د افغانستان او زېمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه سبا پیلېږي

د افغانستان او زېمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه سبا د کابل په وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو پیلېږي.

دغه لوبه د زېمبابوې په کوربه‌توب په کوینز سپورټ کلب لوبغالي کې ترسره کېږي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د تېرې دوشنبې په ورځ مساوي پای ته ورسېده؛ خو له دې وړاندې د ۳ یو ورځینو او ۳ شل اووریزو لوبو لړۍ بیا افغان لوبډلې ګټلې وې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه چې د تېرې ډسمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه پیل شوې وه، زېمبابوې لوبډلې په کې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۸۶ منډې جوړې کړې وې.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې بیا حشمت الله شهیدي ۲۴۶، رحمت شاه زرمتي ۲۳۴ او افسر ځاځي ۱۱۳ منډو په مټ ۶۶۹ منډې جوړې کړې.
د لوبې په وروستۍ ورځ د زېمبابوې لوبډله د افغانستان له لوري د ورکړي هدف پوره کېدو په موخه لوبغالي ته ښکته شوه؛ خو د لوبې پرمهال د باران له امله زېمبابوې لوبډله ونه توانېده، چې پاتې اورونه ولوبوي.
افغان کرېکټ بورډ پر اېکس پاڼه دغه لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ بې پایلې اعلان کړه.