امریکایي چارواکی:افغان مېرمنې د لګول شویو بندیزونو له امله بې هویته شوې او غږ یې ټپ شوی دی

د امریکا د پراختیا نړۍوالې ادارې د ماموریت مرستیال مشر مایکل اشکوري وایي،‏⁧ افغان⁩ ښځې او نجونې د هغو بندیزونو له امله چې پر هغوی لګول شوي، هغوی یې بې هویته کړې او د هغوی غږ یې ټپ کړی دی.

نوموړي دغه څرګندونې د کابل لپاره د امریکا سفارت پر اېکس پاڼه په خپره شوې یوې ویډیو کې کړې دي.
هغه وایي، د ۱۶ ورځو د فعالیتونو او کمپاینونو په لړ کې د دغو مېرمنو د غږ پورته کولو او د دوی د حقوقو ترلاسه کولو پر اړتیا ټینګار کوي.
د هغه په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ظالمانه قانون وضعیت نور هم پېچلی او کړکېچن کړی دی.
هغه وایي، د طالبانو دغه کړنې په پراخه کچه د جنسیتي توپیر رواني تاوتریخوالی دی.
هغه زیاتوي، چې د دغه بد وضعیت سره، سره لاهم ښځینه خبریالانې راپورونه جوړوي او د ټلویزیون په ښیښه په «زړورتیا» خپرونې وړاندې کوي چې دا د یوې روښانه راتلونکې لپاره هیله بښوونکی انځور دی.