کرېکټ: نن له زمبابوې سره د ټېسټ سیالۍ له ټاکلي وخت نیم ساعت وړاندې کېږي

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ د سیالۍ وروستۍ دوه برخې د دوامداره ورښت له امله ترسره نشوې او په دې توګه څلورمه ورځ هم پای ته ورسېده.
دغه سیالۍ د زمبابوې په کوربتوب په بولاوایو لوبغالي کې روانې دي.
نن به د ټېسټ سیالۍ پنځمه ورځ له ټاکل شوي وخت نیم ساعت وړاندې د افغانستان پرمهال د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو پیل شي.
اوسمهال افغان لوبډله ۵۱۵ منډې لري، درې لوبغاړي یې له لاسه ورکړي او د سیالې لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ له ۵۸۶ منډو ۷۱ منډې شاته ده.
یاده دې وي، چې دا د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لوبلړیو لومړۍ ټېسټ سیالۍ دي.
تر دې وړاندې درې شل اوریزې او درې یو ورځينۍ سیالۍ ترسره شوي، چې د دواړو اتلولي افغان لوبډلې په خپل نوم کړی.