دېرش بندیزونه؛ ازادې رسنۍ د طالبانو د سترګو اغزي
د کندهار ښار په یوه متوسط کور کې ۲۴ کلنه جمیله په خپل زاړه لپټاپ کې لګیا ده، خپل رسنیز توکي يو په بل پسې ډیلیټ کوي او وروسته لپټاپ غلی کوي. د کور فضا غلې او ارامه ده، خو ترڅنګ کوڅه کې د طالبانو له یوه رېنجر موټر نه د ترانې لوړ غږ اورېدل کیږي.
جمیله پاڅیږي او کړکۍ بندوي، « په پیل کې موږ یوڅه ازادي درلوده، خو اوس مو په عادي ویډیو هم سملاسي استخبارات په مرګ ګواښي او ټیلیفون راته کیږي».
هغه پر ټلویزیون یوازې نارینه ویني، چې خبرونه وايي او خپرونې وړاندې کوي، خو د ښځو غږ په دغه ښار کې، چې د طالبانو د مشر پلرنی ټاټوبی او دودیز مرکز دی، حرام دی.
جمیله په داسې حال کې، چې د طالبانو دلایل له شریعت نه ددوی ناسم تعبیر ګڼي، پر خپل حق ټینګار کوي، « اوس چې کله په سکرین او سټودیو کې یوازې نارینه وینم، ډېر حسرت راځي، چې ولې ښځې؟ ».
د ښځې غږ حرام دی
د افغانستان په څېر هېواد کې خبریالي ، چې د زړورتیا، حقایقو او جرئت سمبول دی، څه باندې ۱۲ سوه ورځې کیږي چې ډېرمهال احتیاط، پر حقایقو چوپتیا او ځانسانسوري تجربه کوي.
د طالبانو له راتګ وړاندې افغانستان د رسنیو د کمیت او کیفیت له پلوه په سیمه کې غوره حالت درلود. له ۲۰۰ ډېرو راډیويي چینلونو، ۱۸۴ تلویزیونونو، په سلګونو ورځپاڼو او انلاین رسنیو فعالیت کاوه. نجونو او ښځو د رسنیو په خپرونو کې ونډه درلوده او د ځینو رسنیو مشري ورترغاړې وه، خو په ۲۰۲۴ کال کې وضعیت خورا بدل دی. له شاوخوا ۱۸۴ تلویزیوني چینلونو نه ۵۷ کانالونه د مالي او سیاسي ستونزو او یو شمېر د طالبانو د پالیسیو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په پایله کې تړل شويدي.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ۲۰۲۴ کال په اګست کې په رسمي ډول د طالبانو د عدلیې وزارت په جریده کې په ۳۵ مادو کې خپور شو، چې ۱۳مه، ۱۷مه او ۲۲مه ماده یې د رسنیو د چارو د محدودولو هڅه کوي. د یاد قانون ۱۷ مه ماده په رسنیو کې د ساکښو انځورونو د خپراوي مخنیوی کوي او د رسنیو په تولیدي منځپانګه کې محتسبانو ته د مداخلې حق ور کوي. ۱۳مه ماده یې د ښځې پر غږ، سندرو، قرائت او حتا نعت ویلو بندیز لګوي چې په ټلویزیون او راډیو کې غږ هم پکې شاملیږي. دغه راز د طالبانو د یاد قانون د ۲۲مې مادې نهمه فقره د ساکښو ګرافیکي توکو او د ناوړه ګټه اخستنې تر نامه لاندې د راډیو او تلویزیون استعمال محدودوي او په کمره او موبایل د ویډیو او انځور اخستلو چاره له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ګڼي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبان یې باید د «ځانګړو منکراتو» په توګه مخه ونیسي.
ددغه قانون له پلي کېدو سره د افغانستان ګڼو ولایتونو کې رسنۍ د ساکښو انځورونو له خپراوي منع شوې او د طالبانو ګڼو حکومتي ادارو په خپلو اعلامیو، خبرپاڼو او ټولنیزو شبکو کې د انځورونو خپرول بند کړل.
د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د طالبانو د مداخلې او ساکښو انځورونو د نه خپراوي له امله لږ تر لږه ۱۱ ټلویزیونونه تړل شوي او یوه ته له تړل کېدو وروسته په مشروط ډول بېرته د فعالیت اجازه ور کړل شوې ده. په دغو ټلویزیونونو کې ارزو، عبور، د کندهار، بادغیس او تخار ولایتونو ملي ټلویزیونونه، بریا، نور، غرغښت ، تمدن، ماه نور او ریحان په څېر ټلویزیونونه شامل دي، چې ځینې یې په سیاسي لاملونو او ځینې نور د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر بنسټ، په ځانګړې توګه د ساکښو انځورونو پر خپرولو د بندیز له امله بند شوي، یا راډیويي بڼه یې غوره کړې ده. له دې وړاندې طالبانو په ننګرهار کې همیشه بهار ټلویزیون تړلی و، چې وروسته یې بیرته د فعالیت اجازه ور کړه.
ښځې په رسنیو کې په ندرت ترسترګو کیږي او په ډېرو ښارونو په ځانګړي ډول جنوبي ولایتونو کې چې د طالبانو له ځپونکو بندیزونو سره مخ دي، د ښځو غږ محرم ګرځول شوی.
د جمیلې په څېر ګڼې ښځینه خبریالانې اوس په کور ناستې دي او یوازې ګوري او اوري. هغه د طالبانو وروستي ځپونکي بندیزونه نهیلي کوونکي ګڼي، خو لا هم په زړه کې خپلې هیلې پالي چې ګوندې وضعیت بدل شي. هغې په تریخوزمه خندا افغانستان انټرنشنل ته وویل، « اوس بالغې ښځې ته د بلې بالغې ښځې غږ حرام ګرځول شوی، چې د نارینه شهوت را پاروي».
پر انځور بندیز؛ د رسنیو تړل
رحمت الله رووفي، چې د کابل په یوه خصوصي ټلویزیون کې د ایډیټوریل بورډ د غړي په توګه کار کوي، په دې نظر دی، چې که د نړیوالې ټولنې فشار او په کوردننه د ځینو طالب مشرانو مقاومت نه وای، د طالبانو امیرالمومنین به ټولې ازادې رسنۍ تړلې وای. هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « انځور شرعي پلمه ده، خو په اصل کې دا د ازادو رسنیو د تړلو تدریجي پلان دی».
د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د کابل د یو شمېر خصوصي ټلویزیونونو مسوولان کندهار ته لاړل چې د طالبانو د مشر ویاند ذبیح الله مجاهد له لارې خپلې اندېښنې ددې ډلې مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ته ورسوي.یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په کابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټلویزیونونو له استازو او د ژورنالېستاتو د دفاع سازمانونونو سره په ناستو کې د امر بالمعروف قانون د ۱۷مې مادې په برخه کې د خپلې بې وسۍ له امله په غیر مستقیم ډول معذرت وغوښت او هغوی ته یې مشوره ور کړه، چې کندهار ته لاړ شي.
سره له دې چې په دې ناسته کې د ټلویزیونونو مسوولانو ته ډاډ ورکړل شوی و چې ازادې رسنۍ نه تړل کیږي، خود رووفي په باور، چې له طالبانو سره هره ورځ د خبري محتوا پر سر په « وکړه، مه کړه» کې ښکیل دی، «پر انځورونو بندیز د ټلویزیونونو تدریجي تړل کېدو ته لاره پرانیزي».
د رووفي په وینا، ددې موضوع د تعقیب لپاره ټاکل شوې وه، چې د ازادو رسنیو یوه کمېټه جوړه شي، خو ددې کمیټې چارې د انځور خپراوي په تړاو د طالبانو د چلند له نرمښت وروسته ټکنۍ شوې دي.
خو دا څو پړاویز پلان دی چې په تدریج سره یې طالبان پلی کوي. د اکتوبر پر ۱۴مه د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون رییس قاري یوسف احمديهم دې مسالې ته د ملي ټلویزیون له مدیرانو سره په ناسته کې اشاره وکړه او ویې ویل، چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر رسنیو په پړاویز ډول پلی کیږي او ورو ورو به د ملي راډیو ټلویزیون اړوند کانالونه په شریعت غږ راډیو بدل شي.
د ډسمبر پر ۲۳مه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د یوه اعلان له لارې په کابل او ولایتونو کې د ملي راډیو او شریعت غږ راډیو لپاره د اېف اېم ټرانسمیټرونو د نصبولو په موخه د بانډپاس (Bandpass) فلټرونو د چمتو کولو پروژه داوطلبۍ ته وړاندې کړه. په دې پروژه کې په مرکز کابل او ولایتونو کې د راډیو د ایف ایم څپو ټرانسمیټرونو نصبول هم شامل دي.
بانډپاس فلټرونه په یوه ځانګړې فریکونسي کې سیګنالونو ته د تېرېدو اجازه ور کوي او د ټلویزیون په څېر نور سیګنالونه بندوي. په باندپاس سره طالبان کولای شي ټلویزیوني سیسټم له تغییر پرته اېف اېم راډیوګانو ته وکاروي. په دې سره راډیو ته یوازې د غږ په محتوا د ټلویزیون سیګنالونه لېږدول کیږي او انځور او ټلویزیوني محتوا پرځای پاتې کیږي.
طالبانو دمګړۍ د کندهار، هلمند، ارزګان، زابل او نیمروز په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې په سیمه ییزو ملي ټلوېزیونونو کې تصویري خپرونې بندې کړې، چې عملا یې د راډیوګانو بڼه خپله کړې ده.
د ګڼو رسنیو سترګې اوس په کابل کې د کورنیو چارو ځواکمن وزیر سراج الدین حقاني او یو شمېر نورو هغو طالب مشرانو ته دي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له پامه لوېدلي او د رقیبانو په سترګه ورته ګوري.
«حقاني یو شمېر رسنیو ته مالي امکانات ور کوي. په بهر کې هم ځینې خبریالان له هغه نه امکانات ترلاسه کوي. دې د خصوصي رسنیو مسوولان یوڅه ډاډمن کړي»، خو د رووفي په باور، « دا کاذب ډاډ دی، ځکه د قدرت اصلي واګې په کندهار کې د ناست شیخ په لاس کې دي».
۳۰ لارښودونو پر رسنیو کړۍ راتنګه کړې
له ۲۰۲۱ کال نه د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې طالبانو د رسنیو د قانون ترڅنګ شاوخوا۳۰ رسنیز لارښودونه صادر کړي، چې ډېر تمرکز یې د ټلویزیون او راډیو د منځپانګې پر محدودولو دی.
په دغو لارښودونو کې پر انځور او ویډیو اخستلو، د ساکښو د انځورونو، فلمونو او سریالونو پر خپراوي ، پر طالبانو په نیوکو، د طالبانو ضد جبهو د خبرونو او د مخالفو سیاستوالو د خبرونو او اعلامیوپر خپراوي بشپړ بندیز دی. پر ښځینه خبریالانو او ویندویانو ماسک جبري شوی، په ځینو ولایتونو کې د ښځو بشپړ انځور خپرول منع شوي او د انتقادي سیاسي طنزي خپرونو مخنیوی شوی.
دافغانستان د خبریالانو مرکز افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو په دې موده کې د کورنیو رسنیو له لارې د بهرنیو رسنیو د خپرونو پر بیا خپراوي بندیز لګولی، په افغانستان کې د نړیوالو ټلویزیوني کانالونو خپرونې یې بندې کړې، د جلاوطنه رسنیو وېبپاڼې تړل شوې او جلاوطنه رسنۍ غیابي محاکمه شوې دي. طالبانو دغه راز رسنیو ته سپارښتنه کړې، چې طالب مشرانو ته «شهید»، «امیرالمومنین»، «شیخ الحدیت» او ورته نور ستاینومونه وکاروي.
له واردمخه حکومتي تایید سره د ژوندیو خپرونو مشروطول، د طالبانو د لاسته راوړنو تبلیغول او په سیاسي خپرونو کې د ناتایید شویو شنونکو پر ګډون بندیز هم په دغو لارښودونو کې شامل دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو لارښودونه د لاریونونو او مدني اعتراضونو رسنیز پوښښ منع کوي؛ رسنیو ته د طالبانو حکومت پرځای د افغانستان حکومت یا امارت کارولو سپارښتنه کوي او د هغې محتوا د خپراوي مخه نیسي، چې ددوی په باور مذهبي او قومي مسایلو ته لمن وهي.
په پاتې نورو لارښودونو کې، چې رسنیو ته ابلاغ شوي؛ په خپرونو کې د نر او ښځې ترمنځ بېلتون، له نارینه وو سره د ښځو او له ښځو سره د نارینه وو د مرکو ممنوعیت، د خپرونو په بک ګرونډ کې د موسیقۍ بندول، په ولایتونو کې له راډیويي او ټلویزیوني خپرونو سره د ښځو د ټیلیفوني اړیکو ممنوعیت، په رسنیزو ورکشاپونو او سیمینارونو کې د ښځینه خبریالانو پر ګډون بندیز، د طالبانو له مخالفانو او منتقدانو سره پر مرکو بندیز، د سوداګریزو اعلانونو محدودول، له جلا وطنه رسنیو سره پر کار بندیز او په یو شمېر محلي رسنیو کې د ښځو پر غږ بندیز شامل دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۴ کال کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د وضعیت په اړه خپل کلني رپوټ کې وویل چې د تاوتریخوالي پېښې اته سلنه ډېرې شوې دي. دغه مرکز د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۸۱ پېښې ثبت کړې، چې په پایله کې یې ۱۸ رسنیو فعالیت بند کړی او ۵۰ خبریالان نیول شوي.
یاد سازمان وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې طالبانو لږ تر لږه اووه نوي لارښودونه وضع کړي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې شمېر څلور و. په نویو لارښودونو کې په کندهار کې پر انځور اخیستلو او مرکو بندیز، په خوست کې له رسنیو سره د ښځو او نجونو پر ټلیفوني اړیکو بندیز، د امر بالمعروف کړکېچن قانون د ۱۷مې مادې له مخې د ساکښو د انځورونو پر خپرېدو بندیز، د سیاسي خپرونو او ګرديو ميزونو پر ژوندۍ بڼه خپرېدو بنډیز، د حکومت پر قوانینو او پالیسیو د انتقادي خپرونو بندېدل، د شنکونکو تایید شوی نوملړ او په ځانګړو مواردو کې د «شهید» او «شهادت» کلمو اجباري کول شامل دي.
پر دې سربېره طالبانو د ټولنیزو رسنیو، یوټیوب کانالونو، لوحو او اعلاناتي تابلوګانو او د خبريالانو د کاري فعالیت د کارتونو بېلابېلې کړنلارې چمتو او پلې کړې، چې د اسانتیاوو پرځای د محدودیتونو د ډېرېدو لامل شوې دي.
دغو بندیزونو یوازې د خبریالانو او رسنیو کار نه دی محدود کړی؛ ګڼ خبریالان، په تېره ښځینه خبریالانې یې په کور کښېناستو، له هېواده تېښتې او د خپل مسلکي هویت پرېښودو ته اړ اېستي دي. د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د رپوټونو له مخې، دمګړۍ په افغانستان کې تر ۶۰۰پورې ښځینه خبریالانې موجودې دي. دا شمېر له طالبانو وړاندې دوه زره او ۸۳۳ تنه و، خو د افغانستان په سوېل کې دا شمېر صفر دی چې په دې سیمه کې د طالبانو د سخت کنټرول او واک ښکارندويي کوي.
سکینه چې د هلمند په یوه سیمه ییزه رسنۍ کې یې کار کاوه، ویني، چې ګڼې همکارانې یې خیاطۍ ته مجبورې شوې او ځینې له رواني ستونزو کړیږي. « سره له دې چې باسواده یو، خو اوس په بې سوادو کې حسابیږو. څه خوبونه مو چې لیدل، هیلې او امیدونه هرڅه صفر شول». هغه د خپل تېر او اوس پرتلنه له نهیلۍ په ډک غږ کوي، « اوس هم چې له همکارانو سره پر پخوانیو خاطرو خبرې کوو، یا خپلې پخوانۍ خپرونې اورو او ګورو، ورته ژاړو».
د ډېری ښځینه خبریالانو ټولنیزې اړیکې شلېدلې، ځکه د کور تر چاپیریاله محدودې شوې دي او د پخوا په څېر د ټولنې منځ ته په ازاده توګه نه شي تلای. د پښتو متل « په مرګ یې ونیسه چې تبې ته راضي شي» په مصداق هغوی ته اوس د واقعیتونو او پېښو تر انعکاس ډېر د خپلو کورنیو خوندیتوب لومړیتوب دی. سکینه اوس نه څه ویلای شي او نه څه لیکلای شي، ځکه په هرڅه کې خطر ویني، « نن هرڅه محدود شوي، نه خلک د خبرو جرئت کوي، نه خبریالان خبرې کولای شي، نیول شوی خبریال چې بېرته خوشی شوی، نظریه یې بیخي بدله شوې ځکه ځان او د کورنۍ ژوند ته یې خطر متوجه دی».
د پېښو د روایت ژبه بدلیږي
د کابل په څېر ښارونو کېچې فرهنګي او قومي تنوع پکې پراخه ده، یو شمېر سترې رسنۍ له واکمن روایت سره د ځان برابرولو هڅه کوي، خو دغه هڅه ډېر وخت په غوښتي یا ناغوښتي ډول د خبریالۍ د ارزښتونو په قرباني کېدو تمامیږي.
د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۱۱مه چې یوه داعشي ځانمرګي د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل حقاني په خپل وزارت کې وواژه، یو شمېر رسنیو هغه ته د «وژل» کلمه وکاروله څو خپل بې پریتوب وساتي، خو ډېر ژر د طالبانو پلویانو په «نمک حرامۍ» تورنې کړې او وروسته ټولو رسنیو په خپلو خبرونو کې نوموړي ته د «شهید» کلمه وکاروله.
دې مسالې وښوده چې د طالبانو حکومت ازادې رسنۍ څومره ځانسانسورۍ او ځان بدلولو ته اړ اېستې دي.
د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې «سيپيجي» له طالبانو وغوښتل چې د سیاسي بحثونو په اړه په ژوندیو خپرونو لګول شوی بندیز لرې کړي. ددې کمېټې د اسیا څانګې همغږوالې بیه ليیي وویل، چې د طالبانو نوي بندیزونه په افغانستان کې د رسنیو بنسټیزې ازادۍ له منځه وړي. د مېرمن ليیي په وینا، طالبان په دغه ګام سره هڅه کوي چې رسنۍ د دوی په تبلیغاتي وسیلو بدلې شي.
طالبانو یو شمېر رسنیو ته وویل چې د سیاسي بحثونو د ژوندیو خپرونو چلوونکي باید هر سهار موضوع او د شنونکو نوملړ له دوی سره شریک کړي او له تایید وروسته یې خپاره کړي. طالبانو دغه راز د کارپوهانویو اوږد نوملړ، چې له ۶۰ د ډېرو طالب پلوه کسانو نومونه پکې وو، رسنیو ته وسپاره.
د نومبر پر ۲۶مه «په افغانستان کې د رسنیو ازادي» تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو استازولي او د یاد سازمان د بشرحقونو دفتر په یوه ځانګړي رپوټ کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې نه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ قضیې چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې اغیزمن کړي، خپرې کړې.
په دې کې ۲۵۶ د خپلسرو نیونو،۱۳۰ د ربړولو او ناوړه چلند او ۷۵ د ګواښونو او وېرونې پېښې شاملې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وویل، « د هر هیواد لپاره ازادې رسنۍ یو انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده. په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په سختو شرایطو کې کار کوي. دوی ډیری وخت په دې برخه کې له نا څرګندو مقرراتو سره مخ کیږي، چې دوی د څه په اړه رپوټ ورکولی شي او د څه په اړه رپوټ نه شي ورکولای او همداراز د ځینو نیوکو له امله له ویرې او د بندي کېدو له ګواښ سره مخ وي».
د یوناما په رپوټ کې ویل شوي، چې طالبان په جلاوطنۍ کې د افغان رسنیو فعالیتونه "غیر قانوني" ګڼي، چې له امله یې په افغانستان کې د رسنیو پر داخلي کارکوونکو سخت بندیزونه لګولي دي.یوناما د افغانستان انټرنشنل پر سټلایټ خپرونو د طالبانو پرازیټ خپرولو ته په اشارې وویل چې دې ډلې په افغانستان کې پر نورو بهرنیو رسنیو هم بندیزونه لګولي دي.
طالبان ټول یوه خوله نه دي
د طالبانو د ډپلوماسۍ دستګاه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پلي کول او د ښځو پر غږ بندیز شرعي مسوولیت وباله.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د استازولۍ د رپوټ په غبرګون کې وویل چې دوی له رسنیو سره د کلنیو رپوټونو شریکولو ۱۲۳ رسنیزې غونډې، ۲۴۶ خبري ناستې جوړې کړې او ددوی د ادارو ویندویانو ۵۱۲ خبري کلیپونه شریک کړي او پر مهمو مسایلو یې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له لارې ۴۲ ځانګړې مرکې تنظیم کړې دي. یاد وزارت د خبریالانو نیول مبالغه وزمه وګڼل او ویې ویل چې خبریالانو یو شمېر امنیتي پېښې په بهر کې د پناه اخستنې لپاره پلان کړې او رسنیزې کړې دي.
خو ټول طالبان پر رسنیو د بندیزونو په اړه د ملا هبت الله اخوندزاده له یواړخیزو بندیزونو سره موافق نه دي.
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۲۱مه طالبانو ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د حقاني ډلې اړوند کسان چې د طالبانو ډیری تبلیغاتي مرکزونه دوی اداره کوي، پر رسنیو د نویو بندیزونو مخالف دي او دا ګام د ځان لپاره هم ګواښناک ګڼي.
د حقاني شبکې اړوندو کسانو د ساکښو پر انځورونو د بندیز په غبرګون کې ددې ډلې د بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني یوه پخوانۍ ویډیو خپره کړه، چې په اوسمهالو شرایطو کې د ویډیو او انځور اړتیا پکې توجیه کوي.په دې ویډیو کې جلال الدین حقاني د ویډیو او انځور اخستل جایز ګڼي او وايي، چې علماوو د نیمه انځورونو جواز ورکړی او ده هم د اړتیا پر بنسټ خپلو کسانو ته د کمرو او فلمونو اخستلو اجازه ور کړې ده.
د ډسمبر پر ۱۸مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د «اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د رسنیو رول» سیمینار ته په وینا کې وویل، چې رسنیو ته باید د «ملتپالو» په سترګو وکتل شي.هغه خبرداری ورکړ، چې پر رسنیو محدودیتونه او زیاتې نیوکې د ګټې پر ځای زیان رسوي.
عباس ستانکزي وویل: «زما غوښتنه له حکومت او اسلامي امارت څخه دا ده، چې زموږ رسنۍ پیاوړې او ملاتړ یې وکړي».
خو دغو مخالفو غږونو په کندهار کې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده پر پرېکړو پاموړ اغیز نه دی کړی.
د انفرادي هڅو یوه تته رڼا لا ښکاري
افغانستان د رسنیو له یوه تت او تیاره راتلونکي سره نوي کال ته داخلیږي. د رسنیو او ښځو پر وړاندې د طالبانو په دریځونو کې نرمښت نه دی راغلی او داسې ښکاري چې ۲۰۲۵ کال به د افغان رسنیو او خبریالانو لپاره له ننګونو خالي نه وي.
په داسې حال کې چې نړۍ د افغانستان ترخه واقعیتونه یوازې د کیسو تر حده اوري، افغان خبریالان له خپلو انفرادي هڅو لاس پر سر نه دي. د جمیلې په څېر ګڼې افغانې خبریالانې د بندیزونو او محدودیتونو له نهیلوونکو خبرونو سره سره، لا هم په خپل هوډ ټینګې دي او له یوې او بلې لارې د خپل او د خپلو خلکو د غږ رسولو هڅه کوي.
جمیله بېرته مېز ته نږدې کیږي، کړکۍ پرانیزي او خپل لپټاپ روښانوي: « دا زموږ حق دی چې خپل مسلک کې دنده اجرا کړو، دوی هرڅه ته حرام وايي، سبا داسې ورځ هم راتلونکې ده، چې دوی به وايي، ښځې د ژوند کولو حق هم نه لري».
یادونه: په دغه رپوټ کې په کندهار کې پخوانۍ خبریاله جمیله، په هلمند کې پخوانۍ خبریاله سکینه او په کابل کې د یوه خصوصي ټلویزیون د ایډیټوریل بورډ غړی رحمت الله رووفي د هغوی په غوښتنه په مستعارو نومونو یاد شوي.