د افغان کډوالو په اړه د پاکستان نوی دریځ له تاوده هرکلي سره مخامخ شوی دی

په اسلام اباد کې ګڼ افغان کډوال د پاکستاني چارواکو له نوي دریځ څخه هرکلی کوي او هیله من دي چې دغه چارواکي پر شویو ژمنو ودریږي.

د نوي زیږدیز کال له پیله د اسلام اباد په بېلابېلو برخو کې پولیسو د افغان کډوالو پر کورونو چپاو یووړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې سلګونه هغه افغانان ونیول چې دوی یې بې اسناده بولي.
د ځینو راپورونو له مخې تر دې مهاله شاوخوا ۸۰۰ افغانان نیول شوي او د راولپنډۍ حاجي کمپ ته لیږدول شوي چې له هغه ځایه بیا په جبري توګه افغانستان ته اړول کیږي.
خو تېره ورځ په اسلام اباد کې سرچینو رسنیو ته ویلي و چې پاکستاني چارواکو په خپل پخواني دریځ کې نرمښت راوستی او ویلي یې دي، هغه افغانان چې د مهاجرت کارتونه، ویزې او یا په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ کیسونه ولري، هغوی به نه نیول کیږي.
د اسلام اباد دغه نوي دریځ د ګڼو افغانانو او پاکستاني فعالانو د تاوده هرکلي سره مخامخ شویدی.
په اسلام اباد کې میشتې افغان کډوالې ژولیا پارسي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «که چیرته پاکستاني چارواکي پخپل دغه دریځ ودریږي، نو دا به د هغو افغانانو په ګټه وي چې په نورو هیوادونو کې یې د مهاجرت دوسیې د بشپړېدو په حال کې دي.»
اغلې پارسي زیاته کړه: «په اسلام اباد کې تر ډېره د بشري حقونو افغان فعالان، معترضې مېرمنې، مدني فعالان، پخواني پوځیان او خبریالان اوسیږي، که پاکستان دغه خلک په زوره باسي او افغانستان ته یې استوي د دوی ټولو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخیږي.»
د افغانانو تر څنګ یو شمیر پاکستاني فعالانو او د رسنیو کارکونکو هم د اسلام اباد نوی دریځ ستایلی او هغه یې د بشري حقونو په برخه کې پر ځای ګام ګڼلی دی.
خبریال او شنونکي طاهر خان افغانستان انټرنشنل ته وویل: «له هغه مهاله چې د افغان کډوالو د نیولو دغه نوی څپه پیل شوې موږ هم پرې خواشیني و، موږ پوهیږو هغه کسان چې دلته راغلي د ډېرې مجبورۍ له امله یې خپل کور کلی پریښی او که دوی په زوره بیرته ستنول کیږي، نو دوی به د واکمنې ډلې له خوا یا بندیانیږي او یا به هم وژل کیږي چې له همدې امله موږ هم ورته په اندېښنه کې وو.»
پوښتنه دا ده چې ولې پاکستان تل د افغان کډوالو په ایستلو کې ناسنجول شوي ګامونه اخلي؟
په ټوله کې ځیني پاکستاني سیاستوال او شنونکي وایي چې دغه هېواد تر دې مهاله د مهاجرت هیڅ یو کنوانسیون هم نه دی لاسلیک کړی او نه یې غړیتوب لري، دویم لامل یې دا دی چې طالبان لا تر دې دمه په کور د ننه هم مشروعیت نه لري او دغه ډله نه د ټاکنو او نه هم د لویې جرګې له خوا واک ته رسیدلې چې له دې امله یې نړیوال مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې دی، دغه ډله نه شي کولای د خپلو خلکو غږ د نړیوالې ټولنې تر غوږونو ورسوي.
یوه بله ستونزه چې افغانان ورسره مخامخ دي هغه دا ده چې دوی ډېر ځله د دواړو هېوادونو تر منځ د راټوکېدلو سیاسي لانجو ګونجو ښکار ګرځي.
هر کله چې د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي تاوتریخوالی په ډېرېدو شي بیا یې زور له افغان کډوالو ایستل کیږي.
خو ګڼ افغانان وایي چې دوی د ډېر مجبوریت او بیوسۍ له امله مهاجرت ته اړ ایستل شوي او پاکستان ته نه ښایي چې د نورو په ټس کې دوی ته زیان ورسوي.