د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا چهارشنبه د زمبابوې پر وړاندې لوبه کوي
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې سبا چهارشنبه د زمبابوې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه د زمبابوې په کوربهتوب د کابل په وخت د مازیګر په څلورو بجو پیلېږي.
له دغه لوبلړۍ وروسته افغان لوبډله د زمبابوې پر وړاندې درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې هم لري.
د دغو شل اوریزو لوبو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې دروېش رسولي، حضرت الله ځاځي، صدیق اتل، زبېد اکبري، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، کریم جنت، محمد نبي، محمداسحاق، رحمان الله ګربز، فرید احمد، فضل الحق فاروقي، مجیب ځدراڼ، ننګیالی خروټی، نوېن الحق او نوراحمد لکڼوال شامل دي.
تېره ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ پر خواله رسنیو د لوبډلې تازه انځورونه خپاره کړي و او ویلي یې و، چې افغان لوبډلې د دغو سیالیو لپاره د ښه چمتوالي په موخه تمرینات پیل کړي.
له زمبابوې سره شل اوریزې لوبې د راشد خان په لوبډلمشرۍ، پنځوس اوریزې او ټېسټ لوبې بیا د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ترسره کېږي.