونکو او زدهکوونکو ته د «شرعي حجاب» د مراعتولو په اړه سپارښتنې کړې دي.
په هلمند ولایت کې (د ډېسمبر په ۶مه) طالبانو هټۍوالو ته خبرداری ورکړی و، چې تور حجابونه دې نه پلوري او یوازې دې د مېرمنو لپاره چادرۍ وپلورل شي. په دغه ولایت کې امربالمعروف له ښځو هم غوښتي و، چې د حجاب پر ځای دې شنې چادرۍ پرسر کړي.
ځینې مېرمنې د طالبانو له دغه بندیزه ناخوښې دي او وایي، چې دوی سم شرعي حجاب مراعتوي خو طالبان غواړي چې ښځې چادرۍ پر سر کړي.
له بل پلوه طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د «بد حجابۍ» په تور نجونې او ښځې نیولې وې.
د ښځو د دندو او تګ راتګ پرمهال د محرم شرط
که څه هم طالبانو په تېرو دوو کلونو کې هم د سفرونو پرمهال د ښځو او نجونو لپاره محرم شرط ګڼلی و، خو په روان کال کې یې د دندو او تګ راتګ پرمهال هم د محرم شرط حتمي ګڼلی.
(د اپرېل پر ۵مه) په کندهار ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د دعوت او ارشاد مدیریت په دغه ولایت کې د یوه مکتوب په استولو سره د ټولو روغتیايي مرکزونو پر ښځینه کارکوونکو نوي بندیزونه لګولي وو.
د دغه ریاست له خوا په خپور شوي مکتوب کې راغلي و، چې ښځینه کارکوونکې دې ځانګړی حجاب ولري او پرته له محرمه دې تګ راتګ نه کوي.
له هغه وروسته د کندهار له بېلابېلو روغتيايي مرکزونو څخه يو شمېر ښځينه روغتیاپالانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې د امربالمعروف کارکوونکو ورته خبرداری ورکړی، چې له محرم پرته دې دندو ته نه ځي.
دغو روغتیاپالانو ويلي و، چې د طالبانو دغه ادارې د موضوع د څارنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته خپل کسان هم معرفي کړي دي.
د ښځو د حقونو فعالانې بیا په دې اند دي، چې طالبان د دغو بندیزونو په لګولو سره غواړي ښځې دې ته اړ باسي چې خپلې دندې پرېږدي.
بشري حقونه او د مېرمنو وضعیت
په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مخکینۍ مشرې شهرزاد اکبر په دې اړه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ۲۰۲۴ کال د ښځو لپاره یو بد کال و.
هغه وایي، دا کال د «بدحجابۍ» په تور د ښځو له نیونو سره پیل شو چې په لارو او سړکونو کې له نجونو او ښځو سره ډېر ناوړه چلند وشو. هغه وایي، له هغې وروسته بیا یوه بله ننګونه چې رامخکې شوه هغه دا وه چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت شته بندیزونه په قانون بدل کړل او ورسره یې نوي بندیزونه هم اعلان کړل.
هغه زیاتوي، چې له ۲۰۲۳ کال څخه د ۲۰۲۴ کال توپیر په دې کې و چې طالبانو غواړي لګېدلي بندیزونه په جدي توګه پرې وتپي.