د سالنګ لویه لاره به سر له سبا د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/5d3516ea528c7188d666dfcae4342417c8afb153-800x452.jpg?rect=0,1,800,450&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
طالبان وایي، چې د سالنګ لویه لاره به سر له سبا (د مرغومي څلورمه) د سوداګریزو موټر او مساپرو لپاره بېرته پرانیستل شي. دغه لاره له تېرې اوونۍ راهیسې د رغونې چارو له امله تړل شوې وه.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس پر اېکس پاڼه د دغې ډلې د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس له حوالې لیکلي، چې دغه لاره د بیارغونې له امله تړل شوې وه او اوس د تګ راتګ لپاره چمتو ده.
ویل کېږي، چې دغه لویه لاره په درېیو برخو کې رغول شوې ده.
نوموړي دارنګه خلکو ته سپارښتنه کړې ده، چې په دغه لاره د تګ راتګ پرمهال دې لازم ژمني توکي له ځانه سره ولري او ټرافیکي قوانین دې مراعت کړي.
خو د ژمي په رارسېدو هم وخت ناوخت دغه لویه لاره د درنې واورې او توپان له امله د تګ راتګ لپاره تړل کېږي.
روان کال هم تر دې دمه دغه لویه لاره دوه ځلې د درنې واورې او توپان له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې وه.