حالوش خبري سایټ: د ایران په سرحدي سیمه کې د یوه ماین په چاودنه کې دوه تنه افغانان وژل شوي
د بشري حقونو سازمان حالوش راپور ورکړی، چې دوه تنه افغان کډوال د ایران د سراوان ښار د کلګان په سرحدي سیمه کې د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، ځینو افغانانو هڅه کوله چې له کلګان پولې ایران ته ور د ننه شي. دغه کډوال له دغې پولې د تېرېدو پرمهال د ایران د سرحدي ځواکونو لهخوا پر ښخ شوي ماین پښه اېښې چې له دې سره ماین چاودلی او دوه تنه یې څای پر ځای مړه کړي دي.
ویل شوي، چې دغه کسان د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ د بوریا باف قبچاق کلي اوسېدونکي وو.
دا لومړی ځل نه دی، چې د ایران او افغانستان په پوله داسې پېښه شوې ده. د روان کال (د اکټوبر په ۱۶مې) هم حال وش یو راپور خپور کړی و، چې شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوالو چې غوښتل یې د کلګان له پولې ایران ته واوړي د ایراني ځواکونو لهخوا په پلان شوي کمین کې ونیول شول.
د دغه سازمان په وېب پاڼه کې ویل شوي و، چې د عیني شاهدانو د څرګندونو او تصویرونو له مخې په دغې پېښه کې ۲۶۰ تنه افغان کډوال وژل شوي یا ټپیان شوي وو.
د دغه خبر تر خپراوي وروسته، ایراني چارواکو پر افغان کډوالو د دوی د سرحدي ځواکونو لهخوا د ډزو خبره رد کړه.
په سر کې طالبانو هم دغه پېښه رد کړې وه؛ خو وروسنه یې بیا ومنله چې دغسې یوه پېښه شوې ده، که څه هم د تلفاتو شمېره یې د خپرو شویو راپورونو پرتله کمه ویلې وه.
د دغه ډول پېښو په پرله پسې توګه پېښېدو په سیمه کې د افغان کډوالو د وضعیت او سرحدي نښتو په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.