افغان فوټبال لیګ کې خراسان، سرسبز یاشلر او جوانان پيروزي، موج ساحل لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان فوټبال فدراسيون د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو کې د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د فاریاب خراسان لوبډلې، د فاریاب سرسبز یاشلر ته یو پر صفر او د کابل جوانان پيروزي، موج ساحل اف سي لوبډلې ته ۲ پر یو ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د اتمې اونۍ د جمعې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې کې د فاریاب خراسان لوبډلې، د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې ته یو پر صفر په ماتې ورکولو سره درې نمرې تر لاسه کړې او په دغو سياليو کې يې لس نمرې خپلي کړي.

په همدې سيالۍ کې د خراسان لوبډلې لپاره حمیدالله بارکزي په ۲۰ مه دقیقه کې ګول تر سره کړ او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ په پيل شویو سياليو کې د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې په ۸ سیاليو کې هیڅ لوبه نه ده ګټلې او د جدول په وروستي ځای کې قرار لري.

د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د کابل جوانان پيروزي لوبډلې، موج ساحل اف سي ته دوه پر يو په ماتې ورکولو سره ټولې ۸ نمرې خپلې کړې.

د جوانان پيروزي لوبډلې لپاره نجیب هاشمي د لوبې په ۱۴مه دقیقه او ابوسینه حسین زاده په ۶۹ مه دقیقه کې ګولونه وکړل.

د موج ساحل اف سي لوبډلې لپاره ارسلان محمدي په ۶۶ مه دقیقه کې پينالټي ګول کړه.

د شنبې په ورځ به د دې سياليو د دوو مخکښو او قوي لوبډلو هرات اټک انرژي او د فراه ابو مسلم ترمنځ سيالۍ ترسره کيږي.

دغه دواړه لوبډلې د سياليو د قهرمانۍ لپاره هڅې کوي.

دواړو لوبډلو خپلي ټولي سيالۍ ګټلي او ۲۱ نمرې لري.