ژوند او روغتیا؛ د خپګان په څېر د عامې ناروغۍ د مخنیوي لپاره غوره خواړه
داسټین پوهنتون (health and life) علومو کالج څېړنې موندلې، هغه کسان چې ډېری وخت مېوه خوري د هغوی رواني روغتیا ښه وي او ډېر لږ په خپګان اخته کېږي. څېړنې ښودلې ده، چې د مېوې خوړل زموږ له تمې پورته د ذهني روغتیا لپاره ښه ده.
دغه څېړنه پر ۴۲۸ برېتانیوي کسانو وازمایل شوه.
پر دغو کسانو یې د مېوو، سبزیجاتو، خواږه او مالګې خوړو خوړل پر ذهني روغتیا اغېزې وڅېړلې.
د عمر او سپورټ په شمول د بېلابېلو عواملو په نظر کې نیولو سره څېړنې وموندله، چې مېوې او مالګین خواړه په رواني روغتیا اغېزه لري.
دوی دا هم وموندله، چې د سبزیجاتو خوړلو او رواني روغتیا ترمنځ مستقیمه اړیکه موجوده نه ده.
د څېرنې له مخې، هر څومره چې مېوه ډېره وخوړل شي هومره له خپګان څخه به لېرې اوسئ او رواني روغتیا به مو هم ښه وي.
په مقابل کې، هغه خلک چې د مالګې لوړې اندازې خواړه خوري د رواني روغتیا ستونزې په ځانګړې توګه اضطراب، فشار او خپګان په کې ډېر دی.
څېړونکو وویل: "موږ په دې اړه ډېر لږ پوهېږو چې خواړه څنګه په رواني روغتیا اغېزه کوي او موږ په مستقیم ډول په دې څېړنه کې علت نه دی څېړلی، مګر پایلې ښیي چې د ضعیف خواړو خوړل رواني روغتیا ته زیان رسوي.
هغه زياته کړه، چې په نورو څېړنيزو راپورونو کې د مېوو او سبزيجاتو او دماغي روغتيا ترمنځ اړيکه موندل شوې، خو مېوې او سبزيجات يې په جلا توګه نه دي څېړلي.
هغوی وويل، چې مېوې او سبزيجات دواړه انټي اکسیډنټ، فايبر او مهم غذايي مواد لري، چې د مغزو د فعاليت د ښه والي لپاره اړين دي، خو سبزیجاتو کې دا غذايي مواد چې کله پاخه شي له منځه ځي، مګر که خام وخوړل شي پر روغتیا ډېره اغېزه کوي.