د ارغواني شنبو غورځنګ: د طالبانو د ډلې جنایتونه د بښلو نه دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/05c23418c3609807356ce3c99d8a403e0f43ce79-701x438.jpg?rect=17,0,668,376&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ارغواني شنبو غورځنګ وايي، د طالبانو جنایتونه د بخښلو او زغملو نه دي. دغه غورځنګ پر اېکس پاڼه لیکلي، هغه څوک چې له طالبانو سره تعامل کوي نه یوازې د ظلم ملاتړ کوي؛ بلکې افغان مېرمنې په دغه ستونزمن حالت کې یوازې او ځان ته پرېږدي.
دغه غورځنګ وایي، د افغان مېرمنو کړاوونه باید هېر نه شي او د ازادۍ لپاره د دوی مبارزه باید بې ګټې پاتې نه شي.
د دغه غورځنګ په وینا، هغه کسان چې له طالبانو سره تعامل کوي، په حقیقت کې د مېلیونونو افغانانو په ځانګړې توګه د افغان ښځو د کړاوونو په جرم کې شریک دي.
دغه غورځنګ زیاته کړې، چې د طالبانو سختو او ظالمانه تګلارو ښځې له عامه ژوند څخه په بشپړه توګه ګوښه کړې دي.
دغه غورځنګ وړاندې کاږي، چې د افغانستان ښځې او نجونې اوس په خپلو کورونو کې بندیانې دي او د پرمختګ له حقه محرومې دي.
د دغه غورځنګ په لیکنه کې راغلي: «د طالبانو د وحشت له څرګندو نښو سره، سره په نړۍواله ټولنه کې داسې کسان شته، چې له دغې ډلې سره د تعامل پلوی کوي او استدلال یې دا دی، چې له دغې ډلې سره تعامل د ثبات لپاره لاره هواروي. دغه تګلاره نه یوازې دا چې غلطه ده؛ بلکې په اخلاقي توګه د غندلو وړ هم ده.»
دغه غورځنګ وایي، نړۍواله ټولنه دنده لري چې د طالبانو د کړنو په وړاندې په کلکه ودرېږي، د افغانستان د ښځو غږ اوچت کړي او د هغوی له حقونو دفاع وکړي.