له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان: طالبان په ډېرې سختۍ ښځینه خبریالانو ته معلومات ورکوي

‏ د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ۲۰۲۴ کال معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د افغان ښځینه خبریالانو لپاره ننګوونکی کال بللی دی.

دغه سازمان د یو ۷ مخیز راپور په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان دننه ښځینه خبریالانې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له پراخو ستونزو او ننګونو سره مخامخې دي.
‏په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو امنیتي بنسټونه او د دغې ډلې د رياست الوزرا دفتر په سختۍ سره ښځینه خبریالانو ته معلومات ورکوي.
‏راپور زیاتوي: «ښځینه خبریالانو سره جنسیتي تبعيض ۳۸ سلنه او د حقایقو بربڼډولو وېره ۳۳ سلنه هغه لوی لاملونه ده، چې طالبان يې له کبله معلومات نه شريکوي.»
راپور وړاندې کاږي، چې ۵۸ سلنه ښځینه خبریالانې د معلوماتو د ردېدو په وخت کې کومې ادارې ته شکایت نه شي کولای.

د راپور له مخې، ۵۸ سلنه ځواب ویونکو د رسنیو ملاتړي سازمانونه بیا بې ګټې بللي دي.
دغه خبریالانې د طالبانو له‌خوا دوی ته له ورپېښېدونکو امنیتي ستونزو سر ټکوي، چې له امله یې نه شي کولای چې مالوماتو ته لاسرسی پیدا کړي.
دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې د افغان خبریالانو د ملاتړ دوام غوښتنه کړې ده.
د دغه سازمان په انلاین ټولپوښتنه کې ځواب ویونکو له نړۍوالو سازمانونو غوښتي، پر طالبانو فشار راوړي چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او د دوی د کار په برخه کې ټول لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.