د کرېکټ نړۍوالې شورا ګلبدین نایب جریمه کړ
د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) د افغان کرېکټ ملي لوبډلې الراونډر ګلبدین نایب جریمه کړ. ګلبدین نایب د کرېکټ نړۍوالې شورا له اصولو د سرغړونې له امله جریمه شوی دی.
د دغې جریمې له مخې، هغه به د خپلې لوبې ۱۵ سلنه فیس جریمه ورکوي.
افغان کرېکټ لوبغاړی ګلبدین نایب د لوبڅار له پرېکړې څخه د سرغړونې له امله جریمه شوی دی.
ګلبدین نایب د زمبابوې خلاف په دویمه شل اوریزه لوبه کې هغه مهال جریمه شو، چې د لوبې په ۱۱م اوور کې کله چې لوبڅار د راشد خان په بال (اېل بي ډبلیو) ور نه کړ؛ نو ګلبدین نایب د کرېکټ نړۍوابې شورا د اصولو له مخې ناسم چلند وکړ.