په ۲۰۲۴ کال کې په هندي سینما کومو فلمونو پاچاهي وکړه؟

۲۰۲۴ کال د هند د فلمي صنعت لپاره د توقع خلاف کال و.

په داسې حال کې چې سږ کال په هندي سینما کې سلګونه فلمونه نندارې ته وړاندې شوي، خو په دغه فلمونو کې داسې فلمونه هم شته، چې د هندي سینما په تاریخ کې یې نوي ریکارډونه جوړ کړي دي.
د راپورونو له مخې، سږ کال د هند په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو دوبله شوي فلم ریکارډ جوړ کړ.
د کنړ فلمونو صنعت سربېره، د سویلي هند درې نورو فلمونو هم سږکال په هندي سینما کې خورا ښه فعالیت کړی او ښې پیسې یې ګټلي.
دا په زړه پورې ده چې یادونه وکړو چې په هند کې په ۲۰۲۴ کې د ۱۰ لوړ عاید لرونکو فلمونو څخه یوازې دوه یې هندي ژبې دي.
د راپور له مخې، د "ستري ۲" او "منجیا" پرته پاتې اته فلمونه په تامیل او ملیالم ژبو دي.
"ستري ۲"
په ۲۰۲۴ کې، 'ستري ۲' په هندي سینما کې د ریکارډ ګټلو لپاره ټول هندي فلمونه شاته پرېښودل.
په ۶۰ کروړه هندي روپو جوړ شوی دغه فلم له نندارې راهیسې د خپلې بودیجې ۹۴۵.۸۳ فیصده عاید ترلاسه کړی.
د راپورونو له مخې 'ستري ۲' تر دې دمه له خپرېدو وروسته له ۸۷۴ کروړه هندي روپیو څخه زیاتې پیسې ګټلي دي.
'هانومان'
راپورونه وایي، چې د خپور شوي لېست له مخې، په ۲۰۲۴ کې د تېلګو فلم صنعت کې ترټولو ډېر عاید لرونکی فلم "هانومان" و، چې د خپلې بودیجې څخه ۲۳۵ فیصده ډیر عاید یې ترلاسه کړی.
'لبر پانډو'
په تامل صنعت کې د ۲۰۲۴ کال تر ټولو ډېر عاید لرونکی فلم 'لبر پاندو' دی، چې د خپلې بودیجې څخه ۶۱۵ فیصده ډېر عاید لري.
دا فلم درې کروړه روپیو په لګښت جوړ شوی، چې د سپورتي ډرامې کټګورۍ څخه و، چې هریش کلیان په کې مرکزي رول لوبولی و او د لیدونکو له خوا خوښ شوی و.
د مالي ووډ تر ټولو بریالی فلم
'پریمالو' د مالیووډ یا ملیالم فلم صنعت کې د ۲۰۲۴ کال ترټولو ډېر عاید لرونکی فلم دی.
فلم په هندي سینما کې د خپلې بودیجې څخه ۷۴۵ فیصده ډېر عاید ترلاسه کړی.
د دغه فلم بودیجه ۹ کروړه روپۍ وه.