د ډیورنډ کرښې په هکله د تاریخي سندونو په نوم افواهات

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

په دغه لیکنه کې دریو مسایلو ته ځواب ویل شوی؛ د ډیورند فرضې کرښې په هکله بحث او نظر ولې ډیورند فرضې کرښه په دې ورځو کې بیا مطرح کیږي؟ د ننګرهار د والي په حیث ولې تورخم ته تللی وم او اصلي مساله څه وه؟

د ډیورند فرضې کرښې په هکله بحث او نظر:

په حقوقي او قانوني لحاظ، افواهات، تاویلې او ما ویلې او د هیئتونو ترمنځ کتنې هیڅ وخت تاریخي سند کیدلی نه شي.

تاریخي سند هغه دی چې مشروعو حاکمانو د روښانه پروسې له لارې له زور او جبر پرته امضا کړی وي.

ډیر داسې سندونه هم شته چې د یو هیواد وروستیو حاکمانو د پخوانيو حاکمانو پریکړې او سندونه لغو کړي دي ځکه هغه سندونه د هغه هیواد له ګټو سره په تضاد کې وو.

د ویانا د ۱۹۶۹ کنوانسیون پر اساس، هر یو قرارداد تر خاصو شرایطو لاندې لغو کیدلی شي. یومهم دلیل یې غیر عالادنه توب، جبر او زور دی.

د تاریخي سندونو د لغو کیدو بیلګې د بشریت په تاریخ کې زیاتې دي. جرمنیانو له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د ۱۹۳۹زکال د سپتمبر په لومړۍ نیټه د ورسای تړون لغو اعلان کړ ځکه له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته دغه تړون پر جرمنیانو په زوره منل شوی و. په هغه تړون کې پر جرمنیانو سخت شرایط لکه د پوځ محدودیت، ځمکنۍ بایلنې او د جګړې زیانونو تاوان ورکول منل شوي و. د ګندمک او د ډیورند معاهدو لغو کول هم په هغو سندونو کې راځي، چې د افغانستان حکومتونو، اکثریت ولس او هم د لرې پښتونخوا ولسونو پرې اعتراض درلود او نه یې مني.

د پاکستان له جوړیدو وروسته د افغانستان هیڅ حکومت که هغه شوروي پلوه و، که امریکا یا غرب پلوه و او یا لکه مجاهدین او طالبان پاکستان پلوه وو، د ډیورند فرضې کرښه یې په رسمیت نه ده پيژندلې. په دې هکله د فیسبوک تاویلې وما ویلې او یا د یو څو کسو خبرې او نظر سند کیدلی نه شي.

لومړی ډیورند سند په زور منل شوی او د ولس اراده پکې شریکه نه وه. په دې بحث هم نه کوو چې ایا امیر عبدالرحمن خان دا سند امضا کړی او که نه دی ځکه د هغه امضا د ډیورند په سند کې نشته.

بل دا چې په حقوقي مسایلو کې دوه منل شوې اصطلاح ګانې دي چې یو ته ډیفکتو De facto او بل ته دیجور De jure وایي. دیفکتو دا معنا لري چې ته د یو چا پر کور یا ځمکه قبصه لرې، هلته موجود یې خو دیجور یا حقوقي بڼه نه لرې ځکه ته د دغې ځمکې او کور مالک نه یې او دا ځمکه تا په زور نیولې ده. یا یو څوک کور چاته په کرایه ورکوي خو کرایه دار بیا وایي چې زه د کور قبضه لرم نو دا کور زما شو. دا کور د کرایه دار نه دی بلکې د هغه چا دی چې حقوقي مالکیت لري.

د ډیورند فرضې کرښه، تورخم، چمن، غلام خان او نوربندرونه ډیفکتو شتون لري خو د افغانانو لپاره دیجور یا حقوقي ارزښت نه لري ځکه د افغانستان حکومتونو دغه کرښه په رسمیت نه ده پیژندلې. اغزن تارونه، د برلین غوندې دیوالونه یا د اسراییل غوندې له غزې سره دیوال جوړونه د دې معنا نه لري چې دغه خاوره دې د یو چا ملکیت شي ځکه دلته د زور مساله ده نه د خوښې او اختیار.

دا مهمه نه ده چې نړیوال ډیورند کرښه مني او که نه ځکه د شخړې خواوې افغانستان او پاکستان دي. د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ پر دغه کرښه توافق لا نشته دی. ډیرې شخړې په پیړیو موجودې وي خو تر څو چې دواړې خواوې په خپلو منځو کې د یو منل شوي میکانیزم له لارې توافق ونه کړي، هغه شخړه لاینحله پاتې وي. د ډیوریند فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې شخړې په توګه لاینحله پرته ده. پاکستان همداسې ادعا د کشمیر په هکله له هندوستان سره لري.

خلاصه د ډیورند کرښې په هکله تاریخپوه پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ او د سیاسي علومو استادانو لکه روستار تره کي او نوروهم ډیرې لیکنې کړې دي چې دا کرښه د افغانانو لپاره حقوقي حیثیت نه لري. د ډیورند کرښه د افغانستان د یو قوم، سمت او ژبې مساله نه ده بلکې دا ملي مساله ده او د افغانستان ملت به پر دې مساله نهایي پریکړه کوي. دلته خبره د افغانانو ده نه د هغه کسانو چې افغانستان او د افغان کلمه نه مني.

که بحث دا وي چې دا شخړه څنګه حل شي، دا سمه ده ځکه دا شخړه د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ګټه نه ده خو ( لویه خو) دا شخړه هغه وخت حل کیدلی شي چې په افغانستان کې قوي او ولسواکه حکومت حاکم وي او د یوې روښانه پروسې له لارې پر در مساله بحثونه وشي او د حل لار ورته پیدا شي. د حل لار هم په یوه مرحله کې نه شي پیدا کیدلی بلکې په څو مرحلو کې پیدا کیدلی شي.

زما په اند په لومړۍ مرحله کې دا مهمه ده چې په افغانستان کې ثبات رامنځته شي او د ثبات په نتیجه کې قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام موجود شي.

دویمه مرحله کې پاکستان په خپله پالیسې کې تغییر راوړي چې غیر دولتې مسلحې ډلې به د بهرنۍ پالیسي یا ستراتیژیک عمق د پالیسې پر اساس د افغانستان پر ضد نه کاروي څو اعتماد جوړونه رامنځته شي.

په درېیمه مرحله کې، د ډیورند کرښې په امتداد کې اقتصادي فرصتونه، ازاد تګ او راتګ رامنځته شي چې د خلکواقتصاد ښه شي لکه اروپا چې بیا د سرحد اهمیت راټیت شي. کله چې دا سیمې په اقتصادي لحاظ وتړل شوې نو بیا بحث کیدلې شي.

څلورم، د ډیورند فرضې کرښې په امتداد کې د حل لپاره له خپل وخت او زمان سره داسې یو قوي مشر لکه محمد موسی شفیق ته اړتیا ده چې د هلمند د اوبو مساله یې د ایران سره حل کړه. هغه وخت په موسی شفیق ډیر اعتراضونه چپیانو کول خو نن هغه تړون بهترین تړون و. زما په اند، داسې یو تړون له پاکستان سره هم په اوږده مهال کې په کار دی.

ولې مرحله یي حل ته اړتیا؟ ځکه ځینې دا فکر کوي چې که ډیورند کرښه له پاکستان سره ومنل شي نو د پاکستان دښمني به له افغانستان سره ختمه شي. دا ځوانان د مسایلو له عمق نه خبر نه دي. د ډاکتر اشرف غني له جمهور رئيس کیدو نه د مخه یو ځل د افغانستان، پاکستان او هند تر منځ غیر رسمي، ټرک ټو Track-II مجلس په لوړه کچه‌ په استانبول کې و چې په دغه مجلس کې علي احمد جلالي، امرالله صالح، ډاکترعمر زاخیلوال، احسان ضیا، شکریه بارکزۍ او ما برخه درلوده. لست مې ټول په یاد نه دی خو یاد داشتونو کې یې لرم چې یو کس دوه نور هم وو.

هندیانو دا مساله مطرح کړه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اختلاف په څه کې دی؟

ما ورته وویل چې درې مسالې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ثبات لپاره مهمې دي چې یوه یې د ډیورند مساله ده، دویمه یې مرکزي او جنوبي اسیا ته د تجارتي مالونو د تګ او راتګ مساله ده او بله د اوبو مساله ده. دا دریواړه مسایل ترهغه پورې حل کیدلی نشي چې په افغانستان کې ثبات، قانونمند او مشروع حکومت نه وي. کله چې ثبات رامنځته شي، بیا یو قانوني، ولسواکه او باثباته حکومت کولی شي چې د یوې روښانه او شفافې پروسې له لارې له پاکستان سره د دغو مسایلو په هکله توافق ته ورسیږي.

دا چې پاکستان ولې په افغانستان کې د بې ثباتۍ پلوی دی او د حکومتونو مخالفې ډلې تقویه کوي، په دې موږ هم نه پوهیږو ځکه که دوی د دغو دریواړو مسایلو حل کول غواړي نو باید په افغانستان کې لومړی ثبات او بیا قانونمند، مشروع او ولسواکه حکومت شتون ولري ځکه دا مسایل د ضعیفه حکومتونو او یو څو اشخاصو او سیاسي ډلو له خوا نشي حل کیدلی. خو داسې ښکاري چې پاکستان غواړي د انګریزانو د سیاست غوندې د افغانستان د بهرنۍ پالیسې کنترول په لاس کې ولري. که افغانستان له نړۍ سره روابط ساتي، هم باید د اسلام اباد د لارې وي او که نړۍ غواړي چې د افغانستان سره روابط وساتي، هغه هم باید د اسلام اباد د لارې وي او دا ډول پالیسي د افغانستان هیڅ حکومت ته قابل د قبول نه ده.

د ځینو ځوانانو دا فکر، چې د ډیورند مسالې په منلو سره به هر څه له پاکستان سره حل شي، سم نه دی.هیڅ یو حکومت له پاکستان سره دا نه شي منلی چې داخلي ازادي به لري او بهرني روابط او اقتصادي فعالیتونه به د اسلام اباد له لارې تر سره کوي.

یو مثال تاسې ته راوړم. د دیپلومات رسنۍ په قول، په ۲۰۲۳زکال کې هند پاکستان ته ۶۲۷ میلیونه ډالره صادرات درلودل. همداشان د امریکا متحده ایالاتو د سولې انستیتوت د تحقیق پر اساس، پاکستان په ۲۰۲۳زکال کې ۱.۲ میلیارده ډالره صادرات هند ته درلودل خو پاکستان د واګه بندر له لارې د افغانستان تجارت ته اجازه نه ورکوي او هم هند ته اجازه نه ورکوي چې د دغه بندر له لارې افغانستان ته صادرات ولري. هند او پاکستان په خپلو کې تجارت لري خو افغانستان ته اجازه نه ورکوي چې په دې لار تجارت ولري. دا ولې ځکه چې پاکستان غواړي د افغانستان اقتصادي او سیاسي کنترول په لاس کې ولري او دا د منلو وړ نه ده.

که دا بحث وکړو چې افغانستان د ډیورند کرښې قرباني دی نو په دې پنځو لسیزو کې په میلیونونو افغانان شهیدان، بېکوره او مهاجر شول او افغانستان په هر لحاظ وروسته پاتې شو او دا لړۍ لا اوس هم روانه ده نو هیڅ یو عاقل او بالغ انسان، حکومت او حاکمه ډله به دا کرښه په رسمیت ونه پيژني ځکه له دومره قربانیو وروسته د دې کرښې پیژندل د املوکو په تول د فیسبوک د یو څو کسو په خوله هیڅکله تر سره کیدلی او خرڅیدلی نه شي.

د ډیورند کرښې په هکله بحثونه ولې بیا راپارېدلي دي؟

لومړی، پاکستان د انګریزانو د پالیسي په اساس چې تفرقه واچوه او حکومت وکړه، غواړي د افراطیت د مخنیوي په نوم له ځینو هیوادونو نه د تیرو پنځو لسیزو په شان نوې پروژې تر لاسه کړي. پخوانۍ پروژې د افراطیت د تقویه کولو او هم د افراطیت د ځپلو پروژې وې چې ټولې مستندې شوې او کتابونه پرې لیکل شویدي. یعنې پاکستان د افغانستان په ورانولو او جوړولو کې ګټه کړې ده.

خو د تیرو پنځو لسیزو تجربو پر اساس، پاکستان په نړۍ او سیمه کې د پخوا په شان ستراتیژيک دوستان نه لري. له پاکستان سره د ټولو هیوادونو روابط د راکړې ورکړې په اساس دي چې په خاصو شرایطو کې د پاکستان سره مرسته کوي خو دا شرایط د پخوا په څیر نه دي چې امریکا، غرب، چین او عربو سل په سلو کې ټولې پروژې د پاکستان له لارې عملي کولې. هر هیواد که له افغانستان سره کومه پریکړه کوي، یا مثبت او منفی تعامل لکه طالبان یې چې اوس لري، دغه هېوادونه یې له اسلام اباد نه مستقل تر سره کوي. نړۍ او د سیمې هیوادونه مجبور نه دي چې د پخوا په شان هر څه د اسلام اباد له لارې تر سره کړي.

دویم، پاکستان د جنرال ضیاءالحق له وخت نه د افراطي ډلو د جوړولو او کنترول لپاره د بیلابیلو ډلو ایجادول پیل کړل او ضیاء الحق دا تجربه په ۱۹۷۰زکال، په اردن کې د فلسطینیانو د ټکولو په وخت کې چې د تور سپتمبر جګړې(Black September Conflict) په نوم یادیږي، تر لاسه کړې وه. ضیا الحق د فلسطینیانو د ټکولو په جګړه کې د رول په لوبولو سره مشهور او له عربو سره یې روابط جوړ او د پاکستان مشرتوبیې تر لاسه کړ. ضیا الحق د مجاهدینو اووه ګونې او درېګونې ډلې جوړې او یو په بل وټکولې.

درېیم، پاکستان اوس هم د طالبانو په منځ کې ډلې،‌ ګروپونه او اشخاص لري. پاکستان افراطیان په ښو او بدو ویشي. زما په اند د پاکستان نوې لوبه دا ده چې تاجکستان،‌ ازبکستان، چین او روسې ته قناعت ورکړي چې پاکستان به هغه افراطي ډلې چې د دوی د حکومتونو په ضد لکه حزب تحریر، د شرقي اسلامي ترکستان ډله، د ازبکستان اسلامي تحریک او داعش دي، وټکوي او په عوض کې په افغانستان کې د پاکستان رول ومني؛ لکه څنګه یې چې امریکا ته د طالبانو په راتګ سره قناعت ورکړ چې طالبان د امریکا ګټې په ښه توګه خوندي کولی شي.

د دغې نوې پروژې د پلیتابه لپاره، پاکستان په سیمه ییزه او نړیواله کچه سیاسي او اقتصادي ملاتړ، افغاني سیاسي ډلو او په خلکو کې د انګیزې ایجادولو ته اړتیا لري. د ضیاءالحق د پالیسۍ له مخې، د پاکستان استخبارات غواړي افغانان سره وویشي او له اصلي مسایلونه (چې افغانستان د نیابتي جګړو مرکز نه شي، په افغانستان کې مشروع، ولسواکه او قانونمند حکومت رامنځته شي چې ملي او نړیوال مشروعیت پیدا کړي څو، افغانان نور د جنګونو قرباني نه شي) توجه بلې خواته واړوي.

څلورم، په تیرو پنځو لسیزو کې پاکستان په افغانستان کې قومي، سمتي، ژبني او مذهبي اختلافونو ته زیاته لمن ووهله او د همدغه اختلاف له لارې یې خپلې پروژې عملي کړې. طالبان یې اول په دې نوم تقویه کړل چې د جمهور ریيس کرزي حکومت د شمالي ټلوالې په لاس کې دی او پښتانه په حکومت کې برخه نه لري نو طالبان ځکه د حکومت په وړاندې جنګیږي. د یو شمیر افراطي پښتنو د پاکستان دغه سندره چې ځینې یې اوس هم د طالبانو د حمایت په پلمه زمزمه کوي، سمه نه وه. ډیرې مهمې څوکۍ د جمهور ریيس کرزي او هم د جمهور ریيس محمد اشرف غني په دور کې له پښتنو سره وې. که پنځو تاجکو، ازبیکو، هزاره وو فساد کړې وي، یا له خپل قدرت نه سوء استفاده کړې وي، همداسې پنځو پښتنو هم دا کارونهکړي دي. د جمهور ریيس کرزي او جمهور ریيس محمد اشرف غني په شمول، زیاتو پښتنو هم د پښتون له ادرسه څوکۍ تر لاسه کړې دي لکه څنګه چې نورو قومونو د خپلو قومونو په نوم څوکۍ تر لاسه کړې وې. نه د تاجکو مشرانو او نه د ازبیک او هزاره وو مشرانو او نه د پښتنو مشرانو خپلو قومونو ته څه کړیدي بلکې هرچا تر خپله وسه د قوم په نوم امتیاز اخستی دی. حتا لیکوالانو او مدني فعالانو هم د قومونو په نوم سهم اخستی او فساد کړی دی. ځینو به بیا دا مثال راوړ، چې پښتانه په حکومت کې صلاحیت نه لري، یا محافظه کار دي او داسې نور بیهوده دلایل.

وروسته پاکستان دا انګیزه خپره کړه چې د افغانستان حکومت د امریکا لاسپوڅی او د طالبانو جنګ د بهرني اشغال پر وړاندې دی. د بهرنیانو په ضد یې تبلیغاتي انګیزه دومره قوي کړله چې د افغانستان د حکومتونو مشرانو، سیاسیونو، وکیلانو، لیکوالانو، رسنیو او مدني فعالانو همدا د پاکستان سندرې زمزمه کولې چې باالاخره جمهوریت سقوط شو. (د دغه بحث په هکله به مستند تفصیل زما په کتاب کې چې د لاس لاندې دی وړاندې شي.)

طالبانو په زرګونو افغانان چې زیات یې د افغانستان کدرونه وو، په دې نامه ووژل چې دوی له اشغالګرو سره مرسته کوي حال دا چې پخپله یې له اشغالګرو سره تماسونه درلودل او اوس یې هم لري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، عباس ستانکزي پرون په ډیر قهقرا سره وویل چې دوی له امریکا سره دوستي ته حاضر دي. دوی خو ویل چې له کافرو او یهودو سره دوستي حرامه ده او په دې نامه به یې انتحارونه، انفجار او وژل کول. ایا اسلام بدل شوی او که دوی له اسلام نه اوښتي دي؟

په هر حال، پنځم، کله چې پاکستان په دې پوه شو چې بهرنیان له افغانستان نه وځي او طالبان قدرت نیسي نو لومړی یې د پاکستان د اوسني خاص استازي، صادق خان په مرسته کوښښ وکړ چې د طالبانو او غیر پښتنو مشرانو ترمنځ جوړ جاړی او روابط ایجاد کړي. صادق خان، مزار، هرات او کابل کې له غیر پښتنو مشرانو سره مسلسل مجالس درلودل او حتا له احمد مسعود سره یې، چې هغه وخت لا هیڅ مطرح نه و او نه یې کومه دولتي د نده او یا سیاسي مشرتوب درلود، هغه په کور کې ولیدل‌ ځکه دوی اوږده او ثابته ستراتیژي درلوده. د همدغو پټو تماسونو او د امریکا له خوا سیاسي مشرانو ته د دانې ورکولو له امله د دوحې خبرې ناکامې شوې او طالبانو بیا قدرت ونیوه. البته د سقوط نور داخلي دلایل هم شته چې هغه د ښې حکومتولې خرابوالی او د قانون نه تطبیق و.

شپږم، طالبانو په لومړي سر کې دا فکر وکړ چې دوی دنیا ماته کړې او کاذبه انګیزه یې خپلو جنګیالیو ته ورکړه. طالبانو د تیر دور له تېروتنو او د پاکستان له دوه مخیو کړنو او پالیسیو عبرت وانخست. د دې لپاره چې پاکستان طالبان بدنامه کړي، لومړی یې دا هڅه وکړه چې طالبان افغانانو ته داسې معرفي کړي چې دوی د پاکستان په مرسته قدرت ونیوه؛ طالبان د پاکستان لاسپوڅي دي. په سرینا کې د فیض حمید د پيالې اوچتول او کابل ته د مولانا فضل رحمن او ملا تقي سفرونه او د پلاویو تګ او راتګ یې زیات کړ.

دې کې هیڅ شک نشته چې طالبانو د پاکستان په حمایت او زور قدرت ونیوه خو د دې تر څنګ له ډیرو طالبانو سره د پاکستان پر ضد روحیه هم موجود وه ځکه د طالبانو ډیر مشران په پاکستان کې وژل شوي، بندیان شوي او بې عزته شوي دي.

شپږم، پاکستاني ملایانو د طالبانو مشرانو ته داسې مشورې ورکړې چې تاسې په دنیا کې یوازیني کسان یاست چې اسلامي نظام مو قایم کړ. ټول بشري او انساني ارزښتونه د اسلام خلاف دي او جمهوریت د افغانستان لپاره زهر و. د طالبانو نا معلومه مشر ملا هبت الله هم د همدوی په مشورو داسې کړنې او فرمانونه صادر کړل چې طالبانو خپل اعتبار په ملي‌ او نړیواله کچه له لاسه ورکړ. لکه څنګه چې پاکستان نه غوښتل مجاهدین د شوروي اتحاد له یرغل وروسته قوي حکومت جوړ کړي، همدا لوبه یې له طالبانو سره بیا وکړه. له بده مرغه افغانان د خپلو کمزوریو له امله همیشه له یوې سوړې نه څو څو ځله چیچل شویدي.

اووم، په اوس وخت کې دا واضح حقیقت دی چې د پاکستان پوځ او حکومت د تیرو پالیسیو له امله له سختو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دي، نو پاکستان غواړي چې د سیمې او نړۍ هیوادونه بیا په ځان ورمات او د افراطيت د ټکولو په نوم، حمایت او پروژې تر لاسه کړي.

زما په اند، د طالبانو حکومت په اوسني شکل دوام نشي کولی، نو پاکستان بیا غواړي چې په زوړ رباب نوي تارونه وغځوي او پخواني جهادي قوماندانان تقویه کړي. دا چې ولس له طالبانو نه په تنګ راغلی خو ولس له پخوانيو جهادي قوماندانانو او اکثره سیاسیونو نه هم ښې خاطرې نه لري، نو پاکستان اوس بلې نوې ستراتیژۍ ته اړتیا لري.

اتم، د هرې پروژې د پلي کولو لپاره اکټران، انګیزه او ولسي حمایت مهم دی. دا چې پخوانې اکټران او قوماندانان د ولس په منځ کې حمایت نه لري نو د دوی لپاره د نوې انګیزې ایجادول مهم دي. که څه هم د پاکستان له ایجاد نه وروسته د افغانستان هیڅ یو حکومت، حتا د طالبانو او مجاهدینو په شمول چې پاکستان رامنځته کړل، د ډیورند فرضې کرښه په رسمیت نه ده پيژندلې خو پاکستان ته د تفرقه واچوه او نفوذ په سیمه کې زیات کړه، نوې انګیزې لپاره د ډیورند فرضې کرښې مسالې مطرح کول مهم دي.

نهم، ولې دا مساله مهمه ده ځکه پاکستان غواړي چې د طالبانو پر ضد د غیرپښتنو سیاسي مشرانو، ډلو او د مقاومت په نوم حرکتونو حمایت تر لاسه او هغوی استخدام کړي. د دې لپاره چې د غیر پښتنو په منځ کې دغو مشرانو ته انګیزه ایجاد کړي نو د ډیورند فرضې کرښې مطرح کول ښه انګیزه ایجادولی شي.

پاکستان ځینو غیر پښتنو ته داسې وانمود کوي چې پاکستان د افغانستان له نورو قومونو سره ستونزه نه لري او د پاکستان ستونزه یوازې له پښتنو سره د ډیورند د فرضې کرښې د نه منلو په اساس ده. دا چې د افغانستان ټول مشران، له استاد رباني او حبیب الله کلکاني پرته پښتنانه وو، نو دا هغوی وو چې له پاکستان سره یې اختلاف درلود نو ځکه پاکستان د تیرو حکومتونو په ضد اسلامي ډلې تقویه کولې. که افغانستان د ډیورند کرښه په رسمیت وپیژني نو پاکستان له افغانستان سره هیڅ ستونزه نه لري.

پاکستان ځینو غیر پښتنو ته دا هم وایي که افغانان لوی افغانستان غواړي نو بیا تاسې هم لوی خراسان او لوی هزارستان جوړولی شئ.

پاکستان غیر پښتنو ته دا هم وایي چې د ډیورند کرښې مساله د ټولو افغانانو مساله نه ده بلکې دا یوازې د فرضې کرښې دواړو غاړو د پښتنو له خوا مطرح کیږي نو که افغانستان د ډیورند کرښه په رسمیت وپيژني، افغانستان کې به جنګ ختم او افغانستان به ګل و ګلزار شي.

پاکستان د غیر پښتنو، په خاصه توګه د تاجکو او ازبکو ځینو سیاسي او مدني فعالانو په منځ کې دا مساله زیاته مطرح کوي او وایي چې تاسې د ډیورند د فرضې کرښې د نه منلو له امله قرباني شوي یاست. همدا علت دی چې ځینې دوه مخي سیاسیون، اپرچونستان، رسنۍ او مدني فعالان وایي چې د دوی لپاره ډیورند کرښه مهمه نه ده او دا رسمي سرحد دی او دوی له پاکستان سره هیڅ مشکل نه لري.

د پاکستان نوی خاص استازی، صادق خان د همدې پروژې لپاره بیا مؤظف شوی دی. په لومړي ځل چې صادق خان خاص استازی و، هغه وخت یې له پاکستان سره د غیر پښتنو مشرانو اړیکې جوړې کړې او د جمهوریت د سقوط په وخت کې تاسې ولیدل چې ټول صحیح سلامت پاکستان ته انتقال شول.

لسم، اوس پاکستان بیا دا مساله رامنځته کړې چې د غیر پښتنو مشرانو لپاره انګیزه جوړه کړي چې که تاسي د ډیورند کرښه ومنئ نو دوی به له طالبانو سره د همه شموله حکومت په نوم په قدرت کې شریک کړي او یا به د جنګ له لارې دوی ته قدرت بیا وسپاري.

یوولسم، دا چې پاکستان به په دې برخه کې بریالی کیږي یا نه هغه جدا بحث دی ځکه په تیرو پنځوسو کلونو کې پاکستان د افراطیت د رامنځته کولو او ځپلو په اساس ډیرې پروژې واخستې او خپل اقتصاد یې پرې تقویه کړ، خو د پاکستان دوه مخی سیاست نړۍ ته او په خاصه توګه امریکا ته اوس معلوم دی. زما په اند، فکر نه کوم چې پاکستان په اوس وخت کې د هیڅ یو هیواد با اعتماده او با اعتباره ستراتیژیک دوست وي.

دوولسم، د پورته دلایلو په اساس، پاکستان غواړي نوې انګیزه او نوې پروژه تر لاسه کړي او د ډیورند فرضي کرښې مطرح کول د افغانانو د نفاق او د دوی د پروژې د عملي کولو لپاره ښه سوژه ده.

له بده مرغه، پاکستان غواړي د افغانانو په منځ کې له دوه مخو سیاسي څیرو سره چې کلونه د پاکستان له خوا تقویه شوي، بیا معامله وکړي. له تیر یوه کال راپه دیخوا پخواني جهادي قوماندانان پاکستان ته تګ او راتګ کوي او هغوی ته بیا د فعالیت زمینه مساعدوي.

د دغو پټو خبرو بوی اوس رسنیو ته هم راووت او د مؤثقو منابعو له قوله، پاکستان دغو قوماندانانو ته د چترال، نورستان او بدخشان له لارې د نظامي فعالیت زمینې مساعدولو وعده هم کړې ده خو دا چې دا قوماندانان د پخوا په څیر نفوذ نه لري، نو د دوی د نفوذ او ملاتړ د زیاتیدو لپاره یې د ډیورند کرښې مساله بیا رامنځته کړې ده او طالبانو باندې فشار راوړي چې یا د پاکستان هر څه ومني او د دوی لاسپوڅو ته په حکومت کې ځای ورکړي او یا طالبان بل جنګ تیارې ونیسي. دا دواړه مسایل د افغانانو په ګټه نه دي.

دیارلسم، څه پکار دي؟. زما په اند، اول، د افغانستان ټول سیاسیون باید په خاصو مسایلو لکه ډیورند کرښې، د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او نورو ملي ارزښتونو په هکله واحد نظر رامځته کړي. د هر سیاسي جریان مشر که غواړي چې ملي سیاست وکړي، اول باید ورته د افغانستان یووالی،‌ ګټې او ځمکنۍ بشپړتیا لومړیتوب ولري. د خپلو غړو متنارع فیه مسایل لکه ډیورند مساله په کلکه رد او حتا داسې افراد او اشخاص له خپلو حرکتونو نه وکاږي او په واضح ووایي چې دوی د دوی په حرکت کې غړیتوب نه لري او د دوی له څرګندونو سره مخالف دي.

په دویم قدم کې، د یو پراخه چتر د رامنځته کیدو لپاره په خاصوټکو باندې ملي توافق رامنځته شي. د دغه توافق د ایجاد لپاره افغانان باید د بهرنیانو مرستو ته په طمع ونه اوسي چې هغوی به دوی راټول او حمایت به یې وکړي. دا کار افغانان بې له هیڅ مرستې او مادي امکاناتو تر سره کولی شي. د ملي چتر د رامځته کیدو لپاره د پروژو اخستلو اړتیا نشته.

درېیم، طالبان هم باید پوه شي چې د دوی حاکمیت په دې ډول دوام نه شي کولی او انجام یې بیا داخلي او نیابتي جګړې دي. دوی باید د یوه بین الافغاني ډیالوګ لپاره زمینه مساعده کړي څو افرادو ته له امتیاز ورکولو پرته، د نظام د مشروعیت لپاره د ولس په خوښه زمینه مساعده کړي. کله چې ولسي مشروعیت رامنځته شو، نړیوال مشروعیت پخپله رامنځته کیږي.

په نهایت کې دوه لارې دي چې یا به د قانوني ولسواکه نظام لپاره زمینه مساعدیږي او یا به افغانستان بیا د نیابتي جګړو میدان ګرځي. دا جګړې د چا په خوښه نه پيل کیږي او د سیمې او نړۍ رقابتونه دا جګړې پخپله رامنځته کوي.

د ننګرهار د والي په حیث ولې تورخم ته تللی وم او اصلي مساله څه وه؟

شاه محمود میاخېل په تورخم کې د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان سره په تورخم کې
شاه محمود میاخېل په تورخم کې د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان سره په تورخم کې

په سیاسي ژوند او دندو کې هر کس مخالفان او پلویان لري. ننګرهار ولایت د افغانستان له مهمو ولایتونو دی او هلته د پاکستان، ایران او هند درې کونسلګرۍ دي. دغه کونسلګرۍ د ویزو ورکولو تر څنګ د جاسوسي مرکزونه هم وو او د مشرقي په سیمه کې یې نفوذ درلود. اکثره والیانوله دغو کونسلګریو سره یو جوړجاړی درلود او زه د خپل یونیم کلن ماموریت په وخت کې یوې کونسلګرۍ ته نه لاړم او نه مې له دغو کونسلګریو نه د ویزو، سکالرشیپونو او یا نورو مرستو وغوښتنه کړې ده.

کله چې ننګرهار کې والي شوم، د ننګرهار وضعیت داسې خراب و چې حتا د جلال اباد ښار د سقوط احتمال هم و او د ننګرهار په پوهنتون کې د داعش او طالبانو بیرغونه جګیدل. د ننګرهار په اداره کې د تروریستي او سیمه ییزو هیوادونو د مداخلې تر څنګ د ادارې په داخل کې هم لوی چیلنجونه د سیمې وکیلانو، زورواکانو او متنقذینو ایجاد کړي وو او له هغه ننګرهار نه چې د علم او فرهنګ زانګو وه، د زوراکۍ، د افراطي فکر د رشد، فساد، قاچاق او نورو راپورونه خپریدل.

د ننګرهار د امنیتي او ملکي ادارو د همغږۍ او د ولسونو د حمایت په نتیجه کې مو د ننګرهار له ۲۲ ولسوالیو نه د طالب او داعش او نورو افراطي ډلو لمن ټوله کړه او ننګرهار بیرته د ثبات په خوا روان شو. پاکستانۍ کلدارې له څو لسیزو وروسته بندې او افغانۍ رواج شوې. د غازي امان الله خان، پادشاه خان، قصر او د سپين جومات ودانیو او تقریبا ۱۱ سوه لویو او وړو پروژو جوړول پيل شول چې زیاتې دا پروژې تکمیل هم شوې.

البته دا طبعیي ده چې د هر چا د ماموریت په دوره کې ستونزې هم وي او دا د دې معنا نه لري چې سل په سلو کې هر څه مو سم کړل بلکې د سمولو په طرف مو مثبت قدمونه کېښودل او د همدغه ثبات له امله، ننګرهار له اخري ولایتونو وو چې سقوط شو. البته کله چې یو مامور دومره کارونه تر سره کوي، که په زرګونو پلویان ولري نو یو څو مخالفین هم لري.

تورخم ته زما د تګ په هکله ما په خپل کتاب کې او هم هغه مهال او وروسته په کراتو وضاحت ورکړی خو ځینې بیا د پاکستان او د ځینومخالفو حلقو د تبلیغاتو په اساس تورخم ته زما تګ داسې مطرح کوي چې ګوندې زه د تورخم دروازې د افتتاح لپاره ورغلیی وم او د ډیورند کرښه مو په رسیمت وپیژندله.

پاکستان پلوې او یا نا خبره حلقې همدا تګ د ډیورند فرضې کرښې د منلو د ثبتوت لپاره یو دلیل وړاندې کوي چې دا سمه نه ده.

اول تورخم، د ظاهرشاه له وخت نه راپه دیخوا لکه مخکې مې چې یادونه وکړه، دیفکټو موجود و او دواړو خواوو ته هره اونۍ په صفري نقطه کې د سرحدي قواو مجلسونه تر منځ تر سره کیدل چې سیمه ییزې ستونزې، د خلکو او موټرو او لاریو د تګ او راتګ مسایل حل کړي. د چارواکو تګ تورخم ته کومه نوې خبره نه وه. پخوا به ځینو والیانو د AF په موټرو کې پیښور ته هره اونۍ تګ او راتګ کاوه.

کله چې ننګرهار کې والي شوم نو یوه مهمه مساله په تورخم د لاریو تګ او راتګ و چې په زرګونو لارې دې خوا ولاړې وې ځکه د پاکستان له خوا به که د ورځې زر لارۍ راتللې نو د افغانستان له خوا به یې پنځه سوه لاریو ته د تګ اجازه ورکوله. دې مسالې د سیمې پر اقتصاد او د افغانستان پر صادراتو بد اغیز درلود او تورخم د دواړو خوا امنیتي مسوولینو او نورو ادارو لپاره لکه ګمرک، دفساد یوه لویه عایداتي منبع وه. د ملکانو، ترانسپورت، امنیتي ادارو، وکیلانو تر والیانو پورې د هرچا سهم معلوم و.

لومړۍ کار مې چې وکړ محلي ګروپونه که هغه د ملکانو وو، که د دوکاندارانو او ترانسپورتي شرکتونو وو لغو کړل او مسوولیت مو سرحدي قواوو ته وسپاره چې د تګ او راتګ سهولت برابر کړي. دویمه مساله مې دا مطرح کړه چې که د افغانستان له خوا پنځه سوه لاریو ته اجازه ورکوي نو د پاکستان له خوا هم باید پنځه سوه لاریو ته اجازه ورکړي. کله چې مو دا بندیز ولګاوه د تورخم هغه خوا دلاریو قطار تر جمرود پورې ورسید او د هغه خوا د تجارانو او لاریو د مالکانو اوازونه اوچت شول.

همغه و چې کله د پاکستان صدراعظم کابل ته سفر درلود نو د تورخم د لاریو د تګ او راتګ مساله چې زیات تاوان یې پاکستان خواته و ځکه د هغوی لارۍ مرکزي اسیا ته په خپل وخت نه شوای رسیدای، مطرح کړې وه. په دغه مجلس کې چې په کابل کې شوی و، زه نه وم او کابل کې دا فیصله شوې وه چې تورخم او هم نورو بندرونو کې تګ او راتګ باید ۲۴ ساعته شي چې د لاریو بیروبار جوړ نه شي. د دغو مراسمو د افتتاح لپاره به د پاکستان صدراعظم او جمهور ریيس محمد اشرف غني هم راځي.
کله چې زه په پاکستان کې د افغانستان د سفیر عاطف مشعل له لارې خبر شوم او هغه جلال اباد ته راغی چې جمهور ریيس هم راځي، ما د جمهور ریيس د راتګ مخالفت وکړ او ملي امنیت سلاکار ډاکتر محب، د محلي ادارو ریيس متین بیګ او چارو ادارې مشر ډاکتر فضلي ته مې خبر ورکړ چې د جمهور ریيس راتګ ښه خبره نه ده ځکه مخالفان به له دغه راتګ نه د پروپاګند په توګه سوء استفاده وکړي نو دا د ترانسپورت مساله ده او د ترانسپورت وزیر دې راولیږي.

ډاکتر فضلي او متین بیګ له دې مسالې نه خبر نه وو او ډاکتر محب وویل چې پر دغه اړخ یې موږ فکر نه دی کړې نو دی به یې له جمهور ریيس سره مطرح کړي چې رانه شي. همغه و چې جمهور رییس تورخم ته رانغی او په عوض یې د ترانسپورت وزير، یما یاري راولیږه. د جمهور ریيس نه راتګ پخپله د پاکستان صدراعظم ته توهین و چې یو وزیر هلته لاړو. زه هم له وزیر سره د پروتوکول پر اساس تللی وم او کوم پټ او مخفي تګ نه و بلکې رسنۍ وې او موږ له تورخم نه دې خوا خبري کنفرانس ورکړ او حتا په خبرې کنفرانس کې مو د پاکستان له صدراعظم سره ګډون ونه کړ.

هلته د تورخم دروازه نه وه بلکې د پاکستان صدراعظم یو کلینک د افغانانو لپاره او هم د ترانسپورت ترمینل افتتاح کړ چې مونږ هم هلته ولاړ و.

پاکستان د بارډر لفظ استعمالوي او مونږ همیشه فرضي کرښه ځکه دا د اختلاف مساله ده.

اوله خبره دا ده چې دا تګ پټ او مخفی تګ نه و. نه کوم سند شته چې لیکل شوي وي او موږ ته هدایت د جمهور رییس له خوا راکړل شوې وي چې موږ د تورخم د دروازې د افتتاح لپاره هلته لاړ شو.

دویمه مساله دا ده چې د ترانسپورت وزیر له ما نه مخکې تلل و، خو هغه څوک نه یادوي او زما نوم دا ځینې ښکته پورته کوي او د تورخم عکس اچوي. لکه مخکې مې چې یادونه وکړه، افغانۍ رواج شوې، د داعش او طالبانو نفوذ په ننګرهار کې نهایت کم شو او د پاکستان ډیرې پروژې نه عملي کیدلې. پاکستان او د هغوي ډنډورچیان او مدني هاها ډلو غوښتل چې تورخم ته زما ورتګ او یا د کرونا د قرنطین مساله د تبلیغاتو وسیله وګرځوي او ما تر تاثیر لاندې راولي. دا ډول تبلیغاتو او پروپاګند په ما کوم تاثیر نه درلود او خپل کار ته مو دوام ورکاوه. په ننګرهار کې زه ۹ ځلې له مرګونو بریدونو بچ شولم.

درېیم، که خبره د تورخم د دروازې افتتاح وای نو خامخا به زما عکس العمل بل وای. خو بیا هم د یو والي او وزیر په تګ، د ډیورند د فرضې کرښې رسمیت پیژندنه ثبوت کیدلی نه شي او نه د ډیورند فرضې کرښې په رسمیت پیژندنه د والي او وزیر خو څه کوې، د جمهور ریيس صلاحیت هم نه دی. دا مساله د افغانستان د ولس ملي مساله ده او د افغانستان ولس به یې د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه حکومت په موجودیت کې د خبرو، د لویې جرګې یا منتخب پارلمان او ریفرنډم د پریکړو له لارې حل کوي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.