طالبان: له ایران او پاکستانه شاوخوا ۱۳۰ کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د چهارشنبې په ورځ د مرغومي په پنځمه راپور ورکړی، چې ۱۲۷ افغانې کورنۍ له ایران او پاکستانه راستنې شوې دي.

که څه هم چې باختر اژانس د دغو راستنو شویو کورنیو د غړو کره شمېر نه دی یاد کړی او دا یې هم نه دي ویلي چې دغه کورنۍ پخپله خوښه او که په جبر ستنې کړای شوې، خو دا یې ویلي چې راستنې شوې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او وریښمین پله له لارو راستنې شوې دي.
تېره ورځ د سې شنبې په ورځ د مرغومي په څلورمه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو این ایچ سي ار) هم ویلي و چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۳۰مې د ۲۰۲۴ کال د نومبر تر ۳۰مې ۷۸۳ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
تر دې ور ها خوا ایراني چارواکو هم خبرداری ورکړی، چې د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ به دوه ملیونه بې اسناده کډوال بیرته افغانستان ته ستانه کړي.
دغه کډوال داسې مهال بیرته ستنول کیږي چې پخپل هېواد کې د سر پناه کولو لپاره جونګړې نه لري او د وزګارتیا او بې وسۍ له امله له سختو ستونزو او کړاونو سره مخامخیږي.