پر خبریالانو د سختو بندیزونو کال؛ د امربالمعروف غړي هره اونۍ د رسنیو له دفترونو څارنه کوي
په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریاله وایي، چې د ۲۰۲۴ کال تر ټولو ترخه خاطره یې دا ده، چې په کورنیو رسنیو کې یې خپل دولس کلن مزل پای ته ورساوه. بل خوا رسنوال وايي چې د امربالمعروف غړي هره اونۍ د دوی له دفترونو څارنه کوي.
د اورځلا په مستعار نوم یادې خبریالې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې اوسمهال په رسنیو کې کار کول تر هغه هم ډېر سخت دی لکه یو عسکر چې وسله واخلي او د اوکراین او د فلسطین جګړو ته ولاړ شي.
د نوموړې په وینا، د طالبانو امربالمعروف په اونۍ کې لږ تر لږه درې تر څلور ځلې د رسنیو د کاري ماحول د کتلو لپاره د دفترونو څارنه کوي.
د هغې په خبره: «د امربالمعروف کارکوونکي په اونۍ کې څو ځلې رسنیو ته راځي او ګوري چې ایا د ښځو او نارینه و د کار کولو ځای جلا دی او که یو ځای. یا دغه ډله ګوري چې مونږ ښځې د دفتر منځ کې حجاب مراعاتوو او که نه.»
اورځلا همداراز زیاتوي، چې په ټول هېواد کې اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی، خو د ښځینه خبریالانو لپاره بیا ناممکن دی، ځکه طالب چارواکي نه له ښځینه خبریالانو سره خبرې کوي او نه هم معلومات شریکوي.
نوموړې وایي، چې د طالبانو ټولو سخت دریځیو او ځورولو ته په کتو سره یې بالاخره خپله هغه دنده پرېښوده، چې کلونه یې د پرمختګونو لپاره پکې زیار اېستلی و، لویې هیلې یې درلودې او په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې یې د طالبانو د هر ډول ظلم او زیاتي پر وړاندې مبارزه کړې وه.
هغه وایي، سره له دې چې څو ځلې د طالبانو له خوا د بېلابېلو راپورونو د جوړولو له امله نیول شوې وه او یادې ډلې څو - څو ځلې پرې د تعهد سندونه لاسلیک کړي وو، چې د طالبانو د حکومتولۍ او په هېواد کې د روانو ستونزو په اړه راپورونه جوړ نه کړي، خو بیا یې هم کارونو ته دوام ورکړ.
اورځلا وایي، تر هغه وروسته یې د دندې د پرېښودو پرېکړه وکړه چې طالبانو پرې شک کړی و، چې ګواکي له یوې افغانې رسنۍ سره چې له بهر څخه فعالیتونه کوي، دنده ترسره کوي.
د هغې په خبره: «د طالبانو دغه شک د دې لامل شو چې پر خپل خوندیتوب، عزت او راتلونکي ووېرېږم او دنده پرېږدم. اوس هڅه کوم چې له هېواد څخه د وتلو لار پېدا کړم.»
اورځلا یوازینۍ خبریاله نه ده، چې د طالبانو د سخت چلند له امله یې دنده پرېښې ده، د هغې په څېر سلګونه خبریالانې یا په کور ناستې دي او یا هم له هېواد څخه وتلي دي.
د افغانستان د خبریالانو سازمان مشر حامد عبیدي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې لږ تر لږه اووه ویشت محدودیتونه د رسنیو پر فعالیتونه وضع کړي دي.
د نوموړي په وینا، د طالبانو یاد شمېر محدودیتونو د رسنیو پر فعالیتونو منفي اغېزې کړي او د دې لامل شوي چې سلګونه خبریالان وزګاره، کډوال او د لسګونه رسنیو فعالیتونه بند شي.
عبیدي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې زیاته کړه: «د بیان د ازادۍ دوه مهم فکټورونه چې هغه اطلاعاتو ته لاسرسی او انتقادي ژورنالیزم دی، په اوسني نظام کې نه لیدل کېږي. اوسنی نظام استبدادي نظام دی او له مطبوعاتو یې هم استبدادي نظام جوړ کړی دی، ټولې خپرونې څارل کېږي، انتقاد په کې جرم بلل کېږي او یوازې هغو خپرونو ته اجازه ورکوي چې د دوی په ګټه وي.»
د افغانستان د خبریالانو سازمان مشر یادو ستونزو ته په اشارې سره زیاتوي، چې که وضعیت دغسې روان وي، نو ۲۰۲۵ کال کې به د محدودیتونو ساحه نوره هم پراخه شي او ازادې رسنۍ به فعالیتونه پرېږدي.
پر رسنیو محدودیتونه درې کاله مخکې له کندهار ولایت څخه پیل شول او بیا تر شاوخوا ولایتونو او ان بالاخره تر کابل پورې ورسېدل.
له کندهار ولایت څخه د یوې خصوصۍ رسنۍ مسوول د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې ۲۰۲۴ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو سخت او له فشارونو ډک کال و.
د نوموړي په وینا، رسنۍ په دې کال کې تر ټولو لویې ستونزې چې هغه پر ویډیوګانو او د ساکښو موجوداتو پر انځورونو بندیزونه وو، مخ شول.
دغه بندیزونه له کندهار څخه پیل بیا هلمند، زابل، اروزګان، زابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته وغځېدل.
د سرچینې په خبره: «اوسني وخت کې خبریالي پر عکس او ویډیو ولاړه ده نو که په عکس او ویډیو بندیز ولګول شي، دا کار د دې معنا لري چې خبریال دې له دغه مسلک څخه لاس واخلي.»
د نوموړي په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې په رسنیو هغه مالي سرچینې هم چې مخکې د دوی فعالیتونه پرې ولاړ و او د موسساتو له خوا تمویل کېدې، بندې شوې او ددې لامل شو چې ډېری خبریالان وزګاره شي او رسنۍ هم بندې شي.
یادې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو د کارونو مخنیوی، د خبریالانو نیول او ځورول د دې لامل شوي چې خبریالان خپل مسلک پرېږدي او له هېواد څخه ووځي.
له دې سره، له غزني ولایت څخه یوه بل افغان خبریال هم د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، که څه هم د طالبانو له واکمنېدو سره پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه و، خو دغه محدودیتونه بیا په ۲۰۲۴ کال کې تر ټولو ډېر زیات شو.
د نوموړي په وینا، د طالبانو امربالمعروف په ځلونو خبریالانو ته ګواښ کړی چې د دوی د خوښې خلاف خپرونې او راپورونه وړاندې نه کړي.
هغه زیاتوي، چې د طالبانو تر څار لاندې د خپرونو او راپورونو ثبتول، د فقر او غربت په اړه د راپورونو په جوړولو بندیزونه او د ښځینه کارکوونکو د رسنیزو فعالیتونو مخنیوی هغه څه و، چې په غزني ولایت کې رسنۍ ورسره مخ شوې.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې له ۲۰۰ ډېرو راډیويي چینلونو، ۱۸۴ تلویزیونونو، په سلګونو ورځپاڼو او انلاین رسنیو فعالیتونه درلودل.
د راپورونو له مخې، له شاوخوا ۱۸۴ ټلویزیوني چینلونو نه ۵۷ کانالونه د مالي او سیاسي ستونزو او یو شمېر د طالبانو د پالیسیو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په پایله کې تړل شوي دي.
د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د طالبانو د مداخلې او ساکښو انځورونو د نه خپراوي له امله لږ تر لږه ۱۱ ټلویزیونونه تړل شوي او یوه ته له تړل کېدو وروسته په مشروط ډول بېرته د فعالیت اجازه ور کړل شوې ده.
په دغو ټلویزیونونو کې ارزو، عبور، د کندهار، بادغیس او تخار ولایتونو ملي ټلویزیونونه، بریا، نور، غرغښت ، تمدن، ماه نور او ریحان په څېر ټلویزیونونه شامل دي، چې ځینې یې په سیاسي لاملونو او ځینې نور د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر بنسټ، په ځانګړې توګه د ساکښو انځورونو پر خپرولو د بندیز له امله بند شوي، یا راډیويي بڼه یې غوره کړې ده.