د نړېدو له ګواښ سره مخ تاریخي ابدات؛ د یونسکو استازو په غور کې له جام منار لیدنه وکړه
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن دوشنبه د (لیندۍ ۲۶مه) خبر ورکړی چې په افغانستان کې د یونسکو دفتر مشرې پاتریشیا مک فیلیس د غور ولایت له تاریخي جام منار لیدنه کړې ده. نوموړې ویلي چې په دې هڅه کې ده؛ څو د دغه تاریخي منار د خوندیتوب لپاره مالي سرچینې ومومي.
په افغانستان کې د یونسکو مشرې دغې تاریخي ابدې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.
په دې راپور کې د اغلې مک فیلیس له قوله لیکل شوي چې د سېلانیانو د تګ راتګ او اسانتیاوو لپاره به د هریرود د سیند پر غاړه دې څلي ته جوخت یو نوی پل هم جوړ کړي.
د جام څلی چې د غوریانو د تمدن یو شهکار ګڼل کېږي په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د یونسکو له لوري د نړۍوالو کلتوري میراثونو په نوملړ کې شامل شو.
تر دې پخوا هم څو څو ځله د جام منار د ځینو برخو د نړېدو خبرونه خپاره شوي وو؛ خو بیا رغونې ته یې لا تر اوسه پورې هېڅ ډول ځانګړې پاملرنه نه ده شوې او نه هم په دې برخه کې عملي ګامونه پورته شوي دي.