افغانستان نن له زمبابوې سره د ټېسټ سیالیو لړۍ پیلوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به نن د زمبابوې ملي لوبډلې سره ددغه هېواد په کوربتوب د ټېسټ سیالیو لپاره میدان ته ښکته شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: دغه سیالي د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو د زمبابوې پر وړاندې د دوه ټېسټ سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ترسره شي.
د ټېسټ دغه سیالۍ به د روانې ډسمبر میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې د بولاوایو په کوینز سپورټس کلب کرېکټ لوبغالي کې دوام ومومي.
که څه هم د پنځو اوریزه سیاليو لومړۍ سیالۍ د اورښت له امله بې تنیجې اعلان شوې وه، خو تر دې وړاندې افغانستان د درېیو یو ورځینیو سیالیو لوبلړۍ دوه پرله پسې لوبې له زیمبابوې وګټلي او لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه.
یاده دې وې، تر یو ورځينیو سیالیو وړاندې د شلو اورېزه سیالیو اتلي هم افغان لوبډلې په خپل نامه کړې وه.