فیفا د ۲۰۳۴ کال لپاره د فوټبال نړۍوال جام سیالو کوربه سعودي عربستان اعلان کړ

د فیفا نړۍوالې ادارې تازه پرېکړه کې د ۲۰۳۰ او ۲۰۳۴ کلونو لپاره د فوټبال نړۍوال جام سیالیو لپاره کوربه هیوادونه اعلان کړل. فیفا، د ۲۰۳۰ کال د کوربه توب لپاره په ګډه هسپانیا، مراکش او پرتګال او ۲۰۳۴ لپاره سعودي عربستان اعلان کړ.

د فیفا کنګرې تېره ورځ چهارشنبه د (لیندۍ ۲۱مه) د ویډیو کنفرانس له لارې د ۲۰۳۰ او ۲۰۳۴ کال د نړۍوال جام کوربه توب لپاره هیوادونه اعلان کړل، چې د ۲۰۳۰ کال د کوربه توب لپاره په ګډه هسپانیا، مراکش او پرتګال هیوادونه او د ۲۰۳۴ لپاره سعودي عربستان اعلان کړل.
فیفا دغه ګام وروسته له هغه پورته کړی چې روسیې او قطر ته د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ نړۍوال جام د کوربه توب ورکولو له امله د ګډوډیو او فساد تورونه ولګول شول.
د فیفا د اعلان له مخې، د ۲۰۳۰ کال د کوربه توب لپاره په ګډه هسپانیا، مراکش او پرتګال ټاکل شوي چې د فیفا په خبره په دې کوربه توب کې به درې نور هېوادونه ارجنټاین، پاراګوای او یوراګوای هم برخه واخلي.
سعودي عربستان د ۲۰۳۴ کال کوربه توب یوازینی نوماند و او مراکش، هسپانیا او پرتګال هم د ۲۰۳۰ نړۍوال جام سیالیو لپاره ګډه داوطلبي وړاندې کړې وه او هیڅ سیال یې نه درلود