د واده حکومتي تحفه؛ د پښتونخوا حکومت هرې مستحقې واده کېدونکې نجلۍ ته ۲۲۰ زره کلدارې ورکوي
د خیبرپښتونخوا حکومت اعلان کړی دی، چې په دغه صوبې کې هرې واده کېدونکې مستحقې نجلۍ سره دوه لکه او شل زره کلدارې مرسته کوي. د پښتونخوا حکومت ویلي، چې په دغه پروګرام کې به څلورو زرو نجونو ته ودونه کوي.
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور تر مشرۍ لاندې د ټولنیزې هوساینې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د جهیز فنډ له لارې به د یادې صوبې له ۴ زرو څخه ډېرو مستحقو نجونو ودونه وشي.
د ودونو دا ټولییزې ولیمې به د صوبایي حکومت په لګښت ترسره کېږي او واده کوونکو مستحقو نجونو ته به دوه لکه او شل زره نغدې روپۍ ورکړل شي.
وزیر اعلی علي امین ګنډاپور وویل، چې د جهیز فنډ له لارې ودونو کې به په هر حالت کې دا ډاډ ترلاسه شي، چې حق یوازې مستحقو کسانو ته ورسېږي.
په خیبر پښتونخوا کې دا د خپل ډول یوه بې سارې پرېکړه ده، چې له مخې یې واده کوونکو نجونو ته پیسې ورکول کېږي.