په اسلام اباد کې افغان کډوال وایي چې دا ځل پولیسو ښځې او ماشومان هم نیولي دي
نن یو ځلې بیا د اسلام اباد پولیسو د افغان کډوالو پر کورونو چپاو وروړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ګڼ هغه کډوال نیولي چې د ویزو وخت یې پای ته رسیدلی و.
دغه کډوال د ملګرو ملتونو په ادارو او بهرنیو سفارتونو نیوکې کوي، چې نه دي توانیدلي د دوی د خوندیتوب لپاره د پاکسنان پولیس له دغه زور زیاتي څخه په شا کړي.
ګڼو دغو افغانانو خبرداری ورکړ چې نور له ژونده زړه توري شوي او که حالت همدغه شان روان وي، دوی اړ دي چې ځان او کورنیو ته اور واچوي.
د احمد په مستعار نوم یو کډوال افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «موږ اسلام اباد ته د مستۍ او تفریح لپاره نه یو راغلي، موږ د خپلو بشري حقونو د خوندیتوب لپاره پناه راوړې او موږ په نړیوالې ټولنې دا حق لرو چې د بشري حقونو د منل شویو تګلارو په رڼا کې زموږ خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.»
سارا یوه بله افغانه مېرمن ده چې وایي:«موږ په تاریخ کې نه داسې لیدلي او نه اوریدلي چې د کډوالو سره دې څوک داسې چلند وکړي لکه نن یې چې پاکستاني پولیس له افغان کډوالو سره کوي.»
دغې مېرمن زیاته کړه چې په ټوله نړۍ په تېره بیا په اسلامي هېوادونو کې د ښځو او ماشومانو خیال او خاطر ته ډېره پاملرنه کیږي، خو نه پوهیږو چې ولې نن سبا له افغانانو سره له انسانیته لرې چلند کیږي.
تر ډېره نیول شوي کډوال هغه کسان دي چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې او دوی د نویو ویزو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي دي.
د نویو ویزو لپاره د غوښتنلیک له سپارلو سره سم دوی ته هغه شمېرې ورکول کیږي چې ثابتوي د دوی د ویزو چارې تر قانوني پړاونو لاندې دي؛ خو پولیس د دوی دغه اسناد نه مني او له نیولو وروسته یې تاڼو ته لیږدوي چې تر ډېره د جبري ایستلو سره هم مخامیږي.
په تېرو څو ورځو کې ټول نیول شوي کډوال چې لا یې کره شمېره نه ده روښانه، هغه کسان دي چې د امریکا سفارت سره د پي یو، پي دوه او ایس ای وي کیسونه لري او د دوی د کډوالۍ د منلو چارې هم له بشپړتیایي پړاوه تېرې شوې او دوی د سفر د نیټو په تمه پاتې دي.
د دغو نیول شویو کډوالو کورنۍ له یو این ایچ سي ار او امریکا له سفارته غوښتنه کوي چې د نیول شویو کسانو په خوشې کولو کې دې مرسته او همکاري وکړي.
دوی وایي که چېرته هر کډوال هېواد ته په زوره ستنول کیږي، نو هلته یې ژوند له ګواښونو سره مخامخیږي.
دوی د بشري حقونو له ادارو هم غوښتنه کوي چې د پاکستان له حکومته دوی ته دومره نور وخت هم واخلي چې د مهاجرت پړاوونه یې بشپړ او مهاجر منونکو هېوادونو ته ولاړ شي.
تر دې وړاندې هم افغان کډوالو په وار، وار له پولیسو څخه د شکایت په پار اعتراضونه کړي و؛ خو کومه ملموسه پایله یې نه وه لرلې.