اسلام اباد کې د طالبانو سفارت: د قانوني کډوالو د نیول کیدو په تړاو مو څار کمېټه جوړه کړه
په پاکستان کې د طالبانو سفارت وايي، د اسلام اباد دننه یې د هغو کډوالو لپاره د څار کمېټه جوړه کړې چې د اوسېدو اسنادو لري، خو بیا یې هم پولیس نیسي. له دې سره هممهاله نن هم اسلام اباد کې پولیسو د افغانانو پر کورونو چاپې اچولې، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ځینې کسان نیولي دي.
د طالبانو سفارت په خبرتیا کې راغلي چې دغه کمېټه د دوی د سفارت او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په ګډه همکارۍ جوړه شوې، چې د قانوني افغان کډوالو ستونزو ته رسیده ګي وکړي.
د طالبانو سفارت ویلي له دې لارې به د پاکستاني پولیسو له لوري د اسنادي افغان کډوالو د ځورونې او نیونې مخه ونیسي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، هغه کډوال چې د ACC او PoR کارتونه لري، د استوګنې ویزه لري یا قانوني پناه غوښتونکي دي، د امنیتي ادارو د ناوړه چلند یا سرغړونې په اړه هر وخت له دوی سره خپل شکایتونه ثبتولی شي.
د (مرغومې ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته د اسلام اباد له بهار کهو سیمې په یوې راستول شوې ویډیو کې ښکاري چې پولیسو څو افغان ښځې او ماشومان تر نیول کیدو وروسته په یوه لوی باري موټر کې روان کړي دي.
د جمهوري نظام تر پرځیدو وروسته ګڼ شمېر افغان کډوال چې د طالبانو له ګواښ سره مخ و، اسلام اباد ته کډه شول. خو له هغه راهیسې پر اسلام اباد سربېره په کراچۍ او نورو ښارونو کې د پولیسو له لوري د کډوالو د ځورولو رپوټونه هم زیات شوي.
د تېر کال اکټوبر کې افغان کډوالو ته د وتلو لپاره د یوې میاشتې وخت ور کولو پسې له اسنادو پرته کډوالو سربېره د اسنادي کډوالو د نیولو لړۍ هم پیل شوه.
که څه هم دغه لړۍ وروسته ودرېده، خو د افغان کډوالو نیول کیدو په تېرو څو ورځو کې بیا زور اخیستی دی.
ور سره د پاکستان کورنیو چارو وزارت لا هم د زرګونه افغان کډوالو د ویزو د تمدید پروسه په ټپه ودرولې ده.
یو شمېر افغان سیاستوال په دې باور دي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې ښکاري او د افغان کډوالو په نیولو سره اسلام اباد پر دې ډله فشار اچول غواړي.