ګانیون: که ښځو سره د طالبانو ناسم چلند دوام وکړي، په رسمیت پېژندل به یې ستونزمن شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر استازولۍ مرستیاله وایي، چې که طالبان د افغان ښځو پروړاندې خپله تګلاره بدله نه کړي، د یادې ډلې د حکومت په رسمیت پېژندل به ستونزمن شي.
جورجټ ګانیون وایي، چې د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو پرېکړه په افغانستان کې د وضعیت بدلون پورې تړاو لري.
ګانیون چې په افغانستان کې د کار کولو اوږدمهاله تجربه لري د چهارشنبې په ورځ له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل، چې د ملګرو ملتونو یو شمېر غړو هېوادونو او د امنیت شورا غړو په وار - وار سره ویلي، چې په افغانستان کې اساسي ستونزو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته د رسېدګۍ په برخه کې د طالبانو په سیاستونو کې باید بدلون رامنځته شي.
نوموړې دغه راز زیاته کړه: «لکه څنګه چې مې وویل وضعیت ننګونکی دی. فکر کوم هغه اعلامیې چې خپرې شوي دا موضوع په کې روښانه ده، چې که دا وضعیت دوام وکړي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه به ستونزمن وي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر استازولۍ یادې مرستیالې چې له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۵ کاله پورې په کابل کې د یوناما د بشري حقونو د مدیرې په توګه په کابل کې کار کړی و، د طالبانو د تازه اقداماتو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پروړاندې د طبي زده کړو د دروازو د بندېدو او همداراز په کورنیو او بهرنیو سازمانونو کې د ښځو د ګومارنې د مخنیوي په اړه اندېښه څرګنده کړې ده.
ګانیون ویلي، چې یادو محدودیتونو ښځو او ماشومانو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کول سخت کړی دی.
د ملګرو ملتونو یادې لوړپوړې چارواکې زیاته کړې، چې د افغانستان خلک د طالبانو په سیاستونو ځورېږي او ټينګار یې وکړي، چې د دې ستونزو د پایته رسېدو لپاره باید هڅې زیاتې شي.
هغې وویل، چې طالبانو کورنیو او بهرنیو اندېښتو ته ځواب نه دی ورکړی او دې ته یې یوه حل لاره پیدا کړې نه ده.
سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه څه باندې درې کلونه تېر شوي، نه یوازې د دغې ډلې په سخت دریځیو کې کموالی نه دی راغلی، برعکس زیات شوی هم دی.