د روسیې پارلمان د قانون تصویبولو سره د طالبانو او سوریې د نوي حکومت رسمیت ته لار هواره کړه
د روسیې پارلمان داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې مسکو له هغو ډلو سره اړیکې عادي کولی شي چې بندیزونو یې پرې لګولي دي. رویټرز خبري اژانس وايي، د روسیې د پارلمان په ننني ګام سره مسکو ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د سوریې له نويو واکمنو سره د اړیکو عادي کولو ته لار برابرېږي.
تر اوسه یوه هېواد هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د امریکايي او ناټو ځواکونو په وتلو او د افغان حکومت پرځېدو پسې واکمن شوي دی.
خو روسیې ګام په ګام له دې ډلې سره اړیکي زیات کړي دي او د روسیې ولسمشر په تېر جولای کې طالبان د ترهګرۍ ضد جګړه کې ملګري وبلل.
ولادیمیر پوتین وویل، مسکو له دې حقیقت سترګې نشي پټولی چې په افغانستان کې وضعیت د ثبات په حال کې دی.
هغه زیاته کړه: «موږ له اوسنیو افغان چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې او دا اړیکې به نورې هم پراختیا ومومي.»
د روسیې پارلمان تېره سه شنبې د یوې نوې لایحې د تصویب له لارې دې ته لاره پرانېسته چې طالبان د ترهګرو سازمانونو له نوملړه و اېستل شي.
دغه لایحه د روسیې د مشرانو جرګې ۱۳ غړو پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې کړې وه.
د روسیې د قانون له مخې، د هغو سازمانونو چې د ترهګر په توګه پېژندل شوي، پر فعالیتونو بندیز د روسیې د یوې محکمې د پرېکړې له لارې په لنډمهالي ډول ځنډول کېدای شي، خو په دې شرط چې د روسیې د لوی څارنوال یا د هغه د مرستیال له لوري یې غوښتنه شوې وي او کره شواهد موجود وي، چې یاد سازمان د ترهګرۍ د ترویج، توجیه کولو او ملاتړ فعالیتونه بند کړي وي.
د انټرفاکس د رپوټ له مخې، په اوس وخت کې، د روسیې د قانون له مخې داسې میکانیزم نشته، چې د یادو سازمانونو پر فعالیتونو د بندیز ځنډولو اجازه ورکړي.
انټرفاکس وايي، هغه تعدیلات چې د دې طرحې له لارې وړاندیز شوي، د همدې حقوقي خلا د له منځه وړو لپاره چمتو شوي دي.
یاد قانون د روسیې د اداري کړنلارو په کوډ کې هم اړوند تعدیلات وړاندیزوي.
د پارلمان نوی تصویب سوریه کې د نویو واکمنو د حکومت رسمیت پېژندلو ته هم لار جوړوي، چې د مسکو د متحد بشار اسد حکومت یې پرځولی دی.
د روسیې د مسلمانې سیمې چیچنیا مشر رمضان قادروف د دوشنبې په ورځ له مسکو دا هم وغوښتل چې پر سوریه له نوي واکمن تحری الشام هم بندیزونه لرې کړي.
مسکو د بشار اسد د حکومت ملاتړی او په سوریه کې یې پوځي اډې درلودې، خو د نوموړي پرځېدو سره دا اډې هم له لاسه ور کوي.