په پښتونخوا کې ریښتیا څه تېریږي؟
تر ډیورند کرغېړنې کرښې هاغاړه په ټوله پښتون مېشتې خاوره اور بل دی. جګړې، ترهګرۍ، وژنو، لوټ تالان، بېقانوني، جبري کډالۍ او بېځایه کول، لوږه، محرومیت، رادیکالیزم، اغوا برای تاوان او د ملتپالو په نښه کېدل ددې لوی ناورین ځينې برخې دي، چې له محکومو او محرومو پښتنو څخه قربانۍ اخلي.
ځمکه د پښتنو ملکیانو په وینو ډنډ ده، دلته یې د شیعه و سني په نامه جګړه راپیل کړې او یو ټبر یې د مذهبي توپیر په نامه یو د بل په وړاندې درولي دي.
په پاړهچنار او شاوخوا سیمو کې د توریو او بنګښو ځينې کلي او ښارګوټي محاصره دي، نه خواړه او اړین توکي ورپرېښوول کېږي او نه تګراتګ ته اجازه شته.
هلته توري او بنګښ دومره په تنګ دي، چې غواړي له ډیورند کرښې واوړي او خپل لوی کور افغانستان ته ولاړ شي، هلته یې څوک نه پرېږدي.
داسې نښې نښانې شته، چې په کورمه کې داعش ته ځالې ورکول کېږي.
پوځواکمنو د مسیدو له درېیو کلیو څخه د خلکو د جبري اېستلو امر کړی، خو دا چې خلک په یخ ژمي کې چېرته ولاړ شي او څه وکړي څوک یې ځواب نه وايي.
د سرې درګې، مکین تحصیل او نورو کلیو ته یې ۲۴ ساعته وخت ورکړی، چې له خپلو سیمو څخه ووځي.
د سرې درګې خلکو ته پوځواکمنو امر کړی، چې ونې ووهئ، چې د دوی په ژبه دوښمن په کې پټېږي، خو بلخوا پاکستاني طالبانو خلک ګواښلي، چې ونې ونه وهي.
خلک د ژرندې د دوو تېږو تر منځ پاته دي، دا چې د ژمي په دا یخه څيله کې به دا خلک چېرې ځي، د پوځواکمنو او ترهګرو لپاره مهمه نه ده.
د شمالي وزیرستان په میرعلي تحصیل د جټ الوتکو د ګرځېدا تر راپور څو شېبې وروسته خبرونه راورسېدل، چې د افغانستان د برمل ولسوالۍ یې بمباري کړې ده.
دا ښيي چې دلته د یوه بل ناورین اور په بلېدو دی.
څو ورځې وړاندې په سویلي وزیرستان کې ټي ټي پي پر ایف. سي پوځيانو برید وکړ، دوی وویل ۳۵ یې وژلي، خو پوځ د ۱۶ مرګ ومنله.
غمیزه دا ده، چې پوځ پښتانه سرتیري ورمخکې کوي او په ټي ټي پی یې وژني، چې هم پښتانه تباه شي او هم یې ترمنځ د بدیو او دوښمنیو دود پاتې شي.
داسې ایسي، چې ټوله سیمه په یوه بلنده دوزخ بدلوي. پوښتنه پیدا کېږي، چې پوځ له دومره ماجراهستونې څه غواړي؟
پاکستاني پوځ تل هڅه کوي، چې په یوه غشي ګڼې مرغۍ ښکار کړي.
همدا اوس یې هم په پښتونخوا کې له دغو خونړیو او ناانساني شخړو پېښولو لاندې هدفونه ټاکلي:
سیمه داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ته خالي کوي.
دلته د نړۍوالو ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کولو پروژه پاکستان د یوې داسې ټيکې په توګه د نړۍ له لویو قدرتونو سره منلې، چې د پاکستان پوځ او دولت په ډالرو نازوي.
پاکستاني پوځ د جګړو په ټیکه اخیستلو روږدی دی او دا کار د پښتنو په سیمه کې کوي.
کله چې ولس له خپلو سیمو څخه ووت یا په جګړو کې ښکېل شول، د ملتپالو پښتنو په تېره بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه کمېدلای شي او د غورځنګ غړو او مشرانو ته ګواښ او خنډونه پېښيږي.
د پښتنو هغه سیمې چې له تاریخي پلوه تل د پښتنو مشرانو او دودیزو جوړښتونو تر واک لاندې وې، د پوځ تر واک لاندې راځي.
د پښتني سیمې سرچینې او حیاتي اقتصادي امکانات به وړیا پنجاب ته وړل کېږي او له استخراج څخه رانیولې تر پروسس او لېږد پورې به ټول صلاحیت له پوځ سره وي.
د پښتنو په سیمه کې د تولیدي برېښنا له امکاناتو رانیولې، تر کانونو او وړیا بشري ځواک پورې هر څه ورته په کار دي.
د شمالي وزیرستان د محمد خېلو د مسو کان پوځ ته په میلیونونو ډالر ګټي، د کرک او شمالي وزیرستان د شیوه تحصیل ګاز وړیا پنجاب ته روان دي.
ټي ټي پي ایله پښتانه وژني او لاتراوسه یې نه له پښتنو سیمو څخه د ور روانې برېښنا کومې ستنې ته زیان اړولی او نه یې هم د ګازو د وړیا لوټ تالان مخه نیولې ده، ځکه خو دا باور عام دی، چې له ګوډ او بډ طالبانو سره د پاکستاني پوځ شخړې مدیریت شوې او یوازې د پښتنو د وژلو او شړلو لپاره دي او نور نو هیڅ هم نهشته.
د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د پر له پسې بمباریو په لړۍ کې پاکستان د مختګ پالیسۍ Forward Policy په لړ کې نوي ګامونه پورته کوي او په افغانستان واکمنو طالبانو ته ښيي، چې پاکستاني پوځ نور نو د ډیورند کرښه په رسمیت نه پېژني او د افغانستان دننه هم عملیات کول خپل حق بولي.
نن سبا چې د منځني ختیځ نويو بدلونونو د نیابتي ډلو نوي خوځښتونه راپیل کړي دي، ښايي ګڼې ډلې همدې پښتون مېشته سیمې ته راکډه کړلای شي، ځکه دوی نور نو په سوریه او عراق کې په درد نه خوري او دلته ښايي د چین او روسانو، منځنۍ اسیا یا هم ایران په وړاندې د یوې نوې لوبې د بټۍ لمبې په غړاندو کړي.
د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ماهیت هم ورو ورو څرګندېږي، دوی پاکستاني استخباراتو د خپلو ګټو لپاره په خبره یا ناخبره توګه جنګوي.
د پښتنو ملتپالو مبارزه او پاڅونونه پرې ګواښي، سیمه له خلکو نه پرې تشوي او خپلو پوځي یرغلونو ته توجیهات ترلاسه کوي او کله چې سیمه له خلکو تشه شوه، بیا نو تور، سپین، شنه او برګ بیرغونه په کې پورته کوي.
د دغو ستراتيژیکو سیمو مېشت خونړي لښکرونه د لویو قدرتونو د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او جیوستراتيژيکو سیالیو لپاره خورا ارزانه او پاکستان ته ګټور لښکرونه دي.
پاکستاني پوځي څارګرو پاکستاني طالبان داسې په افغانستان کې بلد او سره واوبل چې هرکله هر ځای او هر څه چې وغواړي کولای شي.
د پاکیستاني ګټو د خوندي کولو لپاره د پاکستاني طالبانو په جامه او ظاهر کې مرموز او مبهم وګړي او ډلې افغانستان ته داسې راننوتلي، چې په رګ رګ کې یې زغلي.
په پېښور او نورو ښاري سیمو کې د داعش خراسان د پیاوړتیا لپاره هر اړخیز کار روان دی.
له څو شبکه یي رسنیزو فعالیتونو رانیولې تر مبهمو دفترونو، شبکو جوړولو، تبلیغاتي رسالو او کتابونو تر چاپ پورې هماغه سلسله روانه ده، چې د محمد داوود د جمهوریت پر مهال د مجاهدینو، وروسته بیا عرب جهادیانو او بالاخره طالبانو لپاره روانې وې.
دا دی د نویو نښو نښانو له مخې څرګندېږي، چې دا ځل نوبت د داعش په نامه د خراسان د اسلامي دولت دی.
غواړي د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر د ۱۲ مې نېټې د ملي لویې جرګې پرېکړې او راتلونکې وننګوي.
پاکستاني پوځ تر ټولو مخکې په هماغو سیمو کې اورونه بل کړل، چې جرګې په کې د سولې راوستلو تکل درلود.
جرګې غوښتل، چې د پښتنو د خپلمنځي شخړو د مخنیوي عملي هڅه له کورمې څخه راپیل کړي، خو تر دې مخکې چې د جرګې پرېکړه عملي شي، پاکستاني پوځ کورمه او پاړه چنار د سیمې د خلکو په وینو رنګ کړل او داسې اور یې بل کړ، چې اوس نو ټول ورته حیران دي.
جرګې د برېښنا مالکیت د پښتنو لپاره غوښت، جرګې د پښتنو یووالی او ټولییزه ویښتیا غوښته، چې اوس نو داسې ښکاري، چې په خپلو منځونو کې ښکېل او په نویو غمونو اړول شوي او پښتانه به هېڅکله دې موخو ته ونهرسېږي.
پاکستان په پوره مهارت او تجربوي سابقه په ټولو ښکېلو ډلو کې خپل استخباراتي ځري ورننه اېستي دي.
دا جګړه له هره اړخه د پنجاب د استبلېشمینټ او پوځ په ګټه ده او یوازې په کې پښتانه وژل کېږي او تباه کېږي، چې د پنجاب لپاره د یوې خځلې اهمیت هم نهلري.
د افغانستان پېښې، ثبات او راتلونکی په جدي توګه په دغه سیمه او روانو پېښو کې ریښه لري. چل ټول افغانستان ته جوړ دی او د پښتنونخوا پښتانه یې یو ځل بیا د هغه دوزخ اورلړوني کړل، چې غواړي په افغانستان کې یې بل کړي.
د داسې یو لوی ناورین مخنیوی د افغان ټبر له ملي یووالي پرته شونی نه دی.
پرته له دې چې د سیمې خلک یې په خپلو ملي دودیزو لاروچارو مخه ونیسي او په پوره یووالي او شعوري ویښتیا او روښانتیا د یوه واحد ملت په توګه سره یو شي او په عملي توګه د پنجاب د دسایسو په وړاندې ودرېږي، بله لاره پاتې نه ده.