د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د زېمبابوې په وړاندې وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه کوي
افغان کرېکټ ملي لوبډله نن شنبه د (ليندۍ ۲۴مه) مازدیګر څلور بجې د زېمبابوې پر وړاندې د دوه اړخېزو ۲۰ اوره سیالیو پایلوبه ترسره کوي. تېره ورځ افغانستان په دویمه شل اوره لوبه کې زېمبابوې ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله به د زېمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو نړۍوالو سیالیو د روانې لوبلړۍ په وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه کې نن شنبه د (لیندۍ ۲۴مه) د کابل پر مهال د مازدیګر ۴:۰۰ بجې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه کوربه زیمبابوې لوبډلې ګټلې وه، خو د دویمې لوبې په ګټلو سره دغه لوبلړۍ ۱ـ ۱ مساوي شوه.
دغه لوبلړۍ د تېرې چهارشنبې په ورځ د زېمبابوې په کوربه توب پيل شوه، چې د زېمبابوې کرېکټ لوبډلې د درېيو شل اوره لوبو په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان ته د څلورو ويکېټو په توپير ماتې ورکړې وه.
خو تېره ورځ بیا افغانستان په دویمه شل اوره لوبه کې زیمبابوې ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د زیمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان د ملي لوبډلې له لوري د ۱۵۴ منډو ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او لوبه افغان لوبدلې د ۵۰ منډو په توپیر وګټله.
د زېمبابوې او افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۴ په اکټوبر میاشت کې ویلي وو، چې دواړو هیوادونو د کرېکټ د ۲۰ او ۵۰ اوریزو او ټېسټ لوبو په ګډون په ټولو فارمټونو کې د دوه اړخېزو سیالیو د ترسره کېدو هوکړه کړې.