یوې برېتانوۍ مېرمنې یو ځانګړی کفن جوړ کړی

د اقلیم د بدلون په اړه د اندېښنو له امله یوې برېتانوۍ مېرمنې یو ځانګړی کفن جوړ کړی دی. یاده مېرمن وایي، چې دغه کفن تابوت ته هم اړتیا نه لري.

د برېتانوي رسنیو د راپور له مخې، راحیل چې د لوېډیځ یارک شایر اوسېدونکې ده وايي، چې نه غواړي د دې په جسد ځمکه ککړه شي.

هغه وایي، د امکان تر حده ډېره هڅه کوي، چې شیان ریسایکل کړي.

هغه وايي هڅه کوي، څومره چې امکان ولري لږ کار وکړي او څومره چې امکان ولري ریسایکل وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په برېتانیا کې هر کال ۸۰ سلنه کسانو جسدونه سوځول کېږي.

د یوه مړي جسد سوځول کاربن ډای اکسایډ ګاز دومره لوړوي، چې له لندن څخه پاریس ته د بېرته ستنېدو د الوتنې د کاربن ډای اکسایډ تولید سره برابر وي.

د برېتانوي رسنیو په وینا، دودیزه جنازه هم کولی شي د ککړتیا لامل شي، چې د غیر بایوډګریډ وړ تابوتونه اکثرا د زیان رسونکو کیمیاوي موادو څخه جوړ شوي، فارملډایډ چې زهرجن مواد دي او د جسد د تخریب څخه د ساتنې لپاره کارول کېږي دا ماده ځمکې ته سرایت کولی شي.

راحیل خپل یوه ملګري لپاره د وړیو، بېد، برمبل او پاڼو څخه کفن جوړ کړی دی.

دغه کفن د ښخولو لپاره تابوت ته هم اړتیا نه لري.

د ریچل لپاره دا یوه سرګرمي ده.

هغې پرېکړه کړې، چې د ځان لپاره به هم همداسې یو کفن جوړوي.

ریچل دا هم غوښتي، چې قبر یې ډېر ژور نه وي.

په برېتانیا کې قبرونه معمولا ۶ فوټ ژوروالی لري، دا دود ۱۶مې پېړۍ پورې اړه لري او داسې انګیرل کېږي، چې د طاعون څخه د ساتنې لپاره ټاکل شوی.

ریچل وايي، چې په شپږ فوټه ژور قبر کې د جسد ښخول تر سلو کلونو پورې وخت نیسي، چې په بشپړ ډول تخریب شي، له همدې امله هغه غواړي چې د هغې له مړینې وروسته باید په بیوډیګریډ وړ کفن کې ښخه شي، چې جسد یې ژر تخریب شي.