د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبه؛ زېمبابوې پچه وګټله، لومړی توپ وهنه کوي

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د لومړنۍ ټېسټ لوبې پچه زېمبابوې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. دغه لوبې نن پیل شوې او د روانې جنورۍ میاشتې تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.

دا د عظمت الله عمرزي، صدیق الله اتل او الله محمد غضنفر لومړنۍ ټېسټ لوبه ده، چې پکې لوبېږي.
په نننۍ لوبه کې په افغان لوبډله کې د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د صدیق الله اتل، عبدالمالک، رحمت شاه، افسر ځاځي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزي، نوید ځدراڼ، ظاهر خان، ضیاالرحمن اکبر او د الله محمد غضنفر نومونه شامل دي.
دا د افغانستان ۱۱مه ټېسټ لوبه او د زیمبابوې پر وړاندې یې بیا درېیمه ټېسټ لوبه ده، چې ترسره کېږي.
افغانستان تر دې وړاندې له اېرلنډ، بنګله دېش او زېمبابوې درې ټېسټ لوبې ګټلې دي.
تر دې وړاندې افغانستان د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د دوو لوبو په ګټلو سره په خپل نوم کړه.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې اعلان شوې وه.
افغانستان له هغه وړاندې له زېمبابوې لوبډلې د شل اوریزو لوبو لړۍ هم ۲پر ۱ ګټلې وه.