ایا د افغانستان ستونزه «قبایلیت» ده؟
د افغانستان د ټولنې په اړه د بهرنیانو له څو ناسمو کلیشهيي انګېرنو څخه یوه دا ده، چې ګواکې افغانستان یوه قبایلي ټولنه ده او د ټولیزې ربړې و کړکېچ لامل یې همدا دی. دغه ناسمه انګېرنه په سوریه کې د پخوانیو یاغیانو او د نویو واکمنو ډلمشر ته هم ور رسېدلې ده.
احمد الشرع (ابومحمد الجولاني) د ۲۰۲۴ کال د دسامبر په ۱۸ مه نېټه له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې « ایا سوریه به په افغانستان بدله شي؟» وویل:
« دا دوه هېوادونه ډېر توپیر سره لري او بېل بېل دودونه لري. افغانستان یوه قبیلهيي ټولنه ده، خو په سوریه کې بېلابېل ذهنیتونه شته. موږ د ښځو په زدکړو باور لرو.»
ما په یوه بله مقاله کې هم کښلي وو، چې پخپله سوریه هم له بدوي ژوند څخه د اموریانو او بیا ارامیانو، هیتیانو، اکدیانو، سومریانو او نورو قبایلي پړاوونو تمدن ته ورسوله او د دغه قبایلي اړیکو فرهنګي ارزښتونه تر نن پورې د سوریايي مدنیتونو د ویاړ وړ میراثونه ګڼل کیږي.
اړوند مقاله دلته ولولئ: د تاریخ یوه بله پاڼه؛ سوریه او افغانان
په دې کې شک نهشته چې په افغانستان کې قومونه او قبایل شته، په ځینو سیمو کې یې قبیلهيي کوډونه لاهم دود دي، څه سیمې له قبایلي وضعیت څخه په راوتلو دي، ګڼې سیمې له فرهنګي پلوه ښاري شوې او قبایلي کوډونه یې ورو ورو پریښي دي، خو د قبایلي فرهنګ میراثونه د ارزښتونو په شان پالي.
دا د مدنیت په مزله کې د بشريت د تکاملي مختګ یو طبیعي پړاو دی، چې تقریباً ټولې ټولنې یې تېروي.
په نړۍ کې به د رومن، سلاویانو، ژرماتیکو (ژرمن)، فرانکانو، انګلو- ساکسونانو، سکیمو، سکاندینیایانو او لسګونو نورو قبایلي پړاوونو پر بنسټونو د نوي اروپايي تمدن د جوړېدو حکایت پرځای پرېږدو، چې همدا اوس لا د نړۍ تر ټولو ستره دیموکراسي (هیندوستان) یوه ترټولو ګڼقبیلوي ټولنه ده، چې لاهم قبیلوي پوړونه / کاستونه په کې ژوندي دي، خو هم د نړۍ یو چټک وده کوونکی اقتصاد دی او هم د نړۍ ستره سیکولره ولسواکي.
د بډای او ښیښه یي خلیج عربان لاهم بدوي قبایل دي او نړۍ له قبیلویت یا قبیلوي میراثونو ډکه ده.
له قبایلي پړاوونو څخه مخ په موډېرنو ارزښتونو لکه ښاریتوب، ولسواکي، بشري حقونو، ټولنیز نیاو، انسانپالنه، نړیوالتیا او نورو تهګام په ګام مزل د ټول بشریت ګډه هڅه و تجربه ده او دغه تکامل د بشریت طبیعي ځانګړنه بلل کیږي.
بشرپېژندونکي فکر کوي، چې له طبیعت څخه لرې کېدل انسان رنځوروي، تکنولوژي او صنعتي ژوند نهلیسم ته لار هواروي، ځکه خو بشر باید خپله تاریخي حافظه هېره نه کړي او په ټولیزه ناخوداګاه کې د قبیلوي ژوند فوسیلونه د فرهنګي ارزښتونو په شان خوندي وساتي.
نو پر دې بنسټ قبایلیت نه پېغور دی، نه د تمدن ضد ښکارنده او نه هم یوازې د افغانانو او افغانستان ځانګړنه.
په افغانستان کې د ویښتیا او روښانتیا یو پیغام باید دا وي، چې قبایلیت سم و پېژنو. دا د انګریزي ښکېلاک یوه دوښمنانه دسیسه وه، چې افغان قبایل یې په دې نامه نړۍ ته وحشي، روستهپاتې او نهسرهیوکېدونکي ګڼل، چې ګواکې قبایلي ژوند له تمدن څخه لرې ساتلي دي. حال دا چې په پټه ښه پوهېدل او موږ هم پوهېږو، چې دغو قبایلو په تاریخ کې لوی لوی تمدنونه رامنځته کړې دي. باختر، ګندهارا، بامیان، هډه، باګرام، بګرام، تیکسلا، اراکوزیا، هيتومنت، ساکستان و همداسې یې پسې درشماره په لسګونو روښانه و زرین تمدنونه د همدغو قبایلو نیکونو رامنځته کړي و تجربه کړي دي.
د افغانستان حاکمیتونه تل عرفي وو. جرګې او لویې جرګې یې د بومي ولسواکۍ تر ټولو غوره موسسې ګڼل کېدې او ان تر نن پورې لا بېسیاله دي. د افغانستان په نومهالي (معاصر) تاریخ کې دوه لویې ټولواکمنۍ ( هوتکي و دراني) دواړه د خلکو په ټولیزې (جمعي) ارادې و مخامخ رایې جوړې شوې دي.
په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه، په اروپا کې تر موډېرنو فیمینیستي غورځنګونو مشره ده. کله چې په افغانستان کې «ارشادالنسوان» خپرېده (مارچ ۱۹۲۱) ښايي په نړۍ کې به یوازې ښځو ته د ځانګړې شوې خپرونې تصور لا نه و زېږېدلی. په افغانستان کې د معارف نهضت او د ښځو تعلیم، د ښځو سپورت، کار، په کابینه کې غړیتوب، پارلمان ته ټاکنې و ټولنیز فعالیت که په نړۍ کې له لومړنیو نه وي، نو په سیمه کې خو تر ټولو نورو ګاونډيو ټولنو مخکښ دي. دا به ومنو، چې د افغانستان عرفي واکمنۍ د دې هېواد په قبایلي نظم کې ریښه لرله. خو دا هم نه هېروو، چې کله د اماني روښانه واکمني و د مشروطه نهضت بهیر د یوه ارتجاعي پاڅون په پایله کې راوپرځول شول او عصري قانونمنده نظام له منځه ولاړ، همدا قبایل وو، چې پاڅون یې وکړ او افغانستان یې وژغوره. بېرته یې د مشروطیت، اساسي قانون، متمدن نظام، ښوونځي، پوهنځي، برېښنا، د مشروطیت لسیزې، اخبار و ګوندي سیاست سره اشنا کړ.
د افغانستان ستونزه قبایلیت نه ده. بلکې هغه څه چې په افغانستان کې پېښیږي، د یوې نړیوالې استخباراتي سیالۍ تیاره میراثونه دي، چې افغانستان یې پرلپسې قرباني دی.
ښاغلی احمدالشرع او نور دې وپوهیږي، چې د افغانستان قبایل، د افغانستان فرهنګ او د افغانستان ټولنه هیڅکله د پوهنې او په تېره بیا د ښځینهوو د پوهنې پرخلاف نه ده. ان چې په افغانستان کې د خلکو په زړونو کې روښانه معتدل اسلام هم له دې سره کومه ستونزه نه لرله. د دې ادعا د ثبوت لپاره په افغانستان کې له قبیلوي او عقیدوي پلوه په تر ټولو ځانساتې سیمه لوی کندهار کې د ۱۳۳۰- ۱۳۴۰ – ۱۳۵۰ کلونو د پوهنې تاریخچه وګورئ، هلته د نجونو د ښوونځیو سویه و سلیقه وارزوئ، هلته له پوهنې سره د کورنیو مینه و علاقه وګورئ، بیا به د خپلې پوښتنې ځواب ترلاسه کړئ.
د افغانستان قبایلي، نیمه قبایلي او ښاري سیمو په خورا طبیعي او نورماله بڼه تکامل کاوه، افغانستان د عصري او متمدن ژوند تجربې په ارامۍ او خوښۍ راخپلولې، تر دې چې د ساړه جنګ په پلمه د برېژینسکي دکتورینو د افراطیت پروژه پاکیستان ته په ټيکه ورکړه او په میلیونونو ډالرو، پونډو او ریالو یې د افغانانو د مغزمینځلو او تکفیر کارخانې پرې ودانې کړې.
اوسني واکمن د نجونو د زدکړو د مخنیوي لپاره هېڅډول دیني یا فرهنګي استدلال نهلري. دوی پخپله هم وايي، چې د نجونو زدکړې فقط بندې دي، دا چې ولې؟ موږ خپله هم نه پوهیږو؟ ځکه نه په دیني لحاظ ورته استدلال لري او نه هم په فرهنګي.تر دې لا خواشینونکې دا ده، چې دوی په دې برخه کې استدلال هم منع کړی دی. دوی وايي د نجونو د زدکړو لپاره استدلال یعني مخالفت او مخالفت یعنې کفر.
په اسلام کې د نجونو د زدکړو د مخنیوي لپاره دلایل نه لري، ځکه په ټوله اسلامي نړۍ کې بلځای داسې بندیز نهشته. پر افغانستان واکمن د احمدالشرع ډلې بریا ته خوښ وو، چې ښايي دوی ته ورته تیاره قوانین به حاکم کړي، خو د احمدالشرع روستي پېغور پرځای کېنول او ورویېښووله چې په اسلام کې داسې څه نهشته.
خبره پاتې شوه د افغاني فرهنګ ( چې واکمن په غلطه ورته فرانسوي اصطلاح «کلتور» کاروي) ، په فرهنګ خو اول دوی پوهیږي نه، ځکه فرهنګپوهه پخپله یو عصري علم دی او دوی د عصري علم مخالف دي. دویم دا چې دوی ګوري همدغه قبایلي، مسلمان او پر خپلو فرهنګي ارزښتونو ټینګ افغانان په تېره یوه پېړۍ کې هرکله چې ورته موقع ورکړل شوې او نیم و نیمکله ثبات و امنیت یې لرلای په ډېره تنده او حرص یې د خپلو بچو زدکړو ته ملا تړلې ده. وچه ډوډۍ یې خوړلې، خو لور او زوی یې ښوونځي و پوهنځي ته استولی. د پکتیا هغه سپینږیری چې خپلې لوڼې یې په بایسکل هره ورځ ښوونځي ته بوولې د یوې قبایلي سیمې بېلګه ده.
ښاغلی احمدالشرع دې خبر وي، چې د افغانستان تر سقوط روسته اته میلیونه افغانان ولې له خپل وطن څخه وتلي دي؟ که سمه سرشمېرنه وشي، ښايي د وتلیو سمه نیمايي برخه یې د هغو سیمو وي، چې هلته لاهم قبایلي ارزښتونه واکمن دي، دوی ولې وتلي؟
ټول به درته ځواب ووايي: ځکه زموږ بچیانو په تېره بیا لوڼو په افغانستان کې د زدکړو امکانات له لاسه ورکړل. د سوریې خلک به له جګړو او د بشاراسد له مستبد رژیم څخه ویرې کډوال کړي وي، خو میلیونونه افغانان – چې ښاغلی شرع یې قبایلي ټولنه بولي – په ښوونځي و پوهنځي پسې د کډوالۍ رنځ ګاللی دی.
فرهنګي ښکارندې په تاریخي حافظه او مخینه کې ریښې لري، حال دا چې په افغانستان کې له ښوونځي و پوهنځي او د نجونو له زدکړو سر دوښمني ایله نیمه پېړۍ مخینه لري، چې د لویدیځ فکري مرکزونو د پاکیستان دیوبندي مدرسو ته د داسې زهرجن مخنیوي حکم ورکړی دی. دلیل یې هم دا دی، چې د دوی په غوښتنه باید افغان مېرمنې په سیمه کېد دوی د سیالانو په ضد وړیا ځانمرګي وزیږوي او یوه ژوندۍ، خوشاله، بافرهنګه او ویاړلې ټولنه د افراطیت او وحشت دوزخ ته ورټېلوهی.
د نړیوالو په ذهنیتونو کې باید دغه غلطې کلیشې ړنګې کړای شي او دا په یوه ژوندي بحث بدله شي، چې که افغانانو د پاکیستان د استخباراتي مدرسو تکفیري طلسم ورمات کړ، نړۍ به وګوري، چې د همدې قبایلي، نیمه قبایلي او ښاري افغانانو ټولنه څومره او څنګه د خپلو بچیانو، په تېره بیا لوڼو، له زدکړو، کار او ټولنیز فعالیت سره لیونۍ مینه لري.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.