نادولتي موسسو ته د طالبانو ګواښ؛ که ښځینه کارکوونکي له دندو لرې نه کړئ دفترونه در تړو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/c530a3499960711e22f5e155470955096f581dcc-620x413.jpg?rect=0,33,620,349&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو اقتصاد وزارت په یو مکتوب کې نادولتي موسسو ته تازه خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې ښځینه کارکوونکې له دندو لرې کړي. د طالبانو مشر ملا هبتالله دغه پرېکړه په خپل تازه فرمان کې کړې ده.
افغانستان انټرنشنل د هغه مکتوب یوه کاپي ترلاسه کړې ده چې د طالبانو له لوري اکبر موسسې ته استول شوی چې په کې د طالبانو اقتصاد وزارت کورنیو او بهرنیو اینجوګانو ته ګواښ کړی چې د سرغړونې په صورت کې به یې جوازونه لغوه کړي او دفترونه به یې هم ور وتړلي.
![اکبر موسسې ته د طالبانو اقتصاد وزارت لهخوا استول شوی مکتوب](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/642a5499793ec41a0835c768a5b2399c8d1229d2-874x1280.jpg?rect=0,190,874,492&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
د سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو د سختو محدودیتونو له کبله یو شمېر موسسو وار له مخه په دفترونو کې د ښځینه وو کارځایونه له نارینه وو جلا کړي او ځینو موسسو لا د ښځینه کارکوونکو شمېر هم کم کړی دی.
د طالبانو له لوري روانو بندیزونو د افغانانو پر رواني حالت خورا بدې اغېزې کړي او پر ښځینه وو سخت بندیزونه د دې لامل شوي چې په هېواد کې انجونې په رواني ناروغیو اخته شي.
د مسکا (مستعار نوم) په نوم یوه کابل مېشتې پېغله وايي، د جمهوریت پر مهال به هر سهار له خوبه تر پورته کیدو وروسته د طالبانو له لوري د ترسره شويو ترهګریزو بریدونو له بدو خبرونو خبریده او اوس بیا هره ورځ له خوبه تر پاڅیدو وروسته د ښځو په اړه د طالبانو تازه بندیزونه اوري.
ویل کېږي تېره اوونۍ د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د خپل مشر ملا هبتالله لیدو لپاره کندهار ته تللی و، څو یې قانع کړي چې پر نادولتی موسسو بندیزونه نه لګوي؛ خو د راپورونو له مخې طالب مشر یې دا وړاندیز نه دی منلی.