افغانستان نن له زمبابوې سره دویمه پنځوس اوریزه سیالۍ ترسره کوي
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به نن د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې د دویمې یو ورځينۍ سیالۍ لپاره ډګر ته ښکته شي.
یاده سیالي به د افغانستان پرمهال د غرمې ۱۲:۰۰ بجې پېل شي.
تر دې وړاندې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ یو ورځینۍ نړۍواله لوبه په هرارې کې د دوامداره ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ نړۍواله یو ورځینۍ سیالۍ کې افغان لوبغاړو په ۹.۲ اورونو کې خورا عالي توپ اچونه کړې او د ۴۴ منډو په بدل کې یې ۵ سیال لوبغاړي له ډګره بهر کړي وو.
دغه شل اورېزې، پنځوس اوریزې او تیسټ سیالۍ د زمباوې په کوربتوب ترسره کېږي، چې شل اوریزو سیالیو کې افغانستان زمبابوې ته یو په دوه ماتې ورکړې او اوس پنځوس اوریزې سیالۍ روانې دي.