پښتونخوا کې پوځي عملیاتو ته عکس العملونه

افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

د دسمبر په ۲۱ د پښتونخوا د ملکي او پوځي مقاماتو په اصطلاح اوچتې کمیټۍ یا Apex Committee پیښور کې تصمیم ونیو چې د خیبر ضلعې په تیراه او د بنو په جانی خیلو کې د ځینی ځایونو میشت خلک به په موقته توګه د خپلو کلیو او کورونو نه کډه شي، چې امنیتي ادارې دغلته تصفیوي پوځي عملیات وکړي.

دا وړومبې ځل نه دې چې د پاکستان حکومت په پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان ( ټی ټی پی ) په ضد د پوځي عملیاتو د پیلولو تصمیم نیسي.

د اوسني کال د جون میاشتې په ۲۲ نیټه د پاکستان مرکزي حکومت د « عزم استحکام » په نوم په پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو تابیا کړې وه، خو د پښتونخوا ولسي پاڅونونو او سیاسي ګوندونو د دغو عملیاتو او د ځایي خلکو د بې کوره کیدو سره دومره کلک مخالفت ښکاره کړ، چې مرکزي حکومت د خپل تصمیم نه په شا تللو ته مجبور شو.

حکومت خبره په دې بدله کړه چې حکومت هیڅ کوم پراخ پوځيعملیات نه کوي، امنیتي ادارې به تش د استخباراتي اطلاعاتو په اساس د ترهګرو په ضد په محلي توګه محدود ګوزارونه کوي.

د جولاۍ په میاشت کې په بنو کې د پاکستان د حکومت له خوا د « ښو او بدو طالبانو » د تفکیک په نوم د ترهګرو د پاللو په ضد بې ساری ستر ولسي پاڅون وشو، لکی مروت او نورو ځایونو کې هم د دولت او په خاصه توګه د جنرالانو د پالیسیو خلاف تظاهرات او پرلتونه جوړ شول.

په بنو او لکي مروت کې خو پرلتونو کې ګډونوالو د خپلو سیمو نه د پوځ د ویستل کیدلو غوښتنه هم وکړه، ځکه چې د هغوی د وینا سره سم پوځ په دولتي نظام او په ټولنه د خپلې هژمونۍ د تامین لپاره د خپلو استخباراتو په وسیله ترهګري پالي او د تش په نوم عملیاتو په پلمه د پښتنو طبیعي زیرمې اشغالوي.

د دسمبر په اوومه نیټه د پښتونخوا اسمبلۍ ( شورا) د رایو په اتفاق یو پریکړه تصویب کړ، چې په خیبر او بنو کې د پوځي عملیاتو نه کولو غوښتنه پکې شوی وه.

په پریکړه کې دا استدلال شوی و چې په پښتونخوا کې د دې نه وړاندې بې شمیره پوځي عملیات شوي، خو د هغو په نتیجه کې ترهګري هیڅ کمه شوې نه ده.

دا ډیره عجیبه خبره ده چې د ایالتی اسمبلۍ د رایو د اتفاق په اساس تصویب شوي پریکړې نه دوه اونۍ وروسته حکومت څنګه پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو د پیلولو تصمیم نیسي ؟ ځکه چې اسمبلی په ایالت کې د ولس په رایو جوړ شوی قانون جوړونکې او تصمیم نیونکې فورم دی، د هغې پریکړه حکومت څنګه تر پښو لاندې کولی شي؟ شنونکي دا هم وايي چې دغه تش په نوم اوچته کمیټي (Apex Committee ) په حقیقت کې په دولتي او حکومتي نظام کې هیڅ حیثیت نه لري.

په اساسي قانون یا لوړو حقوقي ضوابطو کې د دې نوم حتا ذکر نشته. دا تشه په اجرايي امر جوړه کمیټه ده چې کار یې تر د ملکي او پوځي موسسو تر مینځه د لوړو دولتي او حکومتي موسسو د تصامیمو په تطبیق کې د هماهنګۍ تامین دی.

د تصمیم ګیرۍ اصلي موسسې مرکزي او ایالتي پارلمانونه او په مرکز او ایالتونو کې د وزیرانو کابینې دي، خو چون په پارلمان او کابینو کې جنرالان نشته او دغو تش په نوم اوچتو کمیټو کې جنرالان او نور پوځي افسران حضور لري، نو ځکه جنرالواکۍ په بې قانونه توګه د تصمیم ګیرۍ صلاحیت د هماهنګۍ کمیټې ته انتقال کړی دی.

خو بیا هم اصل سوال دا دی چې د داسې پوځي عملیاتو بریالیتوب څه امکان لري چې هغه د ولس د رضا او د ګټو په ضد صورت مومي؟

په پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد د جګړې د ناکامۍ اصلی علت هم دا دی چې پاکستانۍ جنرالواکي د ابر قدرتونو د تش په نوم لوبو کې د ونډې اخستلو، د جنګي اقتصاد د مضبوطولو او د محکومو پښتنو د هویت، کلتور او اقتصاد د له منځه وړلو لپاره په یوه لاس ترهګر پاللي او په بل لاس یې په اصلاح د ترهګرۍ په ضد عملیات کړي دي.

په دغسې عملیاتو کې د الوتکو د بمبار او د ټانکونو او د توپو اصلی هدف د وزیرستان، باجوړ، مومند او د پښتونخوا د نورو سیمو ولس ګرځیدلی دی، د ماشومانو او ښځو په ګډون په زرګونو پښتنو ژوند له لاسه ورکړی، د هغوی کاروبارونه او دارایانې تباه شوې او په ملینونونه پښتانه بې کوره شوی او نورو سیمو ته په کډه کولو مجبور شوي دي.

تېر دوبی د پاکستان له پوځي عملیاتو سره د مخالفت لباره ډېرې مظاهرې وشوې
تېر دوبی د پاکستان له پوځي عملیاتو سره د مخالفت لباره ډېرې مظاهرې وشوې

په دوی کې یو شمیر بې کوره شوي پښتانه لا تر اوسه بیرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي، د دې ډیر څرګند مثال د تیراه کوکي خیل اپریدي دي، چې د کال ۲۰۱۲ په پوځي عملیاتو کې بې کوره شوي او تر نن پورې پوځ هغوی ته بیرته تیراه کې خپلو کورونو ته د تګ اجازت نه ورکوي.

هغوی په جمرود کې د اوږدې مودې راهیسې د دې غوښتنې لپاره تظاهرات او پرلتونه کوي چې هغوی ته ولې د دیارلس کلونو پس هم خپلو کورونو ته د ستنیدو اجازه نه ورکول کیږي، خو عجبه خو دا ده چې اوس پوځ په تیراه کې نوي پوځي عملیاتپیلوي چې په نتیجه کې به یې نور خلک بې کوره کیږي.

د پورتني تحلیل مقصد هر ګز دا نه دی چې د پښتونخوا خلک چې د جنرالواکۍ د کرغیړنو سیاستونو مخالفت کوي، نو ګویا دوی د دهشت ګردانو پشتیباني کوي، خبره هیڅ کله داسې نه ده ، شل دیرش کاله وړاندې به یو شمیر پښتانه د ابرقدرتونو له خوا د تمویل شوي جنګ ته په دروغه ورکړل شوي د جهاد په نامه دوکه کیدل، خو اوس هغوی د خپلو تراخو تجربو په رڼا کې په دې خبره پوهه شوي، چې دغسې پردي جنګونه کور ته راوړل تش فساد دی، خو هغوی وايي چې د پاکستان جنرالواکي اوس هم د دغو پردیو جنګونو د قراردادیانو په وړومبي قطار کې ولاړهده.

دوی دغو نیابتي جنګونو ته سازمان ورکوي او د افغان/پښتون په وینه ډالر ګټي، ځکه په تیرو څو کلونو کې د پښتونخوا پرګنو د دهشت ګردۍ او د جنرالواکۍ دواړو په ضد شعار ورکړی او د دغو دواړو لوبغاړو د جنګي پالیسیو مخالفت یې کړی دی.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.