له زیمبابوې سره د پنځوس اوریزو درېیمه او وروستۍ لوبه نن تر سره کیږي

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي نن د (مرغومې په لومړۍ نېټه) به د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ له زیمبابوې سره درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه تر سره شي.

کریکټ بورډ د هغو لوبغاړو نوملړ هم اعلان کړی چې په دغې لوبه کې به ولوبیږي.
کرېکټ بورډ ویلي چې چټک توپ اچونکي بلال سمېع ته د لوبډلمشر له لوري د لومړنۍ یو ورځنۍ لوبې د ترسره کولو لپاره خولۍ ورکړل شوه او نن به ولوبېږي.
لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د نننۍ سیالۍ لپاره پچه ګټلې او توپ اچونې ته یې لومړیتوب ورکړی دی.
د دغو سیالیو کوربه هېواد هم زمبابوې دی او تر اوسه یې له افغانستان څخه په روانې لوبلړۍ کې هېڅ لوبه نه ده ګټلې.
په دغه لوبلړۍ کې افغان لوبډلې په لوی توپیر سره له سیالې لوبډلې څخه لوبې ګټلي دي او تر نننۍ سیالۍ وروسته به افغان لوبډله بېرته هېواد ته ستنه شي.