ټیسټ سیالۍ: نن زمبابوې لوبډله د افغان لوبډلې پر وړاندې ټوپ وهنه کوي

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په دویمه ټېسټ سیالۍ کې سیالې لوبډلې د افغان اتلانو د ۱۵۷ منډو په ځواب کې د ورځې تر پایه ۶ منډې جوړې کړې، په لومړۍ ورځ افغان لوبغاړي په ۱۵۷ منډو ټول اوټ شول.
د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان ۲۵، رحمت شاه زرمتي ۱۹، عبدالمالک او فرید ملک له نورو توپوهونکو ډېرې ۱۷-۱۷ مندې جوړې کړې.
د زبمبابوې لوبډله به نن غرمه د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲:۳۰ بجې توپوهنه پیل کړي.
دا د روانې لوبلړۍ دویمه ټيسټ سیالي ده، تر دې وړاندې لومړۍ ټیسټ سیالي د پرله پسې ورښتونو له امله بې پایلې پای ته ورسېده.