د ټېسټ سیالیو په درېیمه ورځ افغانستان له زمبابوې ۲۰۵ منډې مخکې دی

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبې درېیمه ورځ د ورښت له امله له وخت وړاندې پای ته ورسېده.

افغان لوبډله اوسمهال ۲۹۱ منډې لري، ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي او له سیالې لوبډلې د ۲۰۵ منډو مخکېوالی لري.
په نننۍ سیالۍ کې رحمت شاه ۱۳۹ منډې وکړې او اوټ شو خو بل توپوهونکی عصمت عالم په ۶۴ منډو له راشد خان سره ناسوځېدلی پاتې دی، چې د یکشنبې په ورځ به خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.
دا دویمه ټېسټ سیالي ده، چې د زمبابوې په کوربتوب ترسره کېږي.
تر دې وړاندې ټېسټ سیالۍ د پرله پسې ورښتونو له امله بې پایلې پای ته ورسېدې.