د نجونو پر زده کړو بندیز؛ په ۲۰۲۴ کال کې د چټکو زده کړو تر ۳۰۰۰ ډېر ټولګي تړل شوي

دا په کابل کې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې خورا سړه ورځ وه. حاجي شېر محمد خپلو دریو لوڼو ته ځیر و، چې کتابچې او کتابونه یې سره راټول کړل او د کوټې په کونج کې یې کېښودل. ۲۴ کلنې مشرې لور یې، چې د طب پوهنځي د دویم کال محصله وه، هیله درلوده ډاکټره شي؛

منځنۍ لور یې په یوه دارالمعلمین کې د ساینس په برخه کې زده کړې کولې او ددویم کال د درېیم سمسټر ازموینو ته یې یوازې څو ورځې پاتې وې؛ کوچنۍ لور یې، چې ۱۶ کاله عمر لري، لیسې ته د تګ لپاره ځان چمتو کاوه.

خو اوس د ټولو کیسه یو ډول ده؛ ټول په کور ناست دي او راتلونکی ناڅرګند دی. «که د خدای نا فرماني نه کېدلی نو زه به مې د لوڼو پر پیدا کېدو پېښمانه وای، زه یې راتلونکي ته وارخطا یم»، حاجي شیرمحمد دا وویل او زیاته یې کړه، «ډېرې خبرې ځان ته کار کتل دي».

د افغانستان انټرنشنل -پښتو د موندنو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې طالبانو د زده‌کړو په برخه کې تر ۱۵ډېر بندیزونه ولګول، چې له امله یې له ۱۸۰ ډېر ښوونيز مرکزونه او له درې زرو زیات محلي یا د چټکو زده کړو ټولګي تړل شوي دي.

له هغې ورځې چې طالبان واکمن شوي، هرکال د حاجي شېرمحمد یوه لور د طالبانو د بندیزونو له امله په کور کښېناستلې ده.

زده کړې د نجونو او ښځو لپاره اوس تش خوب دی

پر زده‌کړو د بندیزونو لړۍ د کال په لومړیو کې پیل شوه. په جنوري میاشت کې طالبانو په غور ولایت کې دوه انلاین ښوونیز مرکزونه وتړل چې نجونو ته یې د ریاضي او انګلیسي زده‌کړې ورکولې. مدیران یې ونیول او تر یوې میاشتې زندان تېرولو وروسته یې په ضمانت خوشي کړل. په همدې میاشت کې، په غور کې د طالبانو د پوهنې ریاست یو کارمند، او په خوست کې یو ښوونکی، چې په پټه یې نجونو ته زده‌کړې ورکولې، د یوې میاشتې او نیمې میاشتې لپاره زندان ته واچول.

په فبروري میاشت کې طالبانو په کندهار او هلمند کې ۶۸۰ سیمه ییز ټولګي وتړل، چې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان یې له زده‌کړو بې‌برخې کړل. د دې ښوونځیو مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسیف) کاوه، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې ۱۸ زره ټولګي فعال ساتلي وو، خو طالبانو په ډېرو ولایتونو کې د دغو ټولګیو فعالیتونه بند کړل.

له افغانستان انټرنشنل سره د یونسیف د شریکو شویو معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړنیو میاشتو کې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې شاوخوا ۱۸ زره سیمه یيز ټولګي فعال وو، چې څه باندې ۵۶۶ زره ماشومانو پکې لومړنۍ زده کړې کولې.

دا مهال طالبانو په ډېرو ولایتونو کې د دغو ټولګيو د فعالیت مخه نیولې ده.

همدغه میاشت په میدان وردګو کې د یونیسیف تر ملاتړ لاندې د نجونو یو دارالمعلمین وتړل شو، چې ۶۰ نجونو پکې زده‌کړې کولې. په مارچ میاشت کې د طالبانو استخباراتو په بامیان کې د نجونو پر مخ د روغتیايي علومو یو انستیتوت او یو بل ښوونیز مرکز وتړل. په اپرېل کې دې ډلې په دایکندي کې څلور مرکزونه بند کړل چې له ۱۲څخه تر ۱۴ کلونو پورې نجونو پکې انګلیسي ژبه زده کوله. طالبانو د دغو دوو ښوونيزو مرکزونو مسوولان هم بندیان کړل او دوه تنه يې له نغدې جريمې او ليکلې ژمنې اخیستلو وروسته خوشي کړل.

د طالبانو استخباراتو او د امربالمعروف وزارت کارکوونکو د ۲۰۲۴ کال په لومړيو شپږو میاشتو کې د افغانستان په بېلابيلو ولایتونو کې ۱۳ ښوونيز مرکزونه، چې تر شپږم ټولګي پورته یې نجونو ته د زده کړو زمېنه برابره کړې وه وتړل او ددغو مرکزونو شاوخوا ۲۷ ښوونکي، مديران او کارکوونکي یې ونیول. دغو کسانو ته له ۱۵ ورځو څخه تر دوو مياشتو پورې د بند سزاوې ورکړل شوې او له کتبي ضمانتونو وروسته خوشي شول.

د کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې طالبانو په غزني، پکتيا، پکتیکا، دایکندي، باميان، خوست، میدان وردګ، ننګرهار، هلمند، کندهار، اروزګان، زابل، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې ښوونځیو ته امر وکړ ، چې لوړقدې او تر ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکې نجونې تر شپږم ټیټو ښوونځیو ته هم پرېنږدي.

د اکتوبر میاشت کې طالبانو د کندهار د شیخ زاید دارالایتام دروازه وتړله، چې تر ۱۲ټولګي پورې یې یتیمانو ته زده‌کړې ورکولې. طالبانو د یتیمخونې مسوولانو ته وویل، چې غواړي دا ځای ديني مدرسې ته بېل کړي.

دغه روزنتون د متحده عربي اماراتو له خوا تمويليده او یوازې يتيمانو پکې تر ۱۲ ټولګي زده کړې کولې.

طالبانو د نومبر مياشتې پر اتمه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ګېتز موسسې له خوا جوړ شوي دوه ښوونيز مرکزونه وتړل. د دغو مرکزونو استادانې هغه نجونې وې، چې له ۱۲ ټولګي فارغې شوې وې او دې موسسې د ښوونکیو په توګه تنخواوې ورکولې.

دغه بندیزونه نور هم پسې وغځېدل. د نومبر مياشتې پر ۲۸ مه طالبانو د ننګرهار په ولسواليو کې د یونیسېف تر چتر لاندې فعال ښوونځي وتړل.

طالبانو په ګڼو ولایتونو کې د یونیسېف تر چتر لاندې سیمه ییز ټولګي تړلي دي
طالبانو په ګڼو ولایتونو کې د یونیسېف تر چتر لاندې سیمه ییز ټولګي تړلي دي

طالبان جنجال پاروونکې پرېکړې کوي

سږ کال د زده کړو په برخه کې تر ټولو ستر بنديز د نجونو پرمخ د طبي انسټیټیوټونو بندول و، چې په ملي او نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه لرل.

د طالبانو روغتيا وزارت د دسمبر مياشتې پر دویمه د ټولو طبي انسټیټیوټونو مشرانو ته مکتوبونه ولېږل، چې نجونې نور د طب په برخه کې زده کړې نه شي کولای. له دې سره یې هممهاله په ټول افغانستان کې نجونې له طبې زده کړو منع کړې.

طالبانو په دغه بندیز سره د افغانستان له وړاندې کمزوری روغتیايي سیستم نور هم له ګواښ سره مخ کړی.

د طالبانو د روغتیا وزارت سرچینو له بندیز وروسته رسنیو ته وویل، چې ددغه بندیز له امله په لسو دولتي او ۱۵۰ خصوصي روزنیزو مرکزونو کېشاوخوا ۳۵ زره ښځینه محصلانې له طبي او د روغتیاپالنې له زده کړو محرومې شوې دي.

په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د نړۍ په لوړو شمېرو کې راځي. د روغتیا نړیوال سازمان د اټکلونو له مخې، د هرو ۱۰۰ زره ماشونو په زیږون کې ۶۲۰ افغان میندې مري او یوه ستره برخه مېرمنې په غیرمسلکي روغتیايي چاپیریال کې ماشومان زېږوي.ملګري ملتونه وایي، افغانستان د ۱۸ زره ماهرو روغتیاپالو له کمي سره مخ دی او دغه بندیز به دا تشه لاپسې ګواښناکه کړي.

په لرې پرتو سیمو کې، چې دودیز باورونه ښځې د نارینه ډاکټرانو لیدلو ته نه پرېږدي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو نشتوالی د مور او ماشوم د ژوند لپاره لوی ګواښ دی.د روغتیايي خدمتونو د عرضې وړتیا هم د اندیښنې وړ ده. افغانستان د زرو کسانو لپاره یوازې صفر اعشاریه ۳۳ ډاکټران لري، چې دا د نړیوال روغتیايي سازمان له اړینې کچې (۲.۵ډاکټرانو) څخه ډېره کمه ده.

دغو بندیز پر روغتیايي ننګونو سربېره د کورنیو اقتصاد ته هم ستر زیان اړولی دی.

د کابل د يوه طبي انسټیټیوټ مسوول له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې یوازې ددوی په انسټیټیوټ کې تر ۲۳ ډېر ښوونکي او اداري کارکوونکي ته له مناسبو دندو او معاشونو بې برخې شوي دي.

نوموړی د زده کړو په برخه کې د افغانستان راتلونکی تیاره ښيي.

یو شمېر مېرمنو ددغه بندیز پرضد په هرات او تخار ولایتونو کې اعتراضونه وکړل اوله ځانونو سره یې په مختلفو ژبو شعارونه لېږدول چې « زده کړې زموږ حق دی». طالبانو ددغو لاریونونو مخه ونیوله او له تخار نه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دې ډلې یو شمېر ښځې د اعتراض په تور ونیولې.

په کابل او ولایتونو کې طالبانو د طبي زده کړو مرکزونو ته د نجونو پر ورتګ بندیز لګولی دی
په کابل او ولایتونو کې طالبانو د طبي زده کړو مرکزونو ته د نجونو پر ورتګ بندیز لګولی دی

نړیوال غبرګون ښيي، طالبان ځان ناګاره اچوي

اروپايي اتحادیې دغه بندیز په کلکه وغنده او دا یې له بشري حقونو د طالبانو یوه ستره سرغړونه وبلله. دې اتحادیې په یوه اعلامیه کې وویل، چې « دا پرېکړه به د افغانستان بشري ناورین ژور کړي او خلک به لا ډېر وکړوي».

ملګرو ملتونو هم ورته غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ، چې د داسې بندیزونو په شتون کې د د طالبانو د رسمیت پېژندنې احتمال ډېر لږ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشرې روزا اوتنبایوا وویل، چې « د دغه بندیز اغېزې به یوازې نن نه، بلکې د راتلونکو کلونو لپاره ژورې او څرګندې وي».

د ډسمبر پر څلورمه د یونیسف اجراییه رییسې کاترین رسل وویل: « دغه بندیزونه به نه یوازې د ښځو د ټولنیز مشارکت وړتیا نوره هم محدوده کړي، بلکې د ټول افغان ولس روغتیا به اغېزمنه کړي». یونیسف پر طالبانو غږ وکړ، چې ښځو ته د طبي زده کړو د دوام اجازه ورکړي.

د رسمي معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې يوازې له شپږم ټولګي لوړې ۱.۴ ميليونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي. د نړیوالې روغتیا ادارې د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانستان په ۱۶۷ دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې شاوخوا ۴۵۰ زره ښځینه محصلانېپر زده کړو د طالبانو د بندیزونو له امله له ټولګیو وتلو ته اړې شوې دي. په دې شمیر کې هغه ۳۵ زره نجونې او میرمنې هم شاملې دي چې روغتیايي زده کړې یې کولې.

د ښځو د ملاتړ سازمانونو ويلي، چې د نجونو پر زده کړو له بندیزونو وروسته په ګڼو سیمو کې له زده کړو بې برخې داسې نجونې موندل کېږي، چې له ښوونځيو او پوهنتونونو د لرېوالي له امله په ژور خفګان او رواني ستونزو اخته شوې دي.

د طالبانو پر دغه بندیز افغان سیاستوالو، د نړۍ ګڼو هېوادونو او سازمانونو هم توند غبرګونونه ښودلي، خو طالبانو دغو غبرګونونو ته تر اوسه قانع کوونکی ځواب نه دی ویلی.

طالبانو په تېرو څه باندې دريو کلونو کې په پرله پسې ډول پر زده کړو د بنديزونو لرې کېدو ژمنې ورکړې دي. ددې ډلې د « امر ثاني» اصطلاح اوس په عامه کچه خلک د طنز په ډول کاروي، خو یو تریخ طنز.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندامحمد نديم د نجونو د ښوونځیو او د ښځو پر مخ د پوهنتونونو د پرانېستل کېدو په تړاو پوښتنو باندې بندیز ولګاوه او ددې ډلې مشر له خپلو وزیرانو او مامورانو په جدي ډول غوښتي، چې د نجونو د زده کړو اړوندو بحث ته نور د پای ټکی کیږدي.

خو د حاجي شېرمحمد لپاره چې لوڼو یې په شخصي او دولتي ښوونیزو مراکزو کې په شخصي لګښت زده کړې کولې، دا حالت نه قانع کوونکی دی او نه د زغم وړ: « درې نیم کاله د زده کړو په بهیر کې ډېره فاصله ده. که ښوونځي او پوهنتونونه همداسې بند پاتې وي، مجبور یم چې د خپلو لوڼو د راتلونکي په خاطر له هېواده کډه بار کړم».