فلمي نړۍ: ایا پوهېږی چې عامر خان کوم بد عاتونه لري؟
د هندي سینما (بالیووډ) پېژندل شوي فلمي ستوري عامر خان په دې وروستیو کې د خپلو پخوانیو 'بدو عادتونو' په اړه څرګندونې کړې دي.
عامر خان په یوې مرکه کې د خپل شخصیت په اړه ځینې داسې خبرې کړې دي، چې مخکې نه دي په ډاګه شوي.
زي میوزیک د عامر خان او نانا پاټېکر یوه شریکه مرکه خپره کړې، چې عامر په کې له خپلو بدو عادتونو پرده پورته کړې او ویلي یې دي، تر دې وړاندې یې درې بد عادتونه لرل، چې یو یې په الکولو روږدی وو، دویم سګرټ یې څکول او درېیم دا چې غیر منظم وو.
خو کله چې عامر خان وویل، چې په ژوند کې غیر منظم دی، نانا پاټېکر ور غبرګه کړه، چې د فلم جوړولو لپاره به په وخت حاضر وو.
د نانا پاټېکر دغه خبرې ته عامر خان وويل، د فلمونو په برخه کې زه تل پر وخت راځم، د کار له درکه غير منظم نه يم، بلکې په شخصي ژوند کې غير منظم يم.
خو کله چې نانا پاټېکر له عامر خان د هغه د بدو عادتونو پوښنه وکړه، نو نوموړي په ځواب کې وویل: «پخوا به مې ټوله شپه شراب څښل، خو اوس مې ترې خلاصون موندلی دی. هغه وایي چې سګرټ څکوم او زما ستونزه دا ده چې زه یو خوځنده انسان یم او چې کوم کار ته ملا وتړم په ټول توان یې سرته رسوو.»
نوموړی وایي، چې پوهېدم بد عادتونه لرم خو توان مې نه درلوده چې ځان ترې خلاص کړم.