د افغانستان او زیمبابوې کرېکټ لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه د څلورمې ورځې لپاره هم روانه ده

د افغانستان او زیمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه د څلورمې ورځې لپاره هم دوام لري.؛ خو دغه لوبه د لوبغالي د لوندوالي له امله لږ په ځنډ سره پیل شوه.

دغه لوبه د زیمبابوې په کوربه‌توب په کووین سپورټ کلب لووبغالي کې پیل شوه.
تېره ورځ هم د افغانستان او زیمبابوې لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبې درېیمه ورځ د خپل ټاکلي وخت څخه تر ختمېدو وړاندې د باران له امله پای ته ورسېده.
افغان لوبډله تر دې دمه ۲۹۱ منډې کړې او ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي.
د افغان ملي لوبډلې ټولټال منډې ۲۰۵ ته ورسېدې.
رحمت شاه ۱۳۹ منډې وکړې او تېره ورځ یې خپله وېکټه له لاسه ورکړه.
د لوبو په پیلېدو سره به عصمت عالم په ۶۴ منډو له راشد خان سره لوبې ته دوام ورکړي.
دا دویمه ټېسټ سیالي ده، چې د زمبابوې په کوربه‌توب ترسره کېږي.

دغه لوبه د جنورۍ يه دویمه نېټه پیل شوې وه.
تر دې وړاندې هم لومړۍ ټېسټ لوبه د پرله پسې ورښتونو له امله بې پایلې پای ته ورسېدې.