زمبابوې د ټيسټ سیالۍ په لومړۍ ورځ افغانستان ته ۳۶۳ منډې جوړې کړې

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لومړنۍ ټېسټ سیالۍ په لومړۍ ورځ زمبابوې کرېکټ لوبډلې د څلور لوبغاړو په زیان ۳۶۳ منډې جوړې کړې. افغان لوبغاړي غضنفر ۲، نوید ځدراڼ او ظاهر خان یو-یو د زمبابوي لوبغاړي وسوځول.
د ټيسټ سیالۍ پچه کوربه زمبابوې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. دغه لوبې نن پیل شوې او د روانې جنورۍ میاشتې تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.
تر دې وړاندې افغانستان د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د دوو لوبو په ګټلو سره په خپل نوم کړه.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې اعلان شوې وه.
افغانستان له هغه وړاندې له زمبابوې لوبډلې د شل اوریزو لوبو لړۍ هم ۲پر ۱ ګټلې وه.