د اسلام اباد له خوا د پښتون ضد کمپاین موخې

افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

که څه هم په اسلام اباد کې په نومبر کې هوا په یخیدو وه، خو د دغې میاشتې په دویمه نیمايي کې د پاکستان په پلازمینه کې سیاسي تودوخه لوړې درجې ته رسیدلې وه.

دا ځکه چې د پاکستان د اپوزیسیون په بند کې ناست مشر عمران خان د خپل سیاسي ګوند تحریک انصاف غړو او حامیانو ته غږ کړی و چې د نومبر په څلرویشتمه په ګڼ شمیر اسلام اباد ته د پرلت لپاره راشي او تر هغه وخت دې خپل پرلت ته ادامه ورکړي چې دولت یې غوښتنې نه وي منلې.

د پي ټي ای په غوښتنو کې د فرورۍ په میاشت کې شوې ټول ټاکنې ملغا کول، په اساسي قانون کې لږ وخت وړاندې د فعلي حکومت په وړاندیز راغلی شپږویشتم تعدیل ختمول او د عمران خان په ګډون د ټولو سیاسی بندیانو خوشي کول شامل و.

د پاکستان مرکزي حکومت او د پنجاب ایالتي حکومت اسلام اباد ته د مظاهره کوونکو د تګ د مخنیوي لپاره کلک تیاری نیولی و، ځکه د پنجاب نه ډیر لږ خلک په دې وتوانیدل چې اسلام ا باد ته ځان ورسوي، خو بیا هم د پښتونخوا نه چې د عمران خان ګوند واکمن دی تر ۴۰/۵۰زرو پورې کسان د دغه ایالت د سر وزیر علي امین ګنډه پور او د عمران خان د میرمنې بشرا په مشرۍ اسلام اباد ته په دویمه ورځ ورسیدل.

دوی په لاره څو څو ځایه پولیسو ایسار کړلپه دوی باندې یې اوښلن ګاز وشینده،په کانتینرونو یې ورته لارې هم تړلې وې ، خو دوی بالآخره پلازمینې ته ورسیدل او د اسلام اباد په قلب کې په ډي چوک کې یې پرلت پیل کړ.

د کمپاین درې موخې

د داخله چارو وزیر محسن نقوي او د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ اول د مظاهره کوونکو په ضد د څو ورځو تبلیغاتي جګړه هم پیل کړې وه، خو خبره د دې نه وراني ته واوښته چې دغو مرکزي وزیرانو ،چې دواړه پنجابیان دي،خپله تبلیغاتي جګړه د عمران خان تر ګوند محدوده نه وساتله او د ټولو پښتنو او افغانانو په ضد یې تبلیغات پیل کړل.

دې وزیرانو په مظاهره چیانو تور پورې کړ چې دوی له خپل ځان سره د افغانستان نه راغلي دهشتګرد هم اسلام اباد ته په دې موخه راوستي دي چې پر حساسو مرکزونو ترورستي بریدونه وکړي.

د پاکستان د مرکزي حکومت وزیرانو د نومبر په پنځویشتمه په افغان مهاجرینو د مظاهره چیانو سره یو ځای په اسلام اباد د برید تور پورې کړ او جالبه دا ده چې سره د دې چې دوی باصلاحیته وزیران وو او ټول دولتي امکانات او منابع یې په لاس کې وې، خو بیا یې هم د دغو ناوړه تورونو په حق کې هیڅ ثبوت وړاندې نه کړی شو.

د پاکستان د مرکزي حکومت د دغو پنجابي وزیرانو له خوا د دغه کرغیړن کمپاین درې غټې موخې لرلې.

وړومبۍ موخه دا وه چې پاکستان کې د سیاسي قدرت په لوبه کې پنجاب کلیدي سنګر دی، د پاکستان د ټولو نفوسو شپیته فیصده پنجاب تشکیلوي.

د پاکستان د پوځ د پرسونلو مطلق اکثریت پنجابیان دي او د پاکستان د سیاسي قدرت درې اصلي لوبغاړي د اردو لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د واکمن ګوند مسلم لیګ ریس نواز شریف او د اپوزیسیون زعیم عمران خان درې واړه پنجابیان دي، نو چا چې پنجاب وګاټه هغه به په اسلام اباد بادشاهي کوي، نو ځکه دې وزیرانو غوښتل چې په پنجاب کې ویره خوره کړي چې د افغانستان او پښتونخوا څخه په پنجاب یرغل شوی او مرکزي حکومت او پوځ د پنجاب دفاع کوي، نو ځکه باید پنجابیان د مسلم لیګ حکومت او پوځ سره ودریږي او مرسته ورسره وکړي.

د حکومتي کمپاین دویمه موخه دا وه چې نړیوالو ته داسې ښکاره کړي چې ګویا په اسلام اباد کې نارامي او پروتستونه د پاکستان داخلي او ځايي سیاسي مسله نه ده ، بلکې دا خلک د افغانستان په لمسون د شمال نه راغلي او غواړي چې پاکستان په سیاسي او امنیتي توګه بې ثباته کړي.

د کمپاین دریمه موخه د حکومت د دغه تور مضبوتول و چې د پي ټي ای پروتست سیاسي نه دی. دا تشه اسلام اباد ته د ترهګرۍ د رالیږدولو لپاره یوه لوبه دهاو دا چې افغانان/پښتانه په پاکستان کې د ترهګرۍ خورولو اصلي عاملین دي او د دوی په ضد د پاکستان د پولیسو او پوځ خشونت روا دی.

له دې تبلیغاتو نه وروسته د نومبر د پنځویشتمې او شپږویشتمې تر منځ شپه کې د پاکستان پوځیانو د هغې ټولې سیمې بریښنا پرچاو کړه او بیا یې په مظاهره چیانو حمله وکړه، مخامخ ډزې یې ورباندې وکړې، د پنځلسو شاوخوا کسان ووژل شول اود زخمیانو شمیره په سوونو دی، خو د پاکستان په میډیا قدغن ولګید چې هغوی به د مرګ ژوبلې او یا د توقیف شویو پښتنو خبرونه نه نشروي.

د دې نه وروسته د اسلام اباد پولیسو د ښار په ټولو سیمو کې د پښتنو او افغان مهاجرینو توقیفولپیل کړل. هغوی یې کورونو، بازارونو او سړکونو کې ونیول، د مدافع وکیلانو وینا وه چې هغوی لږ تر لږ دوه زره بندیان وشمیرل، په دوی کې په سوونو افغان مهاجرین هم وو.

هسې خو په ۱۹۴۷کې د پاکستان د تاسیس د وخت نه د قدرت واګېد پنجاب د بیروکراسۍ په لاس کې وې خو په ۱۹۷۱کې د بنګالیانو د بیلیدو نه وروسته په پاتې پاکستان کې پنجابي اشرافیه د مطلق واکدارانو نقش غوره کړی دی.

دوی د بلوچستان او پښتونخوا د اومو مودو په ذخایرو ګیډه اچولې ده او د دغې خاورې ولسونو سره د برده ګانو برخورد کوي.

په بلوچستان کې د بلوڅو په ضد په اوه اویا کلونو کې پنځه غټ پوځي عملیات شوي، د پښتونخوا نه د تیرو پنځوسو کالو نه پاکستاني جنرالانو په افغانستان کې د نیابتي جنګونو د سازماندهۍ مرکز جوړ کړی دی.

په دې وخت کې جنرالواکي پښتنو ته ځکه په قهر ده چې په تیرو څو کلونو کې د پښتونخوا په هره سیمه کې د ترهګرۍ او نظامي ګرۍ په ضد په پرله پسې توګه تظاهرات شوي او ځايي پرګنو په واز کومې ویلي دي، چې د پاکستانی جنرالانو له خوا د ضرب استحکام په نوم اعلان شوي پوځي عملیاتو مخالف دي، د اسلام د نزدې ورځو د وژلو، نیولو او ځورولو یو هدف له پښتنو نه د دغې غړولو غچ اخستل هم و.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.