د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبې د ډیسمبر په ۲۶مه پیلېږي
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبې د روانې (ډیسمبر میاشتې په ۲۶مه) د زېمبابوې په کوربهتوب پیلېږي. د دغو لوبو لومړۍ لوبه په همدې نېټه پیلېږي او دویمه هغه یې بیا د جنورۍ په دویمه ترسره کیږي.
دغه لوبې به د روانې جنورۍ میاشتې تر شپږمې نېټې دوام وکړي.
راشد خان هم له یوې دمې وروسته بېرته ټېسټ لوبو ته راستون شوی.
د زېمبابوې پر وړاندې د کرېکټ بورډ لهخوا په اعلان شوي نوملړ کې د حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، اکرام علیخیل، افسر ځاځي، ریاض حسن، صدیق الله اتل، عبدالمالک، بهیر شاه محبوب، عصمت عالم، عظمت الله عمرزی، ظاهر خان، ضیا الرحمن اکبر، ظاهر شهزاد، راشد خان، یامین احمدزی، بشیر احمد افغان، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.
دا به د افغانستان ۱۱مه ټېسټ لوبه او د زیمبابوې پر وړاندې به یې درېیمه لوبه وي.
افغانستان تر دې وړاندې له اېرلنډ، بنګله دېش او زېمبابوې درې ټېسټ لوبې ګټلې دي.
تر دې وړاندې افغانستان د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د دوو لوبو په ګټلو سره په خپل نوم کړه.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې اعلان شوې وه.
افغانستان له هغه وړاندې له زېمبابوې لوبډلې د شل اوریزو لوبو لړۍ هم ۲پر ۱ ګټلې وه.