چا ډېرې وسلې له لاسه ور کړې؛ امریکا په افغانستان کې، که روسیې په سوریه کې؟

سرخوښه یاغیان له وینې تویېدو پرته پلازمینې ته ننوځي، ولسمشر په الوتکه کې؛ یو مبهوت بهرنی ملاتړی د خپلو ځواکونو د اېستلو لپاره له یاغیانو سره په خبرو لګیا؛ په دې میاشت کې د سوریې سقوط له درې کاله وړاندې افغانستان سره ورته والی لري.

په دواړو حالتونو کې د حکومتي ځواکونو ماته ناڅاپي او یومخیزه وه.دا لا معلومه نه ده چې د اسد د وسلو له زېرمو، چې زیاتره یې د شوروي او روسیې جوړې وسلې دي، څومره د "هیئت تحریر الشام" یاغیانو لاس ته ورغلې دي، په داسې حال کې چې تېره اونۍ د اسراییل هوايي بریدونه د دغو زېرمو د ډېرې برخې پر له منځه وړو متمرکز وو، چې جنګي کښتۍ، جنګي الوتکې او وسله تونونه پکې شامل دي.

داموضوع لا پیچلې کوي، چې نورې وسلې هم کېدای شي له هغو روسي سرتیرو او کرایه شویو جنګیالیو پاتې وي، چې له خپلو اډو څخه د تېښتې په حال کې وو. دا اډې د طرطوس او لاذقیې له لویو روسي اډو څخه بهر وې، چې اوس له هغه ځایه د سرتېرو او تجهیزاتو د منظم ایستلو هڅې روانې دي. یوه خبره څرګنده ده: له لسیزو نړیوال ملاتړ وروسته دواړو رژیمونو د تمویلوونکو هېوادونو د ورکړل شویو وسلو او مهماتو غرونه پرېښودل، خو د دوی له سقوط څخه کوم ملاتړی ډېر زیانمن شو؟ امریکا که روسیه؟

طالبانو ته د افغانستان د مخکینۍ ملي اردو ور پاتې یوه چورلکه د تمریناتو په حال کې
طالبانو ته د افغانستان د مخکینۍ ملي اردو ور پاتې یوه چورلکه د تمریناتو په حال کې

په روسۍ وسلو سمبال سوریايی پوځ

د روسیې-سوریې د وسلو اړیکې د سړې جګړې له وخت راهیسې هغه مهال پیل شوې چې شوروي اتحاد د خپل ستر پوځي صنعتي کمپلکس په مرسته الوتکې، ټانکونه، توپونه او توغندي خپلو متحدو هېوادونو ته لیږدول. د سټاکهولم نړیوالې سولې څېړنیز انستیتوت د معلوماتو له مخې، له ۱۹۵۰ کال څخه تر ۱۹۹۱ کال پورې د سوریې د ټولو وسلو د وارداتو ۹۴ سلنه برخه د شوروي وسلو تشکیلوله.

سوریې د ۱۹۶۷ او ۱۹۶۳ عرب-اسراییل جګړو پر مهال د وسلو او تجهیزاتو پراخ زیانونه ولیدل. خو له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۹۱ کال پورې شوروي د حافظ الاسد ځواکونه بیا سمبال کړل. دوی سوریې ته ۲۰ بم غورځوونکې الوتکې، ۲۵۰ جنګي الوتکې، ۱۱۷ چورلکې، ۷۵۶ ځان خوځوونکي توپونه، ۲۴ سوه د پلیو ځواکونو جنګي وسایط، دوه زره او ۵۵۰ ټانکونه، لږ تر لږه ۷،۵۰۰ ټانک ضد توغندي او له له ۱۳ زرو څخه زیات ځمکهوا توغندي ورکړل.

په سوریه کې د یاغیانو لاس ته لوېدلې د بشارالاسد رژیم درندې وسلې
په سوریه کې د یاغیانو لاس ته لوېدلې د بشارالاسد رژیم درندې وسلې

په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې په پیل کې د سوریې هوايي ځواک شاوخوا ۷۰۰ ثابتې چورلکې او الوتکې درلودې. د ځمکنيو ځواکونو په واک کې شاوخوا پنځه زره ټانکونه، څلور زره زغره وال ګاډي، ۳۴۰۰ توپونه، دوه زره او شپږ سوه ټانک ضد وسلې او شپږ سوه کشفي وسایط وو.

د دې وسلو ډېره برخه د یاغیانو پر مورچو او وروسته د داعش پر وړاندې سختې ښاري جګړې کې له منځه یووړل شوه. ازادو څېړونکو د عکسونو او ویډیوګانو په مرسته ثابته کړې چې د سوریې پوځ له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې لږ تر لږه درې زره او ۳۸۰ ټانکونه او زغره وال وسایط له لاسه ورکړي دي. د جګړې په بهیر کې روسیې د اسد ځواکونو ته د جنګي الوتکو، چورلکو، سلګونو ټانکونو او زرګونو ټانک ضد او د هوايي دفاع توغندیو مرستې ور کړې.خو څنګه چې په دې میاشت کې ولیدل شول، یوازې وسلې د رژیم پایښت نه شي تضمینولای.

دا لا معلومه نه ده چې د اسد رژیم څومره ټانکونه او زغره وال وسایط پرېښي دي. «اوریکس» د جګړې بله څارونکې سرچینه ده، چې له رژیم نه یې د تحریر الشام لاس ته د ورغلو تجهیزاتو رپوټ ورکړی دی. په دغو نیول شویو وسلو کې لږ تر لږه ۱۵۰ ټانکونه، له ۷۵ زیات توپونه، ۶۹ د پلیو ځواکونو جنګي وسایط او ۶۴ څوراکېټه ویشتونکې وسلې او هوايي ضدتوپونه شامل دي.

خو ممکن د تحریر الشام د وسلو زیرمتون د جګړې له پای ته رسېدو وړاندې لا ستر زیان لیدلی وي. تېره اونۍ د اسراییل پوځ په سوریه کې شاوخوا ۵۰۰ اهداف وویشتل او ادعا یې وکړه چې د اسد د رژیم ۷۰ او ۸۰ سلنه پوځي وړتیا یې له منځه وړې. د اسراییل پوځ ویلي،د دوی بریدونو د اسد د رژیم د توغندیو او نورو ستراتیژیکو وسلو ډېره برخه ویجاړه کړې، چې سکاډ، کروز او ځمکهوا توغندي، بې پیلوټه الوتکې، جنګي الوتکې، بریدګرې چورلکې او ټانکونه پکې شامل وو.

د روسیې مرسته شوې وسلې د ایران تر ملاتړ لاندې ډلو هم لوټ کړې دي. داسې رپوټونه شته چې «کورنیټ» ټانک ضد توغندي د سوریې له لارې لبنان ته رسېدلي دي.

د طالبانو په پرتله د سوریې د تحریرالشام لاسته راوړنې ډېرې مهمې وې. د امریکا د دفاع وزارت رپوټ ښیي چې د افغانستان له سقوط وروسته طالبانو ته د اووه میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات په لاس ورغلي دي.

خو د وسلو د شمېر پرتله کول یو لوی توپیر لري: روسیې ډېرې داسې وسلې له لاسه ورکړې چې اوس ورته اړتیا لري، په داسې حال کې چې امریکا خپلې زړې وسلې په افغانستان کې پرېښودې.

د افغانستان له پخوانیو امنیتي ځواکونو سره د امریکا مرسته شوي پوځي ګاډي، چې اوس د طالبانو ولکه کې دي
د افغانستان له پخوانیو امنیتي ځواکونو سره د امریکا مرسته شوي پوځي ګاډي، چې اوس د طالبانو ولکه کې دي

د تحریرالشام په پرتله د طالبانو بری څنګه و؟
د امریکا حکومتي څارونکو اټکل کړی چې طالبانو درې کاله وړاندې د لویدیز ملاتړي افغان حکومت له سقوط وروسته له۷ میلیارده ډالرو ډېر امریکایي تجهیزات ونیول. د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۲۲ کال د اګست میاشتې رپوټ ښيي چې امریکا طالبانو ته د څلور اعشاریه ۱۲ میلیارده ډالرو په ارزښت ځمکني وسایط او د ۹۲۳ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت پوځي الوتکې پرېيښي دي. د کانګرس لپاره په یوه ناډاګیز شوي رپوټ کې ویل شوي چې د هوايي برید ۹ زره او ۵۲۴ مهمات، ۴۰ زره وسایط، ۳۰۰ زره سپکې وسلې او یونیم میلیون مرمۍ پرېښودل شوې وې.

اوس طالبان خپله هوايي ځواک لري. د امریکا د حکومتي څارونکو د ۲۰۲۲ کال د نومبر میاشتې په یوه رپوټ کې راغلي: «د طالبانو له واک ته رسېدو شاوخوا دوه اونۍ مخکې، د دفاع وزارت د اسنادو له مخې د افغان هوايي ځواک په واک کې ۱۶۲ امریکایي ورکړل شوې الوتکې وې، چې له دې څخه ۱۳۱ د استفادې وړ وې.»، خو افغان پیلوټانو شاوخوا یوه برخه دغه الوتکې او چورلکې په وروستیو ورځو کې تاجکستان او ازبکستان ته یووړې. نورې ۸۰ الوتکې امریکايي ځواکونو د کابل په هوايي ډګر کې له کاره وغورځولې. ځینې یې ښايي وروسته طالبانو بیا ترمیم کړې وي. په همدې وخت کې طالبانو د شوروي دورې له پاتې الوتکو کار اخستی څو سرتیري، پوځي او بشري توکي او د رژیم چارواکي پکې ولېږدوي.

د امریکا له وتلو وروسته افغانستان د وسلو د یوه ستر بازار په څېر شو. داسې رپوټونه شته چې امریکایي وسلې په کشمیر، پاکستان او غزه کې کارول شوې او دا وسلې به په راتلونکي کې حتمي په نورو جګړو کې هم ښکاره شي. کارپوهان ادعا کوي چې دا د تاریخ د لویو وسلو د انحراف یوه ستره پېښه ده.

خو د افغانستان او سوریې د وسلو د شمېر پرتله کولو تر شا یو مهم توپیر شته. روسیې داسې وسلې پرېښودې، چې اوس ورته ډېرې په کار دي، خو متحده ایالتونو په افغانستان کې خپل ډېر پرمختللي تجهیزات پرېنښودل. افغان ملي اردو او پولیس د داخلي امنیت لپاره ډیزاین شوي وو او زیاتره یې د امریکا په دویمو او درېیمو درجو تجهیزاتو سمبال وو، چې د یوه سپک وسله‌وال پاڅون د مقابلې لپاره یې بسنه کوله. د امریکا ډېره وسله په داسې حال کې پرېښودل شوه چې انتقال یې ګران تمامېده او نظامي ارزښت یې دومره نه و چې دې هڅې ته یې ارزښت ورکړي. د ډېرو امریکایي وسایطو پرېښودل یا کباړ ارزانه تمامېدل.

بلخوا، روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې د اوکراین جګړې له پیل راهیسې زرګونه جنګي وسایط، الوتکې او حتا جنګي کښتۍ له لاسه ورکړې دي. رپوټونه وايي چې روسیې تر اوسه پورې شاوخوا اته زره او ۸۰۰ زغره وال جنګي ګاډي، له درې زرو ډېر ټانکونه او نږدې ۲۵۰ جنګي الوتکې او چورلکې له لاسه ورکړې دي. یوازې د اوکراین د اووډیویکا ښار د پنځو میاشتو جګړې په ترڅ کې روسیې شاوخوا ۳۰۰ ټانکونه له لاسه ورکړل.

حتا په یوه «جګړه ييز اقتصاد» کې هم د نویو وسلو تولید دغه زیانونه نه شي جبرانولای. د روسیې د شوروي دورې وسلې او مهمات خورا کم شوي، ځکه زاړه ټانکونه او زغره وال وسایط یې په جګړو کې استعمال کړي دي. د توپ چوړونې د توکو لپاره ماشینونه کم دي او دا ددې لامل شوی چې د توپونو بېرلونه په پراخه کچه بیا استعمال شي، چې دا د دونباس په خونړۍ جګړه کې خورا حیاتي مساله ده. رپوټونه وايي روسیه د ځینو ځانګړو وسلو له کمي سره مخ ده، چې ښايي د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د روسیې د جګړې وړتیا محدوده کړي.

برعکس، د طالبانو [لاس ته لوېدلي] اېم ۱۶ ټوپک او فورډ رینجر ګاډي داسې څه نه دي چې یوه جدي مخالف ته دې ستر ګواښ شي، خو د سوریې وسلو یوه واقعي پوځي وړتیا رامنځته کولای شوای. ډېری دا محاسبې اوس د اسراییلي بریدونو له امله فرضي شوې دي، ځکه اسراییل د سوریې پوځي اډې او تاسیسات په نښه کړي دي. د شمېر او د وسلو د ډولونو له مخې روسیې او په دمشق کې د هغې پخواني متحد په افغانستان کې د امریکا د پاتې وسلو په پرتله، ډېر لوی زیان کړی.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري خو د چا ملاتړ نه کوي.

سرچینه: فارن پالیسي

لیکوالان: ګیل بارن ډولر او متیو سي. مای