‏د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبه؛ د دغې لوبې د څلورمې ورځې سیالي پیل شوه

‏د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د څلورمې ورځې لپاره هم دوام لري. نن د دغې لوبې څلورمه ورځ د کابل په وخت په ۱۲:۳۰ بجو د زېمبابوې په کوربه‌توپ پیل شوه.

‏افغان لوبډلې د دغې لوبې د درېیمې ورځې تر پایه د رحمت شاه زرمتي ۲۳۱ او حشمت الله شهیدي ۱۴۱ نا سوځېدلو منډو پرمټ ټولې ۴۲۵ منډې جوړې کړې وې.
‏دمګړۍ هم رحمت شاه زرمتی اوټ شو او پر ځای یې افسر ځاځی د حشمت الله سره توپوهنې لپاره ولاړ دي.
‏⁧د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه (د جنورۍ په ۲مه نېټه) پیلېږي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی رحمت شاه دویم افغان لوبغاړی دی، چې په ټېسټ سیالۍ کې یې دوه پرله پسې سليزې جوړې کړې دي.
تر رحمت شاه وړاندې په ۲۰۲۱ کال کې حشمت الله شهيدي هم د زېمبامبوې په وړاندې په ټېسټ لوبه کې دوه پرله پسې سليزې جوړې کړې وې.
د دغې لوبې په لومړۍ پاڼې کې زېمبابوې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۸۶ مندې جوړې کړې وې.